انسان چې هر نېک عمل کوي، نو په دنيا کې يې بدله وررسېږي، که په دې دنيا ورنه کړ شي، نو په اخرت کې خو ارو مرو ورکړ کېږي . کافر ته د هغه د نېکۍ بدله په همدې دنيا ورکړ کېږي، له مور او پلار سره ښه چلن کوونکيو بچيو ته په اخرت کې د دغې ښېګڼې بدله ورکړ کېږي او اخرت سر بېره په دنيا کې هم غوره بدله ورکړ کېږي، ځکه چې په عملي ژوند کې له مشاهدې ثابته خبره ده، کوم هلک چې له مور او پلار سره نرم او ښه چلن کوي، نو په زړښت کې يې بچي له دوى سره هم ښه چلن کوي؛ خو د دې پر عکس که څوک له مور او پلارسره ناوړه چلن کوي، نو په زړښت کې به يې بچي هم ورسره هماغه چلن کوي. له مور او پلارسره ښه چلن او ښېګړه کوونکي په رښتيا نېکبخته دي او داسې کسان کله له کومې ستونزې سره مخ شي، نو په دغسې نازک وخت کې ورته دغه نېک عمل رارسېږي او سړى له ستونزو خلاصوي او په دې لړ کې تاسې د نبي کريم هغه حديث نه دى اورېدلى؟ چې درې کسان په يوه سمڅه کې وو چې يو لوى ګټ راورغښت او د سمڅې خوله يې بنده کړه او بيا د هغه کس په دعا چې له مور او پلار سره يې ښه چلن کړى و؛ لرې شه، سره له دې چې دغه ګټ يوې لويې ډلې هم نه شو لرې کولاى. په دې ځاى کې د لوستونکيو په خدمت کې هغه حديث وړاندې کول مناسب ښکاري، ځکه له هغه به تاسې ته معلومه شي چې له مور او پلار سره ښېګڼه په ستونزمن وخت کې څومره پکار راځي. عبدالله بن عمر رضي الله عنه وايي چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خولې واورېدل چې په بني اسرائيلو کې درې کسان په سفر وتلي وو، په لار کې پرې شپه راغله، نو درېواړو د شپې تېرولو لپاره يوې سمڅې ته پناه يوړه، لږ وخت وروسته له غره نه يوه غټه ګټ راورغښت او د سمڅې خوله يې بنده کړه، نو درېواړو په خپلو کې دا سلا او مشوره وکړه چې له دې ازمېښت نه د خلاصون يوازينۍ لاره د خپلو نېکو عملونو په واسطه له الله نه دعا غوښتل دي ! تا ته معلومه ده چې زما موراو پلار (نو دوى پخپل خپل عمل سره دعاګانې وکړې) په دوى کې يوه وويل، اى الله بوډاګان وو او ماښام به ما تر هر چا مخکې هغوى ته شېدې ورکولې، تر دوى مخکې به ما خپلې، بچيو او مال ته شيدې نه ورکولې، يوه ورځ د ونو په لټون کې زه لرې تللى وم، کله چې بېرته راغلم، نو موراو پلار مې ويده شوي وو، ما د ماښامي شېدې ولوشلې؛ خو چې د موراو پلار خوا ته ورغلم، نو دواړه ويده وو، ما يې له خوبه پاڅول ښه ونه ګڼل او نه له هغوى نه مخکې خپلو کوچنيانو او مالونو ته شېدې ورکول هم ونه زغملاى شو، نو د شېدو پياله په لاس يې سر ته ودرېدلم، په دې هيله چې له خوبه رابيدار شي او کوچنيانو مې زما له پښو سره چغې وهلې، تر دې چې سبا شو او موراو پلار مې وېښ شول، خپلې بېګانۍ شېدې يې وڅښلې، يا الله! که دغه کار ما يواځې ستا د رضا لپاره کړى وي، نو مونږ له دغې ستونزې نه خلاص کړه؛ (نو ددې دعا په پايله کې) دغه غټ ګټ کې لږ وښورېده، لږه رڼا سمڅې ته راننوته؛ خو بيا هم له سمڅې نه د وتو لار نه وه چې ترې راوتي واى؛ دويم کس دعا وکړه: اى الله! زما د تره يوه لور وه چې زه پرې ميين وم، نو يو ځل ما له هغې نه د نفساني خواهشاتو ترسره کولو هيله وکړه؛ خو هغې دې کار ته غاړه کېنښـوده؛ خو بيا يو وخت داسې هم راغى چې قحط ما ته مجبوره کړه، ما هغې ته په دې شرط يو سلو شل اشرفۍ ورکړې چې هغه به له ما سره يواځې کېږي، نو هغې دې ته غاړه کېښوده، کله چې زه پر هغې لاسبرى شوم (او هغه زما تر کنترول لاندې راغله او زه يې د پښو تر منځ کېناستم، نو هغې وويل چې له الله ووېرېږه او دا مهر (پرده) په ناحقه مه ماتوه، اى الله! د هغې دې الفاظو پر ما ستا وېره راوستله او زه له هغې نه لرې شوم، سره له دې چې له ټولو خلکو نه هغه ما ته ډېره ګرانه وه او ما هغې ته د سرو هغه ورکړې اشرفۍ هم پرېښودلې، اى الله! که دغه کار مې ستا د رضا لپاره کړى وي، نو مونږ له دې نازل شوي مصيبت نه وژغوره! نو هغه ګټ لږ نور هم وچاوده؛ خو دوى اوس هم له دغه سمڅې راوتلاى نشول، نو درېيم کس دعا وکړه: اى الله! له ما سره څه مزدورانو کار کاوه، ټولو ته مې مزدوري ورکړه، يواځې يوه مزدور له خپلې مزدورۍ اخيستو نه پرته لاړ، ما د هغه د مزدورۍ پيسې په کاروبار بندې کړې، له هغو نه ډېر مال جوړ شو (يعنې د هغه پيسو ډېر مال وګاټه) څه وخت پس هغه ما ته راغى او ويې ويل چې اى د الله بنده! ما ته مې خپله مزدوري راکړه، نو ما ورته وويل چې دا څه اوښان، غوايان، ګډې وزې او غلامان چې تا ته ښکاري دا ټول ستا د هغو پيسو ګټه ده چې ما ته دې پاتې شوې وې، هغه وويل چې په ما پورې ټوکې مکوه، نو ما ورته وويل چې ټوکې در پورې نه کوم، نو هغه زما له وضاحت نه وروسته ټول مال يوړ او له هغو نه يې هيڅ يو شى پرې نښود، اى الله! که دا کار ما يوازې ستا د رضا لپاره کړى وي، نو دا مصيبت چې مونږ په کې ښکېل يو له مونږ نه لرې کړه، نو ټول ګټ د سمڅې له خولې نه ايسته شو او ټول بهر ته راووتل. (صحیح البخاري، حدیث:۲۲۷۲