په افغانستان کې د کانونو ډېری قراردادونه د سترو مافيايي ډلو او افرادو په ولکه کې دي او دغه کار ددې لامل شوی، چې د کان کېندنې هېڅ ډول سټنډرډونه په پام کې ونه نيول شي، ان تر دې، چې ډېری وخت پکې بې وزله کارګران تلف کيږي.
د راپورونو له مخې، د کابو ۳۱۰ کانونو قراردادونه په کابل کې ورکړل شوي او همدا ډول د ۵۰۰ په خوا وشا کې قراردادونه به په ولايتونو کې هم ورکړل شوي. ددې ترڅنګ د ځينو بنسټونو له لوري د ورکړل شويو مالوماتو پر اساس په ټول هېواد کې په کابو ۱۴۰۰نقطو کې ناقانونه سپړنې کېږي، چې په دغو ټولو کې هېڅ ډول معيار په پام کې نه نيول کېږي.
هغه معادن چې د افغان حکومت له لوري يې قراردادونه په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې ورکړل شوي، شمېر يې تر ۸۰۰ لوړيږي او هغه چې خپل سرې کيندنې پکې کېږي، تر ۱۴۰۰ پورې رسيږي.
هغه قراردادونه چې د دولت له لوري ورکړل شوي، له معيار پرته پکې کيندنې تر سره کېږي او د ټولو هغو کسانو ژوند په ګواښ کې دی، چې په سپړنه يې بوخت دي. ددې ټولو ښه بېلګه د ډبرو سکرو کانونه يادولای شو، چې کان ايستونکي په خورا ناوړه حالت کې قرار لري. د معمول له مخې د کان قرارداد کونکې کمپنۍ او اشخاص په هغو ژمنو نه ودريږي، چې په دې برخه کې يې له دولت سره لاسليک کړې وي.
په کانونو کې اساسي ستونزه داده، چې کار کوونکي يې په مجهزو وسايلو نه سنباليږي. دغه کانونه د هغو کسانو لپاره چې پکې کار کوي، د مرګ خطرناکه جزيره ده. د ډبرو سکرو په کانونو کې د ميتان ګاز د لوړېدو له امله هروخت چاودنې کېږي او دا معمول دی، خو دا څه کله ډېر شديد او کله هم ټيټې وي، خو په کان کې د امکاناتو نشتوالي له امله يې هروخت د وژنو ګراف اوچت وي. کله چې دغه ډول کان ته سر ور د ننه کړې، نو وبه ګورې، چې کليوال اړمن کان ايستونکي د خپل ورځني ژوند په جامو کې له کومې اسانتيا پرته لګيا وي، په ډېرو لومړنيو وسايلو سره قېمتي توکي د ځمکې له تل نه راباسي، نو طبيعي ده، چې صوفونه به کيني، طبيعي پېښې به پکې رامنځته کېږي.
شمېرې په ډاګه کوي، چې د افغانستان د ډبرو سکرو په کانونو کې په تېر يوه کال کې ۸۰ کسان وژل شوي دي او هغه شمېرې په دې کې نه دي راغلې، چې په ورځني ډول يو او دوه کسان پکې له منځه تللي دي.
د کانونو د قراردادونو لپاره قرارداد اخستونکې کمپنۍ او افراد ضمانتونه ورکوي، خو خپلو هغو ژمنو ته هېڅ ډول پابند ندي، چې کړې يې وي. ددې څه اصلي لامل دادی، چې افغان حکومت په دې برخه کې پوره څار نلري او تر ټولو مهمه خبره خو دا چې په دې برخه کې هغو مره فساد روان دی، چې شايد په افغانستان کې به په بله برخه کې نه وي. کله چې د افغان حکومت له لوري ګومارل شوې څار ډله د کان ليدنې ته لاړه شي، نو له مثبت راپور سره کانونو وزارت ته راستنه شي، حال داچې تر ټول جدي ستونزې يې په خپلو سترګو ليدلې وي، خو غوږ پرې نه ګروي، ددې لامل هغه ډالۍ او نازونه دي، چې د کان قرارداديان يې اخلي.
د کانونو د ناقانونه سپړنو په برخه کې بله جدي مسئله د کان پر سر د سيمې د زور واکو تر منځ شخړې دي. په ډېری سيمو کې واکمنې زورواکې ډله هڅه کوي، خپل وسله وال ځای پرځای کړي او د هغوی په مټ کاني توکي وباسي. دا برخه تر نورو ډېره له خطره ډکه ده، چې پکې وسله والې نښتې کېږي او بې ګناه کليوال پکې وژل کېږي. د کانونو پرسر شخړې دومره زوره ورې شي، چې ساری يې نه وي ليدل شوی ان حکومت ته په سرخوږي واوړي. ځايي زورواکي او مافيايي کړۍ د هغو دولت مېشتو چارواکو په ملاتړ دې ډول کارونو ته لاس اوږدوي، چې خبره يې ځای نيسي او څوک يې د هېڅ ناقانونه کار پوښتنه نکوي.
په افغانستان کې د کانونو په برخه کې يوه بله لويه ستونزه د اکتشاف په نوم ورکړل شوي قراردادونه دي. دغه قرارداديان له کلونو راهيسې د اکتشاف په نوم سپړنې کوي او بهرنيو هېوادونه ته کاني توکي قاچاق کوي. دوی د کلونو په تېرېدو سره خپله ګټه او عوايد د اکتشاف په نوم له سپړنو تر لاسه کوي، چې هر قراردادي په دې برخه کې ميليونونه ډالره پوروړی دی، خو د حکومت حساب نه تصفيه کوي. قراردادي چې کله خپله ګټه پوره کړي، بيا وروسته حکومت ته وړانديز کوي، چې ګويا قرارداد لغوه شي، ځکه چې په هغه سيمه کې يې څه ندي تر لاسه کړي او زيان يې کړی دی.
د ډېريو کاني سيمو تثبيت له پخوا وختونو شوی او اوس هم تر هغه چې اساسي تثبيت ونشي، د اکتشاف چارې نه پيليږي، پوښتنه دا ده، چې څنګه دومره ډېرې کاني سيمې تشې وځي، حال دا چې دوه او درې کاله د قراردادي له لوري پکې د اکتشاف په نوم پوره کارترسره شوی وي.
همدا اوس په افغان دولت کې د کانونو د مافيا ستره برخه حاکمه ده او ټول هغه قراردادونه چې تر لاسه شوي، له يو دولتي چارواکی سره نه له يوه سره لېنک لري او دا کومه پټه خبره نه ده.
پکار ده، چې تر دې وروسته د افغانستان د عوايدو دې اصلي برخې ته ډېره پاملرنه وشي، ځکه چې افغانستان يوازې د خپلو کانونو د شفافو قراردادونو په مټ کولای شي، خپل لګښتونه پوره کړي او کولای شي، ددې په مټ خپلې زېربينا او روبينا يي پروژې پر مخ يوسي.
که کانونه همداسې په خپل سر و ايستل شي او يا يې د چارواکو له لوري قراردادونه د مافيايي کړيو په ولکه کې ورکړل شي، نو بويه چې افغانستان له دې لارې هېڅ هم نشي تر لاسه کولای.
نوی حکومت بايد د کانونو په برخه کې ورکړل شوي، ټول قراردادونه له سره وارزوي او هغه چې د افغانستان په زيان دي او يا هم د کان قراردادي په خپلو کړيو ژمنو نه وي ولاړ، له کوم ځنډ پرته لغوه کړي.