یوناما د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي مرګ ژوبلې په راپور کې ویلي و، ډیری ملکی زیان د مخالفو وسله والو له لوري په بمي چاودنو او وسله والو بریدونو کې رامنځ ته شوی دی.

په راپور کې راغلي و، وسله وال د جګړې پر مهال له خلکو د سپر کار اخلي او د جګړې پر مهال د خلکو په کورونو او کلیو کې سنګر نیسي.

د دې راپور له خپریدو سمدستي وروسته د ‌‌طالبانو له لورې د راپور د خپریدو غندنه وشوه او دغه راپور یې د افغان حکومت له لورې د طالبانو د بدنامولو دسیسه وبلله.

تېره پنجشنبه د وږې په ۱۴مه د غزني په ښار کې د دوو موټر بم بریدونو تر څنګ د چارواکو په وینا ۱۹ وسله والو هم په جګړه لاس پورې کړ، چې د غبرګو سترو چاودنو او جګړې په ترڅ کې ۱۱۶ کسه ملکي وګړی ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ تنه ټپیان شول.

1دغه راز د ځاني زیان تر څنګ خلکو ته دروند مالي زیان هم واوښت، چې په کې د کندهار اډې ته څېرمه د لسو سترو مارکیټونو او سلګونه دوکانونو تر اتیا سلنه زیاته برخه ونړېدل.

‌‌طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تر چاودنې څو دقیقې وروسته د برید پړه ومنله او یواځي حکومتي لورې ته د زيان او ښتو ادعا يې وكړه.

ښایي ذبیح الله مجاهد دغه پېښه د بلوچستان له چمن ښارګوټي په ټیليفون څارلې وي، له ولسي زیانه به هم خبر و، خو لكه د ارګون د پېښې پر دې يې هم پښه تېره كړه.

د طالبانو له خولې ېوه خبره مشهوره ده، د دوى په جګړه او چاودنه كې كه چاته زيان واوړي وايي، كه ښه خلك وو، جنت ته به ولاړ شي او د مالي زيان به يې خداى اجر وركړي.

له چاودنې یوه ورځ وروسته غزني ته راغلم نړیدلی عروس البلاد مې په خپلو سترګو ولید، د دې چاودنو زیان له هغه څو چنده زیات دی، چې چارواکي او رسنۍ یې یادونه کوي.

د غزني والي موسی خان د پېښې مالي زیان اتیا میلیونه افغانې اټکل کړی، د دولتي پلاوی له لورې دغه اټکلي زیان بیخي ړوند راته ښکاره شو، زه پر ټولو نړیدو حکومتي او نا حکومتي ودانیو وګرځېدم، یواځې ا‌طلاعاتو او کلتور ریاست ته اوښتی زیان تر اتیا میلیونه افغانۍ زیات دی.

د آطلاعاتو كلتور، موزيم او البيروني عامه كتابتون ودانۍ په بشپړه توګه نړيدلې، د راډيو او ټلويزيون چې دوه جلا ودانۍ دې اتيا سلنه نړيدلي او د ټلويزون او راډيو، ټول وسايل او دستګاوې تخريب او تر خاورو لاندې شوې دي.

د کندهار له زړې اډې چې د ښار په لور روان شې، له تباهي او بربادي پرته بل څه په مخه نه درځي، نړيدلي ودانۍ، وازه خوله ولاړ دوكانونه او شاوخوا د چاودنې له زوره الوتې، ډبرې، د اوسپنو ټوټې، ماتي هنداري او د ورسيو او دروازو ټوټې خورې ورې پرتې دي.

خلك چې له دې سيمې تيريږي، په ويره او وارخطايي څك څك وكړي او ټيټ سر خپله مخه واخلي.

څو كاله مخكې د قره بآغ په ولسوالۍ كې امريكايي ځانګړو ځواكونو د يوې كورنۍ درې غړي ووژل او دغه كسان يې وسله وال مخالفين وبلل، خو طالبانو دا رد كړه او وژل شوي كسان يې بې ګناه كيلوال ياد كړل.

طالبانو د دې پېښې په غبرګون د قره باغ خلك لاريونونو ته وهڅول او ان د ځيني كليو خلك يې په زور مظاهرو ته اړايستل، چې د امريكايي ځواكونو د شپنيو عملياتو او چاپو غندنه وكړي.

دغه لاريونونه درې ورځې په قره باغ او اندړو كې روان و او د څو ساتونو لپاره به يې د ټرافيكو پر مخ د كابل كندهار لاره تړلې وه.

هغه وخت هم طالبانو خلك په دې نيت لاريون ته نه دي هڅولي، چې ګويا د بهرنيوځواكونو له لورې په شپنيو عملياتو كې د ملكي تلفاتو مخه ونيسي بلكي موخه يې دا وه، چې د ملكي لاريون كوونكيو غږ پورته كړي او پخپله دوى له دې عملياتو ځان وساتي، ځكه طالبان له شپنيو عملياتو ډير تنګ راغلى و او په هيڅ ځاى كې يې د شپې ارام نه لاره.

طالبآنو يو كال مخكې د اندړو ولسوالۍ خلك په زور د پاڅونوالو او محلي پوليسو خلاف لاريون ته اړ كړل، د كليو خلك يې په زور له ډول او اتڼ سره لارو او سړكونو ته را وايستل چې د پاڅون او سيمه ييزو پوليسو خلاف غږ پورته كړي.

په داسې حال كې چې دغه پاڅون او سيمه ييز پوليس په سيمه كې د طالبانو د ظلم او ناكردو له امله راپورته شول.

د بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې په تيرو لسو كلونو كې (چې طالبانو په كې د ملكي مرګ ژوبلې ادعا كوله) دومره ملكي زيان نه و او ښتى لكه د غزني چاودنو چې په يوه دقيقه كې څومره تباهي وكړه.

څو ورځې مخكې مې په عراق كې د داعش د جګړو او ورانيو ويډيو وكتله، د غزني وراني او تباهي مې هماغسې وليدله لكه په ويډيو كې داعش او ويجاړيدونكى عراق.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *