د سمڅې ګله! مه مايوسه کېږه، ته حق لرې، چې ددغه سمڅې په تيارو کې اوښکې تويې کړې. ستا زرغونېدل او غوړېدل دواړه له وېروونکو تيارو سره ملګري وو، د لمر وړانګو او د چمن ياغي طبيعيت دې هر کلى ونه کړ، رنګ او وږمه دې هم د ازادې نړۍ تر انسانانو او مرغانو ونه رسېده.

         مه ژاړه! کله چې خپلې اوښکې وچې کړې او شاو خوا وګورې، نو دسمڅې په دې تيارو کې به ډېرې نورې له اوښکو ډکې سترګې هم وګورې، چې ستا ښکلا او رنګونه په کې څرکونه وهي او ستا له خوشبو ساه اخلي.

       ته يوازې نه يې ، دلته ډېر نور دردېدلي زړونه هم سلګۍ وهي، دوى هم د ځنګلي او تر ډبرو لاندې ګلونو په څېر د لمر رڼايي نه ده ليدلې، خو د لمر په تودخه او مهربانۍ پوره باور لري او له اسمانه يې په زړونو کې يوه ګيله هم نشته.

       داسې وبوله چې د ښکلا پنځوونکي خالق ته د هغوى د خوښۍ لپاره را استولى يې، چې خدايي مينه هېره نه کړي او پوه شي، چې د هغوى لپاره دازاد ژوند يوه ښکلې اسماني ډالۍ يې او کله چې دا سمڅه څېرې او د لمر روښنايي ورته را ولېږي؛ نو وبه ګورې، چې په زرګونو انسانان به ستا د ښکلا سندرې وايي او د لمر په لور به درسره يو ځاى روان وي.

٢٠١٤ د سپټمبر، لومړۍ نېټه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *