استاد احمل ښکلی

موږ پردي اغېز ته په ډېره بده سترګه؛ خو په هغو ولسونو کې موږ هم يو، چې ژر او ډېر اغېزمنېږو، ځکه چې د اغ��ز پر ګټو او زيان نه پوهېږو، افراط او تفريط پکې کوو، کنفيوزډ يو او خپل کولتوري، علمي او هنري توليد مو کمزورى دى.

تاريخ راته ښيي، چې ټولنې په تېره ګاونډې ټولنې د يو بل د کولتوري، علمي او ژبني اغېز پوروړې دي. مثلا: پښتنو له فارسيانو، هنديانو، مغولو او نورو نه د ژوند ژواک ډېر وسايل پور کړي. په پښتو ژبه کې هم د فارسي، مغولي، هندي او نورو اغېز جوت دى.

پخوا دا اغېز زياتره تر ګاونډو ټولنو پورې محدود و؛ خو اوس نړيوال شوى دى. د ټولنو ترمنځ د اړيکو او د اغېز د لېږد وسايل ډېر شوي. اوس دې هره ټولنه او هره ژبه ګاونډۍ ده او ژوند او فرهنګ دې په اسانه اغېزمنولاى شي.

له دې نه ښکاري چې ټولنو ته له يو بل پرته ژوند سخت دى.

د اغېز اړتيا ځکه شته، چې هر ملت غواړي، چې ځان ته ژوند اسانه او ښکلى کړي؛ ځکه نو اړ دى، چې د بل ملت له پرمختللو تجربو استفاده وکړي.

په ژوند کې يو ډګر ادب هم دى، چې د نورو ژبو له ادبياتو هرومرو اغېزمنېږي. يو ښه مثال يې لاتيني ادب دى، چې له يوناني ادبه يې افراطي استفاده وکړه.

 که له فردي پلوه يو شاعر له بل شاعره اغېزمنېداى شي؛ نو ادب هم له بل ادبه اغېزمنېداى شي او دا هم اصلا پر فردي اغېز ولاړ دى؛ خو په دې توپير چې ښايي دا اغېز يو شاعر يا ليکوال د بلې ژبې له شاعر يا ليکوال نه واخلي.

د پښتو په ولسي ادب کې خو د دې اغېز څرک لږ سخت دى، ځکه ولسي ادب زياتره د بندو کولتوري شرايطو زېږنده وي او بهر ته يې لاره سخته وي؛ خو ليکني ادب کې يې په اسانه په ګوته کولاى شو.

زموږ ليکنى ادب پر دوو ستنو ولاړ دى، يو يې خپل توليد دى، بل يې اغېز دى. د پښتو ادب دا اغېز د پښتو ادب له لومړۍ دورې جوت دى. په لومړۍ دوره کې پښتو له عربي او فارسي نه د ديواني شاعرۍژانرونه پور کړل. سليمان ماکو له عربي او فارسي نه د د تذکرې د ليکلو طرز واخيست.

په دويمه دوره کې دا اغېز نور هم پوخ شو. تصوف راغى. ورسره د ديواني شاعرۍ فورمونه پوره راننوتل او د خوشال او رحمان بابا پر خپل پښتني مکتب سربېره، غوټ هندي سبک راپور شو، چې د مدعاالمثل، نوخطو، حسن تعليل او خيال پردازۍ ټولې ځانګړنې يې راپور شوې.

په درېيمه دوره کې پښتو ته د اردو له لارې له لويديځو ادبياتو نه لنډه کيسه، ډرامه، ناول، ازاد نظم، کيسه ګۍ ادبي ټوټه او نور په سلګونه اغېزه راغلل. همداسې د رياليستي او سوسياليستي ادبياتو اغېز دى.

