محمد ابراهیم سپېڅلی-
خبريال د مدني ټولني فعال غړى او د مدنيت دغوړېدو لپاره ډېري هڅي کوي.
خبريال په ټولنه کي د هغو کسانو ريښتنى ږغ دى، چي ستونزو ځورولي او چاروواکي يې ږغ نه اوري.
هيڅکله يوه مدني ټولنه بېله خبريال څخه د پرمختګ لوړو پوړيو ته نه رسيږي.
خبريال تل د يوې هوسا ټولني د جوړېدو لپاره شپه او ورځ هلي ځلي کوي، نه پرېږدي چي ټولنه د بربادۍ ژوري کندي ته ولويږي.
په ټولنه کي د هر پوړ خلک سته، ليکن خبريال ته هغه څوک مهم دى، چي په ستونزو کي راګير او يا په رښتيا سره د ولس خدمت کوي.
خبريال د خپل مسلک له مخي له هيڅ چا سره دښمني نه لري او نه هم د دوستۍ په نامه د چا پرغيري قانوني کړونو سترګي پټوي.
اوس خپل ګرېوان له ځان سره قاضي کړئ ! ايا د ټولني داډول مېړنى او صادق بچى د ځورولو او په ناحقه د راکشولو وړ دى؟
په پرمختللې ټولنه کي خبريال ډېر روڼ اندي ملاتړي لري، ځکه روښنفکران پوهيږي، چي خبريالان د ښې ټولني په ارمان هغه شپه چي نور خلک يې له اولادونو سره په خواږه خوب تيروي، خو دئ په همدغه توره شپه کي د قلم اوښکي د کونډيانو او يتمانو په څراغونو کي د رڼا لپاره سوځوي.
د خبريال کار له عاموخلکو سره دى او د عام ولس د ارام ژوند لپاره پر ځينو نيمګړتياوو نقد کوي، دا نقد خداى مه کړه د دې لپاره نه دى، چي کوم څوک سپک کړي، بلکي له نقد څخه د خبريال موخه له هغو کسانو سره مرسته ده، چي په نيمګړتياوو کي ورځ تربلي غرقيږي.
هغه کسان، چي تر نقد لاندي کيږي ورته په کار ده، چي له ډېر زغم څخه کار واخلي، ځکه هيڅ يوه ټولنه بېله سالم نقد څخه پرمختګ نه سي کولاى.
سالمه کره کتنه د ژورناليسټانو او ليکوالانومسؤليت دى.
خبريالان او ليکولان په ټولنه کي د ځپلي ولس د ښه ژوند لپاره د قلم په ژبه خپل مسؤليت سرته رسوي، ليکن بياهم يوشمير کسان د شخضي ګټو په خاطر دوى خپل کار ته نه پرېږدي او غواړي، چي په دې ډول ( لمر په د دوو ګوتو پټ کړي)
پښتانه بل متل هم کوي ( دوست به دي وژړوي، دښمن به دي وخندوي. ) دغه متل ته په کتو هغه کسان، چي دخبريال تربې غرضه نيوکي لاندي راځي ورته په کار ده، چي په ورين تندي خپلو نيمګړتيا ووته متوجه اود اصلاح لپاره يې لستوڼي راپورته کړي ، ځکه خبريال ټوپکسالار نه دى او نه هم بېځايه خلګ ځوروي.
د يوې سالمي، مدني او پرمختللي ټولني په هيله، پريږدئ چي خبريال خپل مسؤلت په سم ډول سرته ورسوي، د بيان د ريښتني ازادۍ په رڼاکي د مظلوم ږغ اوچت کړي او بالاخره د حضرت عمرفاروق (رض) داقول عملي کړي، چي (( هرڅوک چي زموږ عيبونه راښيي، الله تعالى دي پر ورحميږي. ))
٠٣ – ٠٩ – ٢٠١٤ شېرپور څلورلارى کابل