انور وفا سمندر

«کپس کې دنیا ته راغلي الوتونکي؛ فکر کوي، الوتل ناروغي ده

                                           نیچه

۶

دا زموږ انتخاباتي محکومیت!

د اګزیستانسیالیزم د فلسفې معاصر پلار کلونه پخوا ویلي ؤ، چې فرد په آزادۍ محکوم دی؛ خو که دلته وګورو، نو داسې ور زیاتولی شو، چې ګواکې موږ په انتخاباتو او ټاکنو محکوم شوي یو!

انتخابات د افغانستان روانه او توده هنګامه ده. د ګڼ شمېر شناندو په ګروهه «دا انتخابات زموږ راتلونکې ټاکي.» که رسنیو ته مخ اړوئ، نو یو مخ مو حواس او ذهن د انتخاباتو په درب او دروب در ټنډوي. غونډې، د ښادۍ او ویر محفلونه هم د انتخاباتو زمزمو بله خوا کش کړي. زیاتره کسان- په تېره بیا نوي ځوانان- غواړي د انتخاباتو پاېله مخکې له مخکې اعلان کړي. ښایي دوی به غواړي، د خپلې انساني اګاهۍ او حسي- عاطفي خواهش له مخې، د بریالي نوملي په پیشګویۍ سره، خپل عقلي او سیاسي ځواک څرګند کړي.

خو عملاْ موږ هر یوه ته انتخابات یوه دردسر سازه جنجال جوړ شوی. ښایي دا خبره مو خوښه نشي؛