د افغانستان انتخاباتي بهیر هم نړیوال ریکارډ جوړ کړ، دا په نړۍ کې تر ټولو اوږده ټاکنیزه پروسه وه چې لا یی هم برخلیک څرګند نه دی. لرې به ځو، یوازې د دوو هغو هیوادونو مثال به راوړم چې زموږ په پرتله له هر پلوه غیر متجانس او ګڼ نفوسه دي، خو د ټاکنو پایلې یی په څو ورځو کې اعلان او اوس یی نویو حکومتونو د برنامو عملي کولو او ورځنۍ عادي چارې پیل کړي. هندوستان او ترکیه یادوم، د یوه د نفوس شمیر تر ملیارده هم اوښتی او د بل یوازې په ټاکنو کې د ګډونوالو شمیر زموږ د ټول هیواد د نفوس تقریبا دوه برابره و. دا منم چې د یادو هیوادونو د ډیموکراسۍ تاریخچه تر موږه پخوانۍ ده، خو دا هم ومنۍ چې هغوی هم له ګڼو ستونزو خالي نه دي، فقط توپير په دې کې دی چې هلته ولسونه بیدار او په ملي مسایلو کې یوه خوله، خو دلته موږ یو څه بې پروا او ملي ګټو ته د شعار تر بریده ژمن یو، ګنې له تیرو شاوخوا پنځو میاشتو څخه به د قدرت یو څو تنو وږیو په کوم جرت د ملت له نامه په استفادې د قدرت غوښتنې چنې وهلې، دوی به په کومه ژبه د ولس له رایو د دفاع په پلمه داسې ګواښونه کولای شول چې افغان او افغانستان ته له بربادۍ پرته بل ارمغان نه لري.

سمه ده او د ویاړ خبره وه چې وطن کې مو تر اوږدو کلونو جګړو او ناخوالو وروسته ولسواکي بیا وغوړیده، لر او بر افغانانو له هر راز سختو شرایطو او ننګونو سره سره په ټاکنو کې دومره پراخ ګډون وکړ چې ډیر ورته حیران پاتې شول، خو افسوس چې مشرۍ ته ولاړ ځینو د قدرت ارمانژلو پر خپلو تیرو کړنو پښیماني ونه ښوده، بلکې لا یی په ډیرې سپین سترګۍ خپل هوس ډاګیزه کړ او لا پرې ټینګار کوي. که خبره د ملي وحدت وي، نو هغه خو په تیر دیارلس کلن نظام کې هم ډیر ښه ټینګ شو، د هر مجبوریت له مخې چې وو، ډیر پښتانه، تاجک، هزاره، ازبک او د هر قوم اکثره هغه کسان په کې د واک او ځواک خاوندان وو چې اکثریت ولس ته د منلو نه وو، خو ولسمشر ځان د ملي یووالي سمبول ښودلو په خاطر پر خلکو وتپل او خلکو هم اهلیت او سابقې ته په نه پامنیوي د زمانې د جبر له مخې ومنل.

طبعي ده چې اوس هم د افغانستان په څیر یوه غیرمتجانسه ټولنه کې د یوه قوم مشري له انصافه لرې ده، له سیاستوالو نیولې بیا تر عوامو پر ملي یووالي هوکړه کړې او کوي يي، خو دا ملي یووالی باید له تیره توپير ولري، دا ځل ملي وحدت حکومت د تیر په څیر د هغو اشخاصو د ګډ قدرت په مانا ونه وسي چې کرزي صیب راټول کړي وو، دا حکومت باید له هغو اهل او ژمنو کسانو څخه جوړ وي چې له مسلکي پوهې سره سره له هر ډول فساد او جنایتونو هم پاک وي، فرق نه کوي چې که هغه د دې خاورې له هرې سیمې، هرې ژبې، هر مذهب او هر قوم څخه وي. د ټاکنو پایلو منلو ته دواړو کاندیدانو یو نه بلکې څو څو ځلې غاړه کیښوده، خو دا چې د پایلو تر اعلان مخکې د یوې غاړې لخوا د بایلونکي لپاره د قدرت زیاتولو پر مسلې چنې وهل کیږي، نو ښکاري چې دوی نه ټاکنو ته ژمن دي او نه هم د ډیموکراسۍ بل هیڅ اصل ته، بلکې د اوس لپاره د دوی یوازینی هدف د سیاسي قدرت ترلاسه کول دي او د راتلونکې لپاره له همدې لارې ښايي ډير نور داسې اهدف ولري چې اټکل یی هم نه شي کیدای، ځکه هغه څوک چې د خپلو دومره ګټو لپاره په میاشتو میاشتو د ولس له برخلیک او ژوند سره لوبیدای شي، نو څه فکر کوئ چې د نورو سترو مقاصدو لپاره به څه ونه شي کړای، مطلب مې د وطن تجزیی ته لاره برابرول او خدای مکړه د دې خاورې ویشل دي. فکر کوم که ولس اوس هم له خوبه راویښ نه شي او د سر په قیمت ورکړو رایو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي، نو په سباني هر ناورین کې به د دوی ښکیلتیا بې دلیله نه وي، هیوادونه پر ولسونو ابادیږي او د ولسونو له لاسه ورانیږي، اوس نو انتخاب زموږ خپل لاس کې دی چې د ملي وحدت تر چتر لاندې بیا هم پخوانیو ازمویلو ته ځای ورکول منو، که په رښتینې مانا ژمن او پاک اشخاص غواړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *