په کابل کې په تیرو کلونو کې د شهید د اوونۍ د نمانځلو پر مهال د ګڼو تنظیمي جنګسالارانو زورواکۍ د کورنۍ او تنظيمي جګړې شاهدي ورکوي، هغه شېبې چې زيات افغانان  فکر کوي ښايي په ٢٠١٤م کال د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته بيا تکرار شي. ډیر افغانان وايي، له لرو ولایتونو نه پرته چې هر وخت  په مرکز کابل کې د جنګسالارانو د زور ازمایلو ته ګوري ډېر خپه کېږي. دوی نه شي ويلاى چې په افغانستان کې شرايط سم شي او هر سړى به په سوله کې ژوند کولاى شي.

د ګډوډې رامنځته کېدو امکان:

د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د (وږي) په ۱۸ مه نیټه په کابل کې کله چې د شهید اوونۍ نمانځل کېده وېره او وحشت خپور و. په هغه ورځې کابل خلکو ته د کورنيو جګړو تصوير ورکړ، په درنو او سپکو وسلو سمبال کسان په بې پلېټه موټرونو کې ګرځيدل او په کورنۍ جګړه کې د واکمنې ډلې بيرغ يې له ځان سره ليږداوه. پر دې ورځ حکومت نه و، پردې ورځ اساسي قانون او نور قوانين نه وو او پردې ورځ هر کابلى له هر ډول برخليک سره مخ کېدى شو. په نيمه پوځي جامو کې وسله والو په خپلو ګاډو د یو شخص تصويرونه لګولي وو، لارې او څلور لارې يې بندې کړې وې.  پر دې ورځ د کابل فضا ويرې او وحشت نيولې وه او هر چا د خپل ځان د خوندي کولو لپاره غوره ګڼله چې په خپل کور کې و اوسي. پر دې ورځ همدغو کسانو د افغانستان پر يو شخصي ژوندون ټلوېزون او د کابل ښار کې يې دهوتخېلو په سیمه کې په ملکي وګړو  بريد وکړ. که افغان حکومت او په ځانګړې ډول امنیتي ارګانونه د دغو لنډغرو وسلوالو مخه ونه نیسي دا يو خطرناک حرکت دى او ښايي تاوتریخوالي ته لار اواره کړي.

د شهیدانو ترمنځ درغلي:

دولت تیر دولس کاله یوازې د یو شخص تلین نمانځي او یو نیم ملیون شهیدان يي له یاده استلي دی. پر افغانستان د شوروي ښکیلاک یرغل او د افغانانو پاڅون ددې لامل شوچې په هېواد کې خونړۍ جګړه پیل شي. دغه جګړي کلونه کلونه په افغانستان کې وغځيده او په ټول هېواد کې ددې جګړې  له امله تر یو نیم ملیون ډیر افغانان ووژل شول. د طالبانو تر رژیم وروسته افغان حکومت د وږي د میاشتې وروستۍ اوونې د شهید د اونې په ورځ ونوموله، د شهید د ورځې په نمانځنه کې هم دولس کاله کیږي چې درغلي روانه ده. د یونیم ملیون شهیدانو یادونه یوازي د یوه کس په نمانځنه خلاصه کیږي. افغانانو د اسلام او افغانستان لپاره خپل سرونه نذرانه کړل خو دولت تیر دولس کاله یوازې د یو شخص تلین نمانځي او یو نیم ملیون شهیدان يي له یاده استلي دی. د څو اشخاصو د ورځو نمانځنه د مظلوم ولس د بیت المال پیسو مصروفول له افغان مظلوم ولس سره ستر خیانت دی. اوس افغان ملت چې د حکومت ددغې کړنې زوریږي ټینګار کوي چې د شهید اوونۍ تعریف شي او خلک پر دې وپوهیږې چې د شهید اوونۍ یعنې څه؟

د پوځي موټرو او یونفورم څخه د شخصي او غیري اصولي ګټې اخیستني مخه  باید ونیول شي. په دې برخه کې اغیزناک ګامونه نه دي اخیستل شوي او لا هم د لوړپوړو دولتي چارواکو، پولیسو او ملي پوځ له موټرو څخه شخصي ګټه اخیستل کیږي. او پولیس هم د ټولنې خدمتګار دی نه د یو شخص یا یو نتظیم د وژل شوي قومندان د انځورونو نصبول وکړي، د شهید د اوونۍ د نمانځې پر ورځ په روڼ حالت کې لیدل کیږي چې پر ژوندون تلوېزیون د ډبرو ګزارونه کوي او د پولیسو ټول قوانین يي تر پوښو لاندې کړل که افغان حکومت ددې ډول کړنو مخه ژر تر ژره ونه نیسي باور لرم چې راتلونکي ټاکنې سپوتاژ کړي او د هېواد امنیت وضیعت به ښه په خوندور ډول کرغیړن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *