د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په زیار د ۲۰۱۵ زیږدیز کال نړیوالو سیالیو جام کابل ته رالیږدول کیږي.
د کرکټ نړیوالو سیالیو جام چې د سیالیو په لاره اچونې څخه وړاندې ګډونوالو هیوادونو ته لیږدول کیږي، دا ځل د امنیتي او سیاسي ستونزو سربیره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په زیار کابل ته هم راوړل کیږي. ټاکل شوې د نړیوالو سیالیو جام د روان زیږدیز کال سپتمبر په ۱۳ نیټه د ماسپیښین په یوه بجه د کابل هوایي ډګر ته راورسیږي چې د کرکټ بورډ ادارې لخوا یې د استقبالیه مراسمو لپاره ځانګړي مراسم او په دغو مراسمو کې د کرکټ مینه والو ونډې او ګډون لپاره ځانګړي تدابیر هم په پام کې نیول شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په دې هکله داسې وایي، په لومړي ځل نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو ته لار موندنه او بیا هیواد ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نړیوال جام رالیږدول یوه ستره لاسته راوړنه ده. ډیری هیوادونه دغه جام پرته له هیڅ ډول ننګونو او ستونزو خپلو هیوادونو ته راغواړي. موږ د امنیتي ستونزو او ننګونو سربیره د کرکټ نړیواله شورا په دې قانع کړه چې دغه جام د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راولیږدول شي او دغه ویاړ افغانان هم حاصل کړي.