تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، هیله لري چې د چهارشنبې په ورځ به د راییو د تفتیش تخنیکي کارونه بشپړ شي، نو بیا به د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

 د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل، تمه لري چې تخنیکي چارې تر چهارشنبې بشپړې شي نو بیا به دوی افغانان نور انتظار نه پریږدي او له نتیجې به یې خبر کړي.

بل لورته واشنګتن یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې د راییو د تفتیش نتیجه باید د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان ومني. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جېن ساکي د دوشنبې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل، موږ له کاندیدانو او د هغوی له ملاتړو غواړو چېد رایو د تفتیش نتیجه ومني او درناوی ورته وکړي.

د امریکا د غوښتنې سربیره د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله وویل چې د انتخاباتو نتیجه نه مني. عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ وروسته تر دې چې د ملي یووالې د حکومت پر سر د اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټیم سره د خبرو پر مهال موافقه ونه کړه، وویل چې د ده ټیم ته د انتخاباتو نتیجه د منلو نه ده. د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر تور پورې کړ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم د راییو په وخت په درغلیو کې لاس درلود او هم د تفتیش په مرحله کې. عبدالله وویل چې د ده د ټیم اندیښنو او شکایتونو ته د تفتیش پر مهال پاملرنه ونه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *