سواد او زده کړه نه يواځې په يوويشتمه پېړۍ کې، بلکې د بشري ژوند په ټول تاريخ کې هغه نعمت دى، چې لرونکو ته يې د پادشاهۍ او نوم تاج ورپه سر کړى او د ګڼو ملتونو برخليک يې هم لاس ته لوېدلى دى، خو له بده مرغه افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې جهل، جګړو، نښتو او نورو بدبخيتو په کې د سواد مشال وژلى او په تېره يوه لسيزه کې دغه برخه ته يو څه پام اوښتى دى.
د سپټمبر ٩ مه هر کال په نړۍ کې د سواد د نړيوالې ورځې په نامه نمانځل کېږي او نړيواله ټولنه او دملګرو ملتونو کلتوري او سازمانونه په دې برخه کې د نړيوالو ستونزو او لاسته راوړنو جاج اخلي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې افغانستان هغه هېواد دى، چې يوه لسيزه وړاندې په کې د نالوستو وګړو شمېره ١٢ميليونه وه، د نړيوالو ادارو او افغان حکومت په هڅو په تېره لسيزه کې ٤،٥ ميليونه وګړي باسواد شوي دي، خو نږدې اوه ميليونه لا هم نالوستي دي.
دغه اوه ميليونه نالوستي کسان د افغان حکومت په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت او پوهنې د برخې مرستندويو ادارو، عامو افغانانو او د هغوى د کورنيو پر وړاندې هغه ستر مسووليت دى، چې بايد په هر ډول حالاتو کې يې له مخې لرې او ياد کسان د سواد په نعمت څخه برخمن کړي.
مدني ټولنې، مرستندويې ادارې، د نالوستو کورنۍ او خپله هغه نالوستي، چې عمر يې د ښوونځي له دورې خورا لوړ دى، بايد له شرمه او عار پرته سر له اوسه له هر ډول امکاناتو کار واخلي او دغه وګړي د سواد له نعمت څخه برخمن کړي.
که چېرته د هرې کورنۍ لوستى کس د خپلو نالوستو غړو پر وړاندې خپل مسووليت په ايماني ډول حس کړي او دا تصميم ونيسي، چې د يوه کال په اوږدو کې به لږ تر لږه د خپلې کورنۍ نالوستي وګړي لوستي کړي، نو د يوې ملي او افغاني مبارزې بنسټ به اېښودل شوى وي.
پل فکري کړۍ په دغه برخه کې نه يواځې چې خپله ژمنه ده، بلکې له هر هغه حرکت سره مدني مرستې ته چمتو ده، چې د نالوستو افغانانو د لوستي کولو سبب او د دا ډول ملي مبارزې ملا وتړي. دهغه ورځې په هيله چې د هر افغان په کور کې د پوهنې او سواد مشالونه بل او تياره فکرونه روښانه شي.
درنښت
د پل فکري کړۍ
مشرتابه شورا
٢٠١٤ د سپټمبر ٨ مه – کابل