تاند- د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون ټیم نن له خپل سیال ټیم اصلاحاتو او همپالنې وغوښتل چې د دوو کاندیدانو د موافقې پر اساس د رایو د تفتیش پایله ومني چې د ولسمشرۍ دانتخاباتو وروستۍ نتیجه ژر اعلان شي.

د بدلون او دوام د انتخاباتي ټیم جګپوړو غړیو تاکید وکاوه چې د افغانستان خلک باید نور په ناڅرګند او غیریقیني حالت کې پرې نښودل شي.

د افغان ملت ګوند مشر او د دوام او بدلون د ټیم غړي ډاکتر انوارالحق احدي د خپل ګوند یوې لویې غونډې ته وویل:«د دواړو کاندیدانو ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ د شوې موافقې یوه برخه دا وه چې د رایو د تفتیش نتیجه به مني. نو موږ د عبدالله له ټیمه غواړو چې د تفتیش د بهیر پایله ومني څو د انتخاباتو وروستۍ پایله اعلان شي او د خلکو راتلونکې څرګنده شي. او نوی ولسمشر خپله دنده پیل کړي.»

خو د عبدالله ټیم وايي چې د انتخاباتو پایلې به یوازې هغه وخت ومني چې پاکې رایې له ناپاکو بېلې شي او د رایو د تفتیش پروسه شفافه او حقیقي وي.

د عبدالله عبدالله د اصرار په نتیجه کې د انتخاباتو کمیسیون مجبوره شو چې د څه باندې ۲۰۰ نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې ټولې رایې وڅېړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اعلان وکړ چې تېره شپه د ټولو رایو تفتیش بشپړ شو او اوس د شکایتونو لپاره کاندیدانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکوي.

د رایو پر تفتیش، چې ټاکل شوې وه په یوه میاشت کې بشپړ شي، ۴۸ ورځې ولګېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *