په کونړ او ځينو هغو سیمو چې له ډيورنډ کرغیړنې کرښې سره نږدې پرتې دي د پاکستان له لوري هره ورځ کرغېړن توغندي وېشتل کېدل، د تل په څېر بې ګناه افغانان شهیدانول، ټپیانول او له کورونو په کډه کولو اړ وېستل.

افغان حکومت تر ډېره وخته ټوکه ګڼله سر یې نه ورباندې ګرځاو او نه یې دې وړو جمپونو ته سوکه کاوو.

اخیر دې پېښو په رسنیو کې سخت زور واخيست او په پارلمان کې د کونړ ولایت وکیلان بیچارګان له خوبه وېستل، په سترګو یې ورغوي تېر کړل، ارمیږي یې واېستل او د خپل ولس له کرږو سره یې خپل خوبولي غږونه یو ځای کړل، ولس مشر مجبور شو چې د ملي امنیت د لوی ریس په ګډون یې د وزیرانو مشورتي مجلس د ارګ ماڼۍ ته را وغوښتل.

ټاکل شوې وه چې غونډه به د ورځې په اتو بجو پیل کېږي، خبریالان د تالار له مخې ډله، ډله کېدل، وزیران بیچارګان یو، یو راځي له خوبه ځانګي، ځکه چې نن تر بلې هرې ورځې مخکې له خوبه پاڅیدلي، څه باندې لسو بجو ته را غوښتل شوي کسان پوره شول، په تالار کې په اوږده میز داسې را تاو شول لکه د کرمبول لوبه چې کوي، د ولس مشر په انتظار یې دروازې ته داسې ژر، ژر کتل لکه د لوبې دانې (ګټي) چې د هغه په جېب کې وي، لس نیمې بجې وې چې ولسمشر هم د خدای په فضل سره را ورسېد د غونډي ګرد ګډونوال ورته ولاړ شول، خبریالانو ته د داخلېدلو اجازه ورنه کړل شوه او د بندو دروازو تر شا د بانډار تابیا وشوه، د اوږده مېز په سر کې د تل په څېر ولس مشر کښېناست او خبرې یې پیل کړې: ستړي مه سئ ، ستړي مه سئ، خدای مو راوله!!

زموږ او تاسو د نن ورځې خبرې به د دوست هېواد پاکستان له لوري زموږ په سرحدي سیمو د توغندیو د وېشتلو په اړه وي، موږ باید ولس ته ځواب ورکړو او د دوست هېواد پاکستان څخه په کلکه وغواړو چې که خپه کېږي نه، نو توغندي دې بند کړه، موږ به د خپل ولس له بوغارو خلاص شو او تاسو ته به مو مرمۍ دروسپمېږي.

او که یې بند نه کړئ، نو زموږ د دفاع وزارت ته امر کوم چې لازم تدابیر د ورته عمل لپاره ونیسي.

د دفاع د وزارت له نوم اخیستلو سره سم د ټولو وزیرانو سترګې د دفاع وزير ته ور واوښتې.

د دفاع وزیر په چوکۍ کې غیچ ناست وو او په مبایل کې بوخت و، چې یو ناڅاپه د مبایل ټنګ شو، له ټنګ سره سم وزیر صیب له خوشالۍ جګ ودرید او په غیر ارادي توګه یې په زوره نارې کړې: واه، واه، واه دولس زره نمرې مې پوره کړې!!

د نوموړي له ناڅاپې چیغې سره د ملي امنیت ریس صیب له چوکۍ را ولوید، هغه بیچاره یې په خوب کې وبیراوه.

ولسمشر او وزیران حیران شول چې دا څه خرلمبیت دی؟؟؟

ولسمشر په وزیر غږ وکړ: په څه شي کې دې دوولس زره نمرې واخستې؟!

وزیر صیب وویل: صیب، صیب په مبایل کې مې د مار په ګیم کې دوولس زره نمرې واخیستې.

د یو شمېر کم نیته وزیرانو زړه ته ونه لوېدله او دوولس زره نمرې یې ورباندې پیرزو نه شوې، په وزیر صیب راټول شول تر څو ثابته کړي چې ریښتیا یې دوولس زره نمرې اخیستلي دي؟

په تالار کې یو څه ګډوډۍ جوړه شوه، ولسمشر د مشکل د مخنیوي په خاطر د پاکستان د توغندیو په وړاندې د تصمیم نیولو غونډه سبا ته وځنډوله او اعلان یې وکړ، چې اوس مو په مخه ښه، سبا به بیا په اتو بجو سره ګورو.

نور خو نو چې په افغانستان کې د چارواکو کار سبا ته پاتې شوی، هغه لمر بیا هېڅ وخت نه دی را ختلی، چې دده پاته کار لپاره سبا راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *