تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي چې د نن شپې تر ۸ بجو پوري به د ټولو رایو تفتیش بشپړ شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، تاند ته وویل چې تر تېرې شپې پوري له ۲۲ زره دوه سوه ۲۲ رایبکسونو څخه یوازې ۷۰۰ صندوقونه پاتې ول چې دا اووه سوه به نن ورځ د شپې تر اتو بجو پوري وکتل شي.

سرچینې وویل چې د رایو د تفتیش له بشپړېدو وروسته به کاندیدان ۴۸ ساعته فرصت ولري چې د تفتیش او د باطل شویو رایو په اړه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته شکایت وکړي. د شکایت په صورت کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پر شکایتونو د غور لپاره څو ورځې وخت ته اړتیا لري.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون ټیم به، چې مخکې یې هم پر یو شمېر باطل شویو رایو شکایت کړی و، ممکن بیا شکایتونه درج کړي خو ګومان نه کېږي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دې شکایت وکړي ځکه داسي ښکاري چې شکایت د رایو پر پایلو محسوس اغېز نه شي لرلی.

له بلې خوا د اصلاحاتو ټیم ویلي چې د رایو تخنیکي پروسه یې بایکاټ کړې او نتیجې په هر حالت کې نه مني.

پرون د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړه کاندیدان له ولسمشر کرزي سره په ګډه غونډه کې ونه توانېدل چې موافقې ته ورسېږي.

حامد کرزي له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې په بریالیتوب د انتخاباتو د پای ته رسولو لپاره په خپل منځ کې خبرې وکړي.

خو دواړه انتخاباتي ټیمونه وايي چې په دې خبرو کې، چې د ولسمشر دواړو مرستیالانو او د کورنیو چارو وزیر هم حاضر ول، کومه مشخصه نتیجه ترلاسه نه شوه.

0 thoughts on “د رایو تفتیش به د نن شپې تر ۸ بجو بشپړ شي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *