تاند- د ناټو د غړیو هیوادونو مشران نن د بریتانیا په ویلز ایالت کې خپله دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان په اړه په خبرو پیلوي.

دا به په بریتانیا کې د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لویه غونډه وي.

همداراز دا به د شیکاګو له سرمشریزې وروسته د ناټو لومړنۍ غونډه و. د شیکاګو سرمشریزه، چې په هغې کې هم د افغانستان په اړه بحث شوی و، په ۲۰۱۲ کې جوړه شوې وه.

تر دې پخوا د ناټو مشران په ۱۹۹۰ میلادي کال په لندن کې هغه مهال رایوځای شوي ول چې مارګرېټ تاچر د بریتانیا صدراعظمه وه.

د ناټو په دې سرمشریزه کې، چې نن پرانستل کېږي او سبا هم دوام کوي، د ناټو د لویو هیوادونو لکه د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولان او نور ګډون وکړي.

په دې غونډه کې به د شپېتو نورو هیوادونو جګپوړي وزیران برخه واخلي.

دا سرمشریزه په داسي وخت کې جوړېږي چې ناټو له افغانستانه خپل پوځیان باسي او په اوکراین کې بې ثباتي زیاته شوې ده.

دوی به په دې سرمشریزه کې چې یو شمېر کاري غونډې به یې د ویلز ایالت په سیلټیک منر او یو شمېر نورې د دغه ایالت په مرکز کاردیف کې جوړې شي، له تروریستي تهدیدونو رانیولې تر انترنټي یا سایبري مسایلو پوري پر هغو موضوعاتو هم غور وکړي چې د ناټو هیوادونو ملي امنیت ګواښي.

خو د غونډې د بحث لومړۍ موضوع به افغانستان وي.

ناټو په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې دا غونډه به د لندن په وخت د ماسپښین په یوه بجه، چې د افغانستان څلور نیمې کېږي، پیل شي.

د دې سرمشریزې په لړ کې به د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم په موازي ډول غونډې ولري.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان له لوري هغه کاندید، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش په نتیجه کې بریالی پېژندل کېږي، په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي خو د رایو د تفتیش کار زیات وخت وغوښت بناً د افغانستان حکومت خپل دفاع وزیر بسم الله محمدي دې غونډې ته ولېږه.

د ناټو مشران به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو هیوادونو د پوځیانو پر رول خبرې او پرېکړه وکړي. ټاکل شوې ده چې د ناټو تر مشرۍ لاندې د ایساف د روان کال د دسمبر تر پایه خپل ټول محارب پوځیان له افغانستانه وباسي خو یو شمېر پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او هغو ته د مشورې ورکولو لپاره پرېږدي.

تراوسه پوري د دغو پوځیانو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده شوې ځکه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، چې د کار دوره یې پای ته رسېدلې ده، له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه او نوی ولسمشر غوره نه شو.

د افغانستان د ولسمشر دواړو کاندیدانو ویلي و چې د واک ته رسېدو په صورت کې به امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *