په اسلامي ټولنه کې د شرعي حدودو جاری کول یوه جدی اولازمي اړتیا ده چې د ټولنې ټول وګړی اوپه ځانګړی توګه اسلامي حکومت باید د هغه د تطبیق اوپلی کولولپاره هلې ځلې وکړی ځکه چې له دې لارې په ټولنه کې نظم اوعدالت تامینیږی، فسادله منځه ځي ، د خلکوعزت او آبروخوندي کیږی ،او په ټولنیزژوندانه کې د هوساینې اوامنیت پایې ټینګیږی ،د جرمونوکچه ټیټیږی اوبالاخره په ټولنیزنظام کې اعتدال اوبرابری منځ ته راځي که چیری د اسلامي شریعت د قوانینوپه رڼاکې مجرمینوته سزاورکړل شی دټولنې نوروګړی بیادداسې ناوړه اعمالودسرته رسولولپاره اقدام نه شی کولای نوپه دی اساس ددی مهمواواساسي اهدافودلاس ته راوړلولپاره په اسلامي ټولنه کې داسلامي نظام موجودیت لمړنی اواساسي شرط ګڼل کیږی چې دټولنې ټول وګړی بایددهغه دحاکمیت لپاره لاس په کارشي اودظلم ،فساد،رشوت اوبربریت دپرځولواوله منځه وړلولپاره یوبل ته دورورولی لاسونه ورکړی اودهغه په وړاندې په ګډه مبارزه وکړی اویوداسې عادل نظام رامنځ ته کړی چې داسلام دسپیڅلی دین داساساتوسره سم دانساني ژوندانه په هره برخه کې مناسب اوپرځای اقدامات وکړی ترڅودټولنې دخلکومادی اومعنوی ارزښتونه لاپیاوړی شی اودآرامۍ ،عزت اوسوکالۍ احساس اوآرمانونه یی ترسره شې . خوپه افغانستان کې په تیروځوارلسوکلونوکې پردیوپه لمسون داسلامې اوشرعی حدودودقوانینو پرځای دجزاګانو داسې قوانین جوړشول چې هیڅکله دحقانیت پولی ته نه شی رسیدلی اودادافغانستان مسلمان ،مجاهداوغیورولس اوآن نړیوالوته په ډاګه شوه چې داخیالي اودبشرپه لاس جوړشوی قوانین دټولنې دزیانمنوخلکوددردونو درمل نشی کیدلای ،ټولنیزنظم اواعتدال منځ ته نشی راوړلای نوپکارده چې دمحمدي شریعیت قوانینواوارشاداتو ته غاړه کیږدو اودهغه دعملی کولولپاره نه ستړی کیدونکی هلې ځلې وکړوترڅو دژوندپاتې شیبی په پوره ډاډ ،هوساینی اوعزت سره تیری کړو. په ورستیوکې دکابل ولایت دپغمان په ولسوالی کې دیوشمیربې غیرته ځناورولخواډلیزسرقت،اوپه معصومومیرمنوباندې ډلیزجنسي تیری چې مخکې یې ساری نه ؤلیدل شوی ترسره شوداهغه کسان ووچې مخکې یې هم څوڅوځله دی ته ورته ناوړه کارونه سرته رسولی ؤ،خو دهمدې حکومت له خوا بیرته خوشی شوی ؤو همدارنګه دوی په دی سره ډاډه ؤچې که چیری بیادکوم جرم مرتکب شی داوسنی حکومت له لوری به بیادپیسواوواسطی په زور بیرته خوشی شی ،خوداځل حکومت دافغانستان دمسلمان اومجاهد ولس له سختونیوکواوغبرګونونوسره مخ شو اودهمدی پیښی دعامیلینولپاره یې داسلامي شریعت دجزادقوانیومطابق دسختې جزاغوښتنه وکړه ددې لپاره چې حکومت دولس له پاڅونونواوغبرګونونوڅخه ځان بچ کړی نویې دهمدې پیښې دعامیلینولپاره دسختې نه سختې جزا(اعدام)حکم صادرکړ.
نعمت الله پټانزی ۱۳۹۳/۶/۱۵