تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي او د امریکا سفیر نن په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره د افغانستان د انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.

درې خواوو دا خبرې په داسي حال کې وکړې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو د ټولو رایو تفتیش بشپړ شوی او د شکایتونو کمیسیون هم خپل کار پای ته نژدې کړی دی. د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي او د یوناما مشر یان کوبیش او په کابل کې د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کنینګمز د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بهیر د پرمختګ د څرنګوالي په اړه ولسمشر حامد کرزي ته معلومات ورکړل.

یان کوبیش وویل چې د انتخاباتو د بهیر ځیني وروستۍ تخنیکي چارې لا پاتې دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به بشپړې شي او د انتخاباتو پروسه به ورسره پای ته ورسېږي.

په خبرپاڼه کې د هغو تخنیکي مواردو یادونه نه ده شوې چې لا یې کار پاتې دی او نه په دې اړه څه ویل شوي چې هغه به کله بشپړط شي.

له دې جلا پرون ملګروملتو ویلي و چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به د روان سپټمبر تر لسمې /چهارشنبې/ پوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش ټولې چارې بشپړې شي او نتیجې به اعلان ته چمتو شي.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم ویلي چې ممکن د روانې اوونۍ تر پایه د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *