د ارزګان والي الحاج امان الله تیموري نن د غرمي وروسته د ولایت په مقر کې د ټولو نادولتي مؤسساتو او انجوګانو د مسؤلینو سره لیدنه وکړه، د دي لیدني پر مهال د مؤسساتو استازو خپلي شته ستؤنزي د والي سره شریکې کړي او د هغه د حل لارو په برخه کې ئي د ولایت مقام څخه د مرستي غوښتوتنه وکړه. په یاده غونډه کې د ارزګان ولایت د مدني ټولنو استازو هم برخه اخیستي وه چې والي او د مؤسساتو مسؤلینو ته ئي د ځوان نسل د بي کاري په برخه کې خپلي اندیښني څرګندي کړي، په ځواب کې والي له دوي سره د هر راز مرستي ژمنه وکړه، ښاغلي تیموري پخپلو خبرو کې د نادولتي مؤسساتو او انجوګانو مسؤلین د خپلو اُصولو په رڼا کې د ځوان نسل په جذب او هغوي ته د کاري زمیني برابرول د هغوي وجیبه او دا ئي د هغوي یو ټولنیز مسؤلیت وباله..

ښاغلي تیموري یاد مسؤلین د ولایت مقام سره د ښي همغږي او مناسبه کاري روحي د رامنځته کولو لوري ته وهڅول او په پائ کې ئي د لازمو سپارښتنو ترڅنګ د هغوي په ټولو چارو کې د روڼوالي غوښتنه وکړه ترڅو د ارزګان ولسونو ته په ریښتینۍ ډول خدمت سرته ورسوي او د هغوي په ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

دوست محمد نایاب

د والي ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *