تاند- د افغانستان تر ټولو ستر جومات، د کندهار د حضرت عمر فاروق جامع جومات نن د کندهار والي او په دیني چارو کې د ولسمشر سلاکار پرانست. (د همدې پاڼې په پای کې عکسونه وینئ)

ټاکل شوې وه چې ولسمشر حامد کرزی په خپله د دغه جومات د پرانستنې په غونډه کې ګډون وکړي. خو د نا څرګندو دلایلو له کبله ښاغلي کرزی کندهار ته سفر لغوه کړ.

د جامعه عمر، چي اوس د حضرت عمر فاروق جامع جومات په نوم ياديږي، بنسټ ١٣ کاله مخکي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښوول شوى و. د دوهم ځل لپاره د جومات د جوړولو چارې د ١٣٨٩ کال د غويي پر ٢٨ مه پيل شوې، چي اوس دا دى د خلکو پر مخ پرانيستل شو.

کندهار والي توريالي ويسا له ولسمشر حامد کرزي څخه ځانګړې مننه وکړه چي د دې جومات په مالي برخه کي يې مرسته کړې او د هغه د ځانګړې پاملرني له امله دا جومات جوړ شو.

ښاغلي ويسا همداراز وویل، دا جومات درې برخي لري، چي لومړۍ يې د مسجد، دوهمه يې د ديني زده کړو د دارالعلوم او درېيمه يې د سوداګريز مارکېټ، په دوو پوړونو کي يو پارکينګ او تفريحي پارک دى.

کندهار والي وويل: “تاسو ته معلومه ده چي حکومت د انتقال په حال کي دى، کله چي نوى حکومت رامنځته سي، نو د پاته دوو برخو کار به هم چټکتيا پيدا کړي او د دې جومات جوړېدل زموږ د پروژو له لومړيتوبونو څخه دي.” کندهار والي له ښاروالۍ، ولسمشر کرزي، ملي تجارانو او ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چي د جومات په جوړولو کي يې برخه اخيستې ده.»

په ديني چارو کي د ولسمشر کرزي سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني هم د کندهار اوسېدونکو ته د دې جومات د جوړېدو مبارکي وويله او زياته يې کړه چي کندهار د دا ډول لوى جومات د جوړېدو وړ دى. هغه زياته کړه، کندهار اشرف البلاد دى او د دې ولايت خلک پر دين او اسلام مين خلک دي.

د دغه جومات د پرانستنې په مراسمو کې همداراز د علماوو د سرتاسري شورا رئيس قضاوتپوه مولوي قيام الدين کشاف، د ارشاد حج او اوقافو وزير ډاکټر محمديوسف نيازي، د ښاري پراختيا وزير ډاکټر حسن عبداللهي، د ولسي جرګې يو شمېر غړو، د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال، ښاروال محمدعمر عمر، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال او يو شمېر نورو رئيسانو، قومي مشرانو او سوداګروهم ګډون کړى وو.

د دغه جومات له جوړېدو سره د کندهار ښار ښکلا نوره هم زياته شوې او خلکو ته د عبادت کولو اسانتيا برابره شوې. دغه جومات په ډېر پرمختللي، ښکلي او عصري سيستم جوړ شوى دى. خو ویل کېږي چې لا هم د دغه جومات ټول کارونه بشپړ شوي نه دي.

۱ ۱ ۱ ۱ ۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *