د چین یو پوهان کنفیوشیس څخه خپل یو شاګرد وپښتل، ښه حکومت څنګه وي؟
کنفیوشیس ځواب ورکړ: د حکومت بنسټ پر دريو بنسټیزو خبرو ولاړ دی:
۱:د خوراک زیاتېدل
۲:د فوځ موجوديت
۳:پر حکومت د خلکو باور
شاګرد: که په دې دریو خبرو کې یوه خبره سرته ونه رسیږي، هغه کومي دوه خبرې دي چې یو هېواد ته اړینې دي؟
کنفیوشس: خوراک دې نه وي.
شاګرد: او که دوه خبرې سر ته ونه رسيږي؟
کنفیوشیس: پوځ او خوراک دې نه وي، خو پر حکومت د خلکو باور اړین دی او که د خلکو باور په حکومت ختمیږي، نو دولت به ختم شي او حتی د دولت نوم او نښان هم نه پاتې کيږي.
يوه ورځ کنفيوشس له خپلو شاګردانو سره په يوه غرنۍ سيمه کې سفر کاوه، په لاره کې يې يوه مېرمن ولېده، چې پر يوه قبر پرته ده او ژاړي. کنفيوشس د دې د غم علت وپوښت. معلومه شوه، چې پر دې ځای يوه زمري د دغې مېرمنې زوی وخوړ. مېرمنې په ژړا ژړا وويل، چې له دې مخکې همدې زمري د نوموړې مېړه او پلار خوړلي دي. کنفيوشس په حيرانتيا سره وپوښتل:-
تا دومره خطرناک ځای ولې نه پرېښود؟
مېرمنې ځواب ورکړ:
“ځکه چې دلته د يوه ظالم حکومت نشته.
کنفيوشس خپلو شاګردانو ته مخ ور واړاوه او ورته يې وويل:
ګورئ بچيانو! ظالم حکومت له زمريانو څخه هم ډارونکی وي.
زه د یو افغان په حیث له ښاغليو اشرف غني او ډاکټر عبدالله څخه غوښتنه کوم، چې د دوی هدف باید څوکۍ نه، بلکې د افغانانو روښانه راتلونکی وي، ځکه چې موږ ډاکتر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ته د سر په بدل رایه ورکړې، هومره قربانۍ يې ورکړې، چې شايد د ځمکې د سر يوازينۍ هېواد به وي، چې د يوې ډلې سپنږرو ګوتې دې د رای کارونې په بدل کې پرې شوې وي، خو دا ټول د راتلونکو نسلونو د ښه سوکاله او پر ځاند بسيا ژوند لپاره وشول، چې نور ددې خاورې فقير ولس د بل محتاج نشي. دې ولس دغه کارنامه ددې لپاره تر سره کړه، چې نور نسلونه يې نالوستي پاتې نشي او افغانستان له نړۍ سره سیال کړي.
ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله باید د افغانانو رایو ته احترام وکړي، ځکه چې دا ولس نور جنګ نه غواړي او هغه پردی جنګ چې پرې تپل شوی، د هغه ختمول غواړي. همدا اوس نړیوالې مافیايي کړۍ، رسني او استخبارات داسې تبلیغات کوي، چې ګويا افغانان به یو ځل بیا د کورنیو جګړو ښکار شي. انګلیسي ویب پاڼه د (اکانومېسټ) ادعا کوي، که چېرې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د ټاکنو ناندرۍ پای ونه مومي، نو د افغانانو تر منځ به یو ځل بیا خونړۍ شخړې او تعصبات پیل شي.
هغه کسان چې د خپل واک په خاطر په دې بې وزله ولس حساب کوي، چې ګويا د دوی د ګټو لپاره به يوځل بيا ټوپک اوږې ته اچوي او د دوی د ګټو لپاره به بيا د وينو سېندونه بهوي، ميندې به بوروي، خويندې به ورروي او مېرمنې به کونډوي، نو دا خوب دی، داسې خوب چې تعبير يې هم بايد همغه ډلې پخپله وکړي. فکر نه کېږي، چې نور دې دا ولس تېر ايستل شي، هغه ځکه چې ددې ولس ستره برخه راويښه شوې، يوازې څو کسان چې ددې مشرانو په دسترخوان ور ټول دي، هغه د حساب وړ نه دي.
ای افغانانو آیا تاسو غواړی، دا وطن وران شي او د نورو ناوړه ګټو لپاره خپل بچیان بیا قربان کړی، آیا تاسو داسې مشر غواړی، چې ستاسو راتلونکی د خپلو منافقو ګټو لپاره تباه کړي.
د عبدالله دويم مرستيال او مشهور جنګسالار محمد محقق ويلي، چې د ډاکتر اشرف غني لوري خپل دريځ سخت کړی او د ملي وحدت حکومت د جوړولو خبرې ناکامې شوي دي، خو خبرداری يې هم ورکړی، چې که د ټاکنو پايلې له کوم جوړ جاړي پرته اعلان شي، نو بحران به نور هم ژور شي. ان ښاغلي محقق د افغانستان د تجزيې تر بريده ګواښ کړی دی.
