کل رحمن رحماني

هېڅ وخت مې نه غوښتل، چې زما له ټولو کمزوريو خبره شې. زما هيله دا وه، چې ټول عمر دې پر وړاندې د يوه داسې دنګ څلي او يا شنه نښتر په څېر ودرېږم، چې ته مې سيوري ته دمه وکړې او زما د نارينه غرور په اړه شنه خوبونه وګورې.

   څوک پوهېدل، چې يوه ورځ به ددې دښتې خړې او سوځوونکې سيلۍ زما ملا ماتوي، له مجبورۍ به ستا غېږې ته پناه دروړم او ستا شنه خوبونه به پاڼې پاڼې شي. زه پرېوتم، ما د خپلو پرهرونو له درده چيغې وهلې او تا مې د ټولو کمزوريو او پرانېستي غرور غوړېدلى کتاب ټکي په ټکي ولوست.

   اوس مې يوازينۍ هيله داده، چې همداسې مات او ويده مې پرېږدې، نه غواړم له هغو دوو وږو شاهينانو سره مخ شم، چې زما د ويښېدو او پاڅېدو انتظار باسي او زرګونه نا ځوابه پوښتنې يې راته ساتلي دي.

زه همداسې ښه يم، زما له څانګو او رېښو نه لا هم د هغې مهربانه خاورې بوى او طبيعت نه دى وتلى، چې خپلو بچيانو ته د مينې او مهربانۍ تر څنګ د ياغيتوب او سرکشۍ شيدې هم ورکوي.

٢٠١٤ د سپټمبر ٥مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *