تاند- د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په ننګرهار کې یې پنځوس تنه وسله وال مخالفان وژلي او تر اویا زیات نور ټپیان کړي دي.
د ملي اردو د ۱۰۱ سېلاب قول اردو پوځي قومندانانو وویل چې د ننګرهار په مختلفو سیمو کې یې د عملیاتو په لړ کې پنځوس وسله وال مخالفان وژلي او تر اویا ډېر نور ټپیان کړي دي.
د افغانستان د ملي اردو د یوسلو لومړي سېلاب قول اردو قومندان وویل چې د ملي اردو سرتېرو د عملیاتو په لړ کې له وسله والو مخالفانو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.
ویل کېږي چې د سېلاب قول اردو له لوري د افغانستان په ختیځ کې پیل شوي عملیات په ډېرو کلونو کې په دې سیمه کې تر ټولو لوی عملیات دي.
سره له دې چې ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې تر ټولو ارام ولایت ګڼل کېږي خو په وروستیو کلونو کې د دې ولایت امنیتي حالات مخ په خرابېدو دي او اوس د ننګرهار په سرحدي ولسوالیو کې د دولت وسله وال مخالفان ازاد فعالیت او تګ راتګ کوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي ۲۴ مخالفان یې وژلي
د ملي اردو له عملیاتو جلا د افغان امنیتي سرچینو په قول د چین شینهوا خبري اژانس وویل چې نن/دوشنبه/ په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۲ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي پولیسو په جوزجان، سرپل، کندهار، ننکرهار، لوګر، پکتیا، فراه هلمند او نیمروز ولایتونو کې ۲۲ وسله وال مخالفان وژلي دي.
دې وزارت د ملي پولیسو له لوري د زیاتې اندازې وسلې د نیولو خبر هم ورکړی دی.
د دولت وسله والو مخالفانو د ملي اردو او ملي پولیسو د وروستیو ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تقریباً هره ورځ د کورنیو چارو وزارت له لوري د دولت وسله والو مخالفانو ته د اړول شویو مرګ ژوبلو راپورونه ردوي او بې اساسه یې بولي.
امنیتي ځواکونو په کابل کې ځانمرګی وواژه
د ملي امنیت ریاست وايي چې ځواکونو یې نن سهار په کابل کې د دغه رایاست مخته یو ځانمرګی مخکې تر دې چې برید وکړي، وویشت.
امنیتي چارواکي وايي چې ځانمرګی د ملي امنیت ریاست ته څېرمه د صدارت په څلورلارې کې ووزل شو.
ویل شوي چې ځانمرګی په داسي حال کې ووژل شو چې هغه په دې لټه کې وو چې د ملي امنیت ریاست ته ننوځي.
په چاریکار کې زوروه چاودنه
له پروان څخه د رارسېدلي خبر له مخې نن د دغه ولایت د والي دفتر ته څېرمه زوروره چاودنه وشوه.
شاهدان وايي چې چاودنه په چاریکار ښار کې د والي دفتر ته څېرمه د یوه ځانمرګي له لوري وشوه.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري د چاودنې په اثر د مرګ ژوبلو په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي.
د کابل تور بازار (کهنه فروشی) کې د افغان او ناټو یونیفورم خرڅ ځای.
طالبان او نورې هغه مخالفې وسله والې اورپکې ډلې پخپل جنګ کې یې ډېر مهارت پیدا کړی دی او ددوی جګړه یوه پېچلي پړاو ته ننوتې ده..
د افغانستان په لویو ښارونو کې د ډله ییزو بریدونو پرمهال د افغان ځواکونو له یونیفورم ګټه اخیستل او ان د ناټو ځواکونو یونیفورم او پوځي نښانونه کارول د جګړې یو نوی تاکتیک دی، چې افغان ځواکونو ته یې د دښمن پېژندلو کې لوی سرخوږی جوړ کړی. په وروستیو څو لویو ډله ییزو بریدونو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه غولول شوي او غافل ګیر شوي، ځکه چې برید کوونکو د پوځ په یونیفورم کې بریدونه وکړل.
تر ټولو وروستی ډله ییز برید د ولسمشر پر ماڼۍ و، چې ځانوژونکو بریدګرو د ناټو له یونیفورم او نښانونو په ګټې اخیستو د ارګ دروازې ته نژدې ځانونه ورسول. په وروستیو کلونو کې د حکومت مخالفینو له بېلابېلو جنګي تاکتیکونو کار واخیست، د ښځو جامې، چادري او د افغان پوځ له یونیفورم یې ګټه واخیسته، خو د ناټو او ایساف ځواکونو له یونیفورم او پوځي نښانونو په ګټې اخیستو بریدونه یې تر ټولو وروستۍ بېلګه او جنګي تاکتیک و. اکثر د تالاشی وخت کښی افغان ملی پولیس هغه کسان نه تالاشی کوی چی فوځي یونیفورم یی پر تن وی او همیشه اورپکو په همدی یونیفورم غولولی وی او دا یوه لویه ستونزه ده چی ملی پولیس نه شی کولای ددوی پیژندګلوی وکړی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت باید دی ته جدی پاملرنه وکړی او دداسی بازارونو مخنیوی د وکړی..