زه خو وايم دا آسمان چې شپږيزو ښکلی کړی و، دا هند، دوبۍ، اسټرالیا او انګلېنډ نه و او نه هم دا د بنګال، سريلانکا او پاکستان ننداره کوونکي و چې چکچکو يې د ونو څانګې هم په لړزه راوستې وې.

تاسې چې هر فکر کوئ خو زه د خپلو سترګو ليدلی حال درته وايم.

ما نن په خپلو سترګو له ډېر نژدې وليدل دا د کابل د کرکټ بورډ په ډګر کې افغان اتلان او د دوی د شپږيزو تورنمنټ و.

نن دلته خندا، موسکا، خوشالي، چکچکې، ژوندي دې وي افغان زمريان، موږ په خپلو اتلانو وياړو او همداراز دلته د خوښيو ډک چاپېريال و.

زه له خپلو څو نژدې ملګرو سره هلته تللی وم. نشم کولای اوس په کلماتو او دې وړه ليکنه کې خپله هغه خوشالي څرګنده کړم. کومه به چې موږ له هرې چکې سره په چيغو او چکچکو بدرګه کوله.

ولې به يې نه بدرګه کوو. موږ له جګړو ستړی ملت يو. موږ نور خوشالي سوله او آرامي غواړو. راځئ نور خپلې ټولې خوښئ له يو بل سره شريکې کړو. راځئ د سولې لپاره له هر امکانه کار واخلو. هره لاره د سولې لپاره قدم قدم کړو.

نن زه په خپل کرکټ ډله وياړم، نن دلته موږ د هند د سوريشرينا سهواګ او نه هم د بدشکله پښتون شاهد افريدي لپاره چکچکې کولې بلکې نن موږ ته خپلو اتلانو په خپل کور کې مينه راکوله.

د شپږیزې لوبه د کابل په زړه کې وشوه. دغه لوبه د ۱۳۹۳ لمريز کال د چنګاښ د میاشتې په درېیمه نېټه پیل او د همدې میاشتې په لسمه نېټه پای ته ورسېده.

یاده لوبه چې د کرکټ بورډ له خوا پيل شوې وه، د افغانستان د پنځو زونونو اړوندو لوبډلو د افغانستان د ملي نولس کلنو لوبغاړو تر څنګ په کې تنکیو ځوانانو هم برخه اخيستې وه.

نن د دوشنبې د چنګاښ په لسمه د پايلوبې لپاره د مس عينک او امير بند ډلو سيالي کوله. موږ ته يې توپير نه و هرې ډلې چې ګټلې وای زموږ اتلان و، موږ هرې چکې، هر ښکلي شاټ، هرې ښې توپ نيونې او هرې ښې اداء ته خوشالۍ وکړې.

دواړې ډلې زموږ وياړ، زموږ قهرمانان او زموږ ملي اتلان و. زه د مس عينک لوبډلې ته د زړه له تله د نن ورځې د بريا مبارکي وايم. الله ج دې زموږ ټول اتلان تل بريالي لري.

موږ د سولې او امن تږی ملت نور سوله، امن، خوشالي، آرامي او پرمختګ ته سترګې په لاره يو.

له خپلو سياسي ناولو څېرو هم غواړو چې نور زموږ خوشالۍ په اوبو لاهو نه کړي او موږ پرېږدي چې دهېواد ټول قومونه په بشپړه ورورولۍ کې ژوند وکړو او نور د يو بل وينې ته نه بلکې مينې ته تږي و اوسو.

د يو موټي، خپلواک، بسيا، آرام او پرمختللي افغانستان په هيله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *