تر ډېرو كلونو وروسته د علومو اكاډمي په تشكيل كې پنځلس بستونه د علومو اكاډمي په وړانديز اود چارو  د ادارې  په موافقې سره زيات شول  او وروسته له څو كلونو څخه د افغانستان د علومو اكاډمي ته د شموليت كادري آزموينه نن چهارشنبه د  سنبلې د مياشتې په ۱۲ نېټه د علومو اكاډمي د كانفرانسونو په تالار كې د علومو اكاډمي د اړوندو څانګو د باصلاحيته هيئت په حضور كې واخيستل شوه .

په دغه آزموينه كې د بېلابېلو څانګو لكه حقوقو او سياسي علومو ، اقتصاد ، تاريخ او اتنوګرافي ، اسلامي علومو ، ژورناليزم ، زراعت ، طب ، پښتو ادبيات ، ځمكپوهنه ، او اوزبكى ژبې ۳۴ تنو نارينه او ښځينه كانديدانو  برخه اخيستې وه .

1د ازموينې پروسه ډېره شفافه او د ګډونوالو د قناعت وړ وه ، بايد يادونه وكړو ، هغه كانديدان چې په دې آزموينه كې بريالي شي ، وروسته د يونسكو په يوه نړيواله ژبه كې هم ترې آزموينه اخيستل كيږي او په دواړو ازموينو كې تر بريالتوب وروسته د علومو اكاډمي په علمي كادر كې شامليږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *