کابل ته د تګ تیاری مې نیوه،چې ګړز شو،ځمکه ولړزیده،د کتابونو له المارۍ نا منظم کتابونه را وغورځيدل،حواس مې تیت و پرک شول،نه پوهیدم چې درنه چاودنه ده که زلزله،ګومان مې وکړ،چې دواړه یو ځای وو.

د کور انګړ او بیا کوڅې ته مې منډه کړه،کوڅه له خلکو ډکه وه،فضا له لوګیو ډکه وه،پرله پسې ډزې اوریدل کیدې،چا چا نه پوښتنه نه کوله،ټول پوهیدل چې د خدای پرستۍ په نوم خدای منکرو په دې شین سهار د خدای پربنده ګانو وړوکی قیامت راوستی .

پوه شوو،چې کورته مو لنډ د ملي امنیت اداره د برید موخه ده،ډزې زیاتې شوې،زر په کورونو ننوتو،له نورو نه شوم پوه،چې څه یې کول،خو ما جامې بدلې او د سفر غوټه وتړله.

هره خوا وحشت ځپلې وه،امنیتي ځواکونه او د موټرو غږونه یې اوریدل کیدل،پلی روان شوم،د لارې سپي چې مخکې به یې د لارویو پر لور له غپا سره د ژوند نښه ښوده،لا درکه وو،دوی هم لکه چې یا د مرګ وېرې اخیستي وو،یا د انسان قتلونې د دې نندارې په راز چې پوه شوي او خواشیني وي،پرسړکونو نه ښکاریدل.

د کابل موټر ته په ډک زړه او خواشینۍ وختم،کتل مې چې ځوان او فعال ملګری محمد اسلم امېد هم موټر ته راوخوت،زړه مې ښه شو،چې د زړه خوالې کس خو مې پیدا کړ.

امېد صیب،چې با فکره او مدني فعال دی،ډېرې ناویلې کیسې راته وکړې، د هرې کیسې درد د نننۍ پېښې د درد هومره و،په هره یوه کې د ننګرهار د بدې ورځې ډېر عوامل شریک وو.

هرې کیسې ښوده،چې د سولې او فرهنګ زانګو د خپل تاریخ په بدو شېبو کې دی،څو زورواکې کورنۍ،د واک انحصارګرې سیاسي ډلې او اقتصادي مافیا چې د ننګرهار لویه برخه نالوستي،تکراري او په فساد کې غرق چارواکي یې په ولکه کې دي،یوې خوا ته او د دولت د وسله وال مخالفت او جهاد په نوم د پنجابي دسیسو اجاروي نوکرانو بلې خوا ته د خلکو ژوند تریخ کړی.

فساد هماغسې چې ادعا یې وه او لاریونونه یې پرضد کیدل،پرخپل ځای باقي دی،نوي والي چې د دې پدیدې خلاف د مبارزې کومې غوړې وعدې کړې وې،د عملي لاسته راوړنو یوه بېلګه ونه ښودل شوه،چې د کوم لوی فساد عامل یا عاملان نیول شوي او مجازات شوي وي.

د نا امنۍ لمنه ترڅو امنو ولسوالیو هم رسیدلې،له جلال اباده لږ باندې څوک ډاډه سفر نه شي کولای،یو دیني عالم چې په جلال اباد کې د یوې غونډې پروخت د دولت د ظالم دښمن عملونه غندي،په څو ورځو کې وژل کیږي،خپله والي چې د جهاد او زړورتیا خبرې کوي،د څو جدي بد امنیو له کیدو سره کابل ته پناه وړي،ورځ تربلې د دولتي حاکمیت د محدودیدو خبرونه خپریږي،د مدني ټولنو،ولسي استازیتوب،قومي مشرولۍ او نورو موقفونو مدعیان هم تقریباً ټول د ځایي حکومت او نا اعلان شوي اپوزیسیون د لاس آلو په توګه غلي او کله د دوی په اشاره شور ماشور کوي.

د کابل څرخي پله ته چې ورسیدو،له نهو بجو اوښتې وې،له یوه خبریال ملګري نه مې په ټلیفون د پېښې او وضعیت احوال واخیست،ویل یې یو مازدا موټر د ملي امنیت د عمومي دروازې مخې ته چاودول شوی،بیا څو وسله وال د ملي امنیت ودانۍ ته ننوتي او تراوسه وسله وال مقاومت کوي.

هغه ورځ مې ټوله د ننګرهار په ویربې خونده او له غمه ډکه وه.

د ورځې په اوږدو کې منتظروم،چې د دغې بدې پېښې او د چارواکو د بې کفایتۍ خلاف به کوم لاریون،خبري کنفرانس یا غبرګون د ولس د استازیتوب او مدني فعالیت د دعوه ګیرو لخوا وښودل شي،خو د څو ورځو له تېریدو سره هیڅ داسې کوم مسولانه عمل ونه شو.

د پېښې د ورځې په مازیګر د ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي وو،چې والي پردغې پېښې خواشیني ښودلې،دې نه اخوا کومه خبره نه وه،نه د دښمن جدي غندنه،نه د پېښې د علت په اړه کومه خبره او نه یې د هدف او پردې شاته لاسونو په باره کې معلومات.

په ننګرهار کې دا پېښه د خپلې بڼې لومړۍ نه وه،ممکن وروستۍ هم نه وي،په ښار کې کله د خلکو ژوند داسې تریخیږي خو د نا امنو سیمو هره ورځ دې ته ورته حال وي،خو څوک ځان نه پرې پوهوي،ځکه ستونزه ورځ تربلې جدي کیږي.

د ننګرهار ستونزې ته د مرکزي دولت عادي نظر له کلونو راهیسې د دې ستونزو د دوام یو لوی عامل دی،ننګرهار ته باید کم نظر ونه شي،دا مهم او سرحدي ولایت دی،که پکې د عاجلو اصلاحاتو په اړه فکر ونه شي،د دولت لپاره لوی سرخوږي له دې ځایه پېښیدای شي،ښه ده چې د ستونزو له پراخیدو مخکې یې د حل چاره وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *