ختیځ ادبي بهیر د خپلو ځانګړو غونډو په لړ کې دا اوونۍ د پیاوړي، لیکوال، شاعر، ژورنالیست او نقاد مصطفئ سالک د ادبي او هنري پنځونو د درناوي په موخه یوه درنه غونډه جوړه کړې وه.

دغه پرتمینه او شانداره غونډه د ۱۳۹۳ کال د سنبلې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د جلال اباد ښار په سپین غر هوټل کې جوړه شوې وه، چې په د ختیځو ولایتونو پر فرهنګیانو سربېره د خوست، پکتیا، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو څخه راغلو فرهنګیانو او د سالک مینوالو په کې برخه اخیستې وه.

1په غونډه کې د ښاغلي سالک د ژوند، هنر او ادبي لاسته راوړنو په اړه راغلو میلمنو خبرې اترې وکړې او نوموړی یې د پښتو ژبې پیاوړی، لیکوال، شاعر، ژورنالیست او نقاد یاد کړ.

د غونډې په پای کې برخوالو د هیواد وتلي انځورګر حمدالله ارباب لخوا د سالک په ویاړ له پرانیستي انځوریز نندارتون لیدنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *