تاند- په داسي حال کې چې د کابل امنیه قومنداني او پولیسو د پغمان د پېښې په تړاو په لنډ وخت کې د مجرمانو په نیولو ویاړ کوي داسي شکونه پیدا شوي چې ممکن نیول شوي کسان د دې جنایت اصلي عاملان نه وي.

ویل کېږي چې د کابل امنیه قومندان، چې په انتخاباتو کې د جنجال پیدا کولو لپاره د دسیسې په طرحه کولو تورن دی، هڅه کړې چې له دې جنایته د ځان په ګټه استفاده وکړي او خلکو ته ځان یو قهرمان وښيي.

په همدې حال کې ځیني حقوقپوهان وايي، تر څو چې محکمې پرېکړه نه وي کړې پولیس حق نه لري چې د متهمانو اعترافات رسنیو ته وښيي یا مجرمان له رسنیو سره خبرو کولو ته اړ باسي.

د دوی په وینا ممکن نیول شوي کسان مجرمان نه وي او له هغوی څخه په زور اقرار اخیستل شوی وي.

ویل کېږي چې پولیس له تورنو کسانو څخه د اقرار اخیستلو لپاره د شکنجې او مخدرو موادو په شمول راز راز وسایل کاروي.

راپورونه وايي، هغوی چې د کورنۍ له غړیو سره یې دا لوی جنایت شوی، په دې جنایت کې پولیس ښکېل بولي.

د کابل پولیس وايي چې جنایتکارانو د پولیسو یونیفورم اغوستی و.

خلک بېلابېل قومندانان او د هغو پلویان، چې د کابل د پولیسو له قومندان سره تنظیمي اړیکې لري، په دې جنایت کې په لاس لرلو تورنوي خو تر څو چې محکمې پرېکړه نه وي کړې او اصلي مجرمان محکمې نه وي محکوم کړي دا ادعاوې به یوازې او یوازې د ادعاوو تر حده وي.

تر دې پخوا کله نه دي اورېدل شوي چې پولیسو دې مجرمان په دومره لنډ وخت کې او هغه هم په یوه بل ولایت کې نیولي وي. دا هغه څه دي چې د پغمان د قضیې په اړه یې شکونه زیات کړي دي.

0 thoughts on “د پغمان د جنایت په تور نیول شوي کسان اصلي جنایتکاران دي؟”
  1. دتاند محتره ويب سايټ مسؤلينو ته سلام ما څو ورځی مخکی پدی هکله يوه تبصره ليکلی وه،هيله ده چي هغه په نظر کی ونيسي،اما اوس فقط دا وايم هر هغه کار چي دظاهر قوماندان په وسيله شوی وی هغه مجرم يا په نام مجرم ډير ژر پيدا کيږی،ده ته يي لاره ښه معلومه ده،په پښتوکی يو متل ده چي وا يي(يو دی کار دغه دی بل په پوهيږی)نو پدی اساس دقضايي ارګانونو څخه هيله ده. لمړی : قضيه دپوليسو څخه تسليم شی،تر څو دشخص دقهرمانی په خاطر بي ګناه انسانان اعدام نشی.دوم:دامتهمين کورنی (اولادونه )، خپلوان ؛ اوقوم لری نوضرور بلل کيږی چي تری پوښتنه وشی.دريم:ددی اشخاصو دمحکمی لپاره دجمهور ريس لخوا دخاص قضايي کميسيون جويړيده ، تر څودقضيي دحقيقي لوری معلوم شی ،بل درست حقيقت دهغو اشخاصوپه لاس کی دی چي پری تيری شوی اودهغوی خپل شهادت .داموضوع ډيره مهمه ځکه ده چي نور تری دشخصی دښمنيو ،مقام اوداسی نوری ګټی پورته نکړی.الله دی په ټولو افغانانو ورحميږی.

  2. دتاند محترم ويب سايټ مسؤلينو ته سلام ما څو ورځی مخکی پدی هکله يوه تبصره ليکلی وه،هيله ده چي هغه په نظر کی ونيسي،اما اوس فقط دا وايم هر هغه کار چي دظاهر قوماندان په وسيله شوی وی هغه مجرم يا په نام مجرم ډير ژر پيدا کيږی،ده ته يي لاره ښه معلومه ده،په پښتوکی يو متل ده چي وا يي(يو دی کار دغه دی بل په پوهيږی)نو پدی اساس دقضايي ارګانونو څخه هيله ده. لمړی : قضيه دپوليسو څخه تسليم شی،تر څو دشخص دقهرمانی په خاطر بي ګناه انسانان اعدام نشی.دوم:دامتهمين کورنی (اولادونه )، خپلوان ؛ اوقوم لری نوضرور بلل کيږی چي تری پوښتنه وشی.دريم:ددی اشخاصو دمحکمی لپاره دجمهور ريس لخوا دخاص قضايي کميسيون جويړيده ، تر څودقضيي دحقيقي لوری معلوم شی ،بل درست حقيقت دهغو اشخاصوپه لاس کی دی چي پری تيری شوی اودهغوی خپل شهادت .داموضوع ډيره مهمه ځکه ده چي نور تری دشخصی دښمنيو ،مقام اوداسی نوری ګټی پورته نکړی.الله دی په ټولو افغانانو ورحميږی.

  3. دا نو بلکل چتیات دی مجرمین په دی شه پوهیژی چه اقرار یعنی مرگ او دوی په تحقیقی ویدیوی که د اقرار د لهجه نه ددوی حالت معلومدار دی چه کوم زور او اجبار هغه سرنگه چه تاسو یی وایی نه لیدیل کیژی بل دا چه هغه زنانه چه ددغه وحشیانو قربانی وی حاضر ی او دوی وپیژانده نو که بیا هم تاسو ته مسخره ی معلومیژی خدای دی تاسو پوه کری

  4. محترمو ورورونه کسان اصلی نیول شوی دی ټول غله دی هغه غله دی چی زه یی له ډیر نیزدی نه پیژنم ټول غله دی محترمو په لیکنو سره مو دی خلکو دماغونه مه مشوش کوی اصلی کسان دی ۷ کاله نظر نامی بندی وه څه کم یو کال کیګی چی له بندی خانی را خوشی شوی دی یو هفته بعد یی بیا غلاکانی شروع کړی تر څو چی دا نه جبران کیدونکی جنایت یی تر سره کړ او د پولیسو له خوا ونیول شو خو داسی ګنګسی دی چی یو څه کسان غواړی په دی مورد کی مزاهری وکړی چی دا اصلی مجرمان ندی دا مزاهری به رهبری کیږی له طرفه دی غټ غله چی روسان سره د جهاد په وخت کی وړکی ول خو د شمالی مقامت په نامه جنګ کی ډیر فعال وّ………..خدای پاک دی دویته خپلی ساز ورکړی او هغو مظلومانو ته دی صبر ور نصیب کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *