تاند- د افغانستان یوې محکمې نن په علني یا ښکاره غونډه کې، چې له تلویزیونه خپرېده، د پغمان د پېښې په تور اووه تنه په اعدام محکوم کړل.
د محکمې قاضي متهمان پر څلورو ښځو د تجاوز، وسله والې غلا او د پولیسو له یونیفورمه د استفادې په خاطر مجرمان وبلل.
د پغمان جنایت افغانان سخت په غوسه کړي او هر افغان مجرمانو ته د اعدام غوښتنه کوي. ولسمشر کرزي هم پرون وویل، سره له دې چې د اعدام سزا یې نه خوښېږي او تروسه وسه هڅه کوي چې څوک اعدام نه شي خو دغو جنایتکارانو ته د علني اعدام غوښتنه کوي.
اووه تنه محکومان، د متهمانو په شنو کالیو کې د قاضي مخته ودرېدل، له پغمانه کابل ته له روانو موټرونو څخه د ښځو په کښته کولو او پر هغو په ډله ییز تېري او غلا یې اعتراف وکړ.
فرانس پریس خبري اژانس وايي، د محاکمې په بهیر کې، چې یوازې په څو ساعتونو کې بشپړ شو، متهمان د وسله والې غلا په خاطر په اعدام محکوم شول.
د پېښې یوه قرباني وویل:«موږ د خپلې کورنۍ له غړیو سره پغمان ته تللي و. د بېرته راتګ په وخت ، دوی لار راته ونیوله او موږ یې له موټرونو کښته کړو. یوه یې د توپک خوله زما سر ته ونیوله، نورو ټول زېورات راڅخه واخیستل، پاتې نورو هغه کار وکړ چې تاسو ټول خبر یاست.»
څرګنده نه شوه چې تورنو کسانو مدافع وکیل درلود او که نه درلود.
اعدام خو دشی خو ارزو داده چه په چوکونوکی څوړند تر یوی هفتی څوړند پاته شی اداپه غټ او لوی عبرت وی هغه لو پرو هغه بی موره او بی پلاره حرامیانوته څوک چه دغسی غیر اخلاقی کارونه کوی
I hope all criminals and murderers get punished like these.