د پښتو ادب مطالعه راته وايي، چې د پښتو ادب زياته برخه پر اغېز ولاړه ده. پښتو ليکني ادب نورو ته ډېر څه نه دي ورکړي، خو له نورو يې ډېر څه اخيستي دي، ځکه چې پښتنه ټولنه لا نورو ته د ورکړې جوګه نه ده. د يوې ټولنې ادب هله شتمن او د پور د ورکړې وړ شي، چې فرهنګي پرمختګ وکړي. په فرهنګي پرمختګ کې ساينسي او فلسفي پرمختګ هم شامل دى. پر ادب باندې د ساينس او فلسفې اغېز جوت دى. ادبي بدلون سوچه ادبي نه وي، له بهره هم يو هڅاند وي، چې ادب پر نوې لار روان کړي. په لويديځ کې چې کله په فلسفه او ساينس کې بدلون راغلى، ادب يې اغېزمن کړى، هغه که کمونيزم دى، که اګزيسټينشليزم دى، که ماډرنيزم دى او که پوسټ ماډرنيزم. په لويديځ کې د کلاسيسيزم، نيو کلاسيسيزم، ايډياليزم، رومانتيسيزم، رياليزم، سمبوليزم او نورو ايزمونو جرړې له ادبه بهر دي؛ نو له دې معلومېږي، چې تر څو يوه ټولنه په ساينس او فلسفه کې نوښت ونه کړي، په هنر کې ورته خپل نوښت سخت دى او دا هم په اغېز کې راځي. پښتانه لا د ساينسي او فلسفي پرمختګ جوګه نه دي، چې خپل هنري توليد ولري او نورو ته هم پکې پور ورکړي.

پر دې بنسټ پښتو ادب د نورو ادبياتو اغېز ته اړ دى. که پرمختګ او نوښت غواړي، د نورو له ادبي اغېزو به هم استفاده کوي.

په ادبي اغېز کې ژانري، ژبنى او موضوعي اغېز راځي. پښتو ادب په دې درېواړو برخو کې له نورو ادبياتو اغېزمن شوى دى.

اوس چې اغېز مجبوري شوه؛ نو دا اغېز بايد ناارادي نه وي، ځکه ناارادي که موږ د بل ادب اغېز خپل ادب ته راننباسو، ښايي د خير پرځاى تاوان ورواړوو.

د پښتو ادب په نثر و شعر کې دې وروستيو څو کلنو اغېزمنتياوو ثابته کړې، چې اغېز، شاعر او ليکوال ارادي هم اخيستلاى شي.

که اغېز ارادي وي، بيا پنځګر د اغېز ګټې او تاوانونه بېلولاى شي او اغېز يې هم افراطي نه وي، ځکه اغېزمن پنځګر پر هغه او دې ادب دواړو پوهېږي.

په دې وروستيو کې پر ځينو پښتنو شاعرانو د اردو د جون ايليا او منېر نيازي د شاعرۍ اغېز پروت دى. په اردو کې دا دواړه وسمهالي بريالي شاعران دي او له تجربو يې پکار ده، چې پښتو شعر استفاده وکړي؛ خو شعوري او ارادي استفاده. که دا استفاده ناارادي شي؛ نو بيا لکه په کلاسيکه دوره کې چې زموږ ځينو شاعرانو د فارسي د شعر پر خيالونو او فکرونو خېټه اچولې، دغسې به دوى هم دا ظلم وکړي، بلکې خپل تشخص به پکې ورک کړي. د بل له طرزه اغېزمنېدل که مجبوري ده؛ نو د بل خيال اخيستل غلا ده او دا د اغېزمنتيا افراطي شکل دى.

که اغېز ناارادي وي؛ نو ښايي د بل ادب داسې شاعرانه ترکيبونه او کلمې راننباسو، چې زموږ له ژبې او ټولنې سره به نه پيوندېږي، بلکې خپل هنري دود به مات کړو او د خپلې ژبې څېره به وروروانه کړو.

همداسې چې په لنډو کيسو کې د لويديځ له تجربو استفاده کوو؛ نو هم د خپلې ټولنې او ژبې اړتياوو او جوړښت ته دې ګورو او تش اغېز دې نه پور کوو.

پايله دا راوځي، چې اغېز ضرور دى؛ خو چې ارادي وي، چې پنځګر په دې پوه شي، چې خيال نه شم پور کولاى، دا کلمه يا ترکيب زما په ټولنه کې نه چلېږي، خرابوي يې او زما په ټولنه کې يې انډول دا دى او دا اغېز راته ضرور او روا دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *