تاند- د سعودي عربستان د ملک سعود پوهنتون په یوه څېړنه کې څرګنده شوې ده چې اکثره سعودیان له خپلو نوکرانو سره په زور یا رضا جنسي اړیکې لري.

د سعودي عربستان د دغه مشهور پوهنتون، چې په ریاض کې دی، په څېړنه کې ویل شوي چې په سلو کې ۵۸ ښځینه نوکرانې له یو نه یو چا سره ناروا جنسی اړیکو ته اړ ایستل کېږي، په سلو کې ۳۴ د کور له خاوندانو سره جنسي اړیکې لري او په سلو کې ۴ نورې بیا په کورونو کې له نارینه نوکرانو سره جنسي اړیکې لري.

د دې څېړنیزې سروې مشر فهد الغامدي وايي چې د سروې هدف دا و چې معلومه کړي د پردیو په کورونو کې ښځینه نوکرانې څه ډول ژوند لري خو د ده په وینا د سروې نتیجه خورا شرمناکه وه.

په سروې کې پوښتل شویو ښځو ته ژمنه ورکړای شوې وه چې د دوی نوم او ادرس به نه افشا کېږي.

ویل کېږي چې د سعودي عربستان په ټولنه کې، چې ظاهراً تر ټولو قیدګیره ده او څوک پکې د فحشا تصور نه شي کولی، تر ډېرو زیاتو ازادو ټولنو فحشا زیاته ده.

حتي په لوېدیځو هیوادونو کې عرب شیخان د فحشا او شهوانیت سمبولونه ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *