نن د کوره د ښار په لور روان د اړینو توکو د رانیولو په نیت، په لارو د موټرو بیړوبار ډیر وو نو فکر مي وکړو چي ښه به دا وي چي پلی ولاړ شم. د سرک په غاړه روان وم موټرو د پوخ سرک پر ځای په خامه کې راپسي موټر راپسي کړو، د هارن د رمباړو سره یې دوړو هم لاره راڅخه ورکه کړه، چي لږ څه دوړي کمي شوي نو یو موټر والا راته غږ کړ، ښار ته ځي؟
بس اراده مې بدله کړه او په موټر ورننوتلم.بس چي موټر ته ورننوتلم تود سیاسي بحث پکې روان وو، ډریور په یوه سا خبري کولي او د خولي لاړي الوتي، شاته سیټ کې دري ناست کسان هم په بحث کې شریک وو، یو پکي په اوږه ټپ راکړو چي څنګه ځوانه، زه دوړو وهلی په غم کې مګن ووم او ددوي بحث راته وار له مخه د سر درد وو، مخ مې ورته راوړولو او ورته مې وویل وروره زه په سیاست نه یم خبر، زما مسلک سیاست ندی، ورسره خواکي بل ملګري ورپسي سمدستي بله پوښتنه راغبرګه کړه چي ولي ته ددې خاوري استوګن نه یې؟
ما ورته ویل یم، بیا یې راته کړل چي یي نو بیا د افغانستان د اوسني حالاتو باید خبر اوسي. ما ورته بس همدومره وویل ښه، دریم سمدستي ورسره غاړه شو چي دوي یې څه کوي بس له خارجه به ورته راروانه وي، دوي ټولټاکني، مرګ ژوبله، غربت، فساد اداري، د خارجیانو بمباري څه کوي، ډریور ورسره ټپه را غبرګه کړه چي تیل او قیمتي کوم ځای ته رسیدلي. زما خوصله یې نوره هم راتنګه کړه او یوه ګړۍ مې داسي فکر وکړو چي ګواکې په افغانستان کې د ټولو شته جنجالونو او بدبختیو منبع همدا زه یم.
استاذ، ډریور څخه مې وپوښتل چي زدکړې دې سومره کړي او ورځنی امدن دې څومره دی؟ ده وویل چي دریم ټولګي پوری مې زدکړي کړې خو لیک لوست کولای شم او ورځي آمدن مې شا او خوا ۵۰۰ افغانۍ دی ایله ګوزاره پرې کیږي. ورته مې وویل چي ګرانه بهتره به دا وې چي خپل کار سره کار ولري او د بل په کار کې مداخله ونکړي.
ستا یې د سیاست سره څه، ته پدې فکر وکړه چي خپل اقتصاد څنګه لا قوي کړې، د کومه ځایه چي زه په موټر کې راسور شوی یم بس ستاسو ټول بحث او ناندرۍ په اوسني حالت دې او ملامتیا کله په یو او کله په بل وراچوۍ.منفي ګرایې کوۍ، په نظام، سیاست، اشخاصو، کړنو، داخلي، خارجي فکټورونو په منفي اړخ مو بحث روان کړی، خپل اعصاب هم خرابوۍ او د نورو فکر هم درسره نشته.
ډریور استاد مې وویل چي وروره که ډیرې خبري کول دې عادت وي نو بیا معقول کار وکړه، کله چي دې څوک موټر ته راخیژول نو چا چي سیاسي بحث کول نو یوه هیله ترې په کلکه کوه، ورته وایه وروره زه سیاست مدار نه یم، کومه ستونزه چي وایې د حل دوه لیاري یې ورسره وایاست، همدا ډول د ورځي په اوږدو کې له تاسو سره په سونو خلک خکته پورته کیږې دغه شان به تر ماښامه درسره د سلو ستونزو دوسوه د حل لیاري خلکو شریکي کړې وې او که چا سره یې د حل لیار نوه نو ورته وایه اشنا ما ډریورۍ ته پریږده، د پریشانۍ او د زړه بدوالي خبرې او ستونزي راسره مه شریکوه.
دغه شان که ستا دا لړۍ تر شپږو میاشتو دوام وکړي نو کیدایشي په راتلونکي دولت کې درته کوم وزیر د مشاور دنده درکړي.
د شکته کیدو په وخت کې زه شوم او که ډریو را څخه یې کرایه وا نه خستله، زما لاس یې ونیولو او راسره یې ژمنه وکړه چي ستا په لارښود به عمل کوم. روح الامین شاکر کابل ښار د اګست۳۰،کال ۲۰۱۴