بل خوا د اسلامي جميعت ګوند اجرايي مشر قومندان عطاء محمد نور بيا پر خپلو ټولو پلويانو غږ کړی، چې د شنو او نارنجي اعتراضونو لپاره ځانونه تيار کړي. د نظار شورا پلويانو د خلکو تر منځ داسې ګونګسې خپرې کړي، چې د کابل شاوخوا يې بې شمېره وسلې وېشلې او ډېر ژر به په بلخ کې د قومندان عطاء له خوا حکومت اعلان شي.
لومړۍ خو ولس نور له ټوپک ستومانه دی، دا وسلې که چېرې هم اخلي هغه اوباشان او نامسوول کسان به يې چلوي، چې له سره يې له پخوانيو جنګسالارانو سره ګټې او رېشتې شريکې دي.
اوس دواړو کانديدانو ته پکار ده، چې ناکام خپله ناکامي ومني او پرېږدي چې د افغانانو د ښه راتلونکي لپاره بريالی کاندي، يو ټيم جوړ کړي، دا ولس له دې ناپايه جنګ څخه نور وژغوري.
باید په زغرده وویل شي، چې افغان ولس جنګ سالارانو او مافيايي کړيو ته هېڅ راز اړتیا نلرو، دا ولس یو داسې مشر غواړي، چې افغانستان ته سوله، ثبات راولي، نالوستي يې لوستي کړي، وږي يې په ګېډه ماړه او په تن پټ کړي.
دا هېواد يوې پياوړې اردو او امنيتي ځواک ته اړتيا لري، يوه پياوړي اقتصادي نظام ته اړتيا لري، چې مافيا پکې رېښې نه وي ځغلولې او لاسونه يې ترې لنډ وي. دا ولس له نړيوالو سره ښې اړيکي غواړي او له ګاونډيانو سره داسې سياست چې پر بنسټ یې نور افغانستان د هېڅ لوري تر ګواښ لاندې نه وي او نه هم د کوم پردي هېواد استخبارات پکې خپل راج او باج وچلوي.
که کفن وي د ورېښمنو او د بل وطن احسان وي
بې کفنه مې دفن کړی، خو چې ځمکه د وطن وي
تر ټولو بد حکومتونه چې د افغانستان په تاریخ کې ډېر بدنام او تاریخي پړه ور باندې لوېدلې ، هغه د شاه شجاع ، امیر دوست محمد ، او تور امیر ( امیر عبدالرحمن خان ) حکومتونه دي . خو تر هغوی هم ډېر بدنام حکومتونه د خلقیانو او پر چمیانو وو چې خپل ملت او خپله خاوره یې د نورو په اختیار کې ور کړه . خو تر هغې لا پسې بدنام حکومتونه د تش په نامه کودتایي مجاهدینو وو چې خپل ملي تأسیسات او ملي شتمنۍ یې په ذات البیني جګړو کې د پردیو استخباراتو په اشاره چور او له منځه یووړې . خو تر دې ټولو بدنام ترینه څېره د تېکنوکراتانو ( د ښاغلي کرزي خان ) (۱۳ ) کلنه دوره وه چې ټوله په مصلحتونو ، زدو بندونو ، چور تالان ، غلاوو ، مافیایي کارونو ، اختلاسونو ، رشوتونو ،زناکاریو او نورو ملي ضد کارونو باندې تېره شوه . اود حکومت هره برخه یې د ونډو پر بنأ ولاړه وه . ( ۱۱۰ ) فارمي مشاورین یې په ګزافو معاشونو او نورو امتیازونو له ځانه سره تر ننه پورې ساتلي دي . لوړ پُستونه او د آزاد بازار مارکېټونه یې په اجاره ور کړي . خپل ملت او ټوله نړۍ یې سره ولړله . د انتخاباتو بهیر یې په لوی لاس د بحران خواته پرې ور ټېل واهه . چې په پلمه یې هم د خپلې شخصي راتلونکې او لاسوهنو له پاره ټول ملي بانکونه پرې تش او غلا کړل ، هم یې خپل نا اهله ، غله او همزمان له (۳۶) استخباراتي اېجنسیو سره تړلي کسان په نورو باندې په حساسو پُستونو کې تر ریْس پورې پر را تلونکي دولت تحمیل او ځای پر ځای کړل ، هم یې په واک کې د پاتې کېدو له پاره خپلې مذبوحانه هلې ځلې وکړې . او هم یې تر نیم میلیون زیات افغانان د خپلو شومو اهدافو قرباني کړل . او ملت یې یوه نامعلوم برخلیک ته ور ټېل واهه . خو انشاء الله چې هېڅ ځای به ور ته ونه نیسي .او د توطیْو په دغه کوهي کې سره له یارانو یې په خپله ورلوېد لی دﺉ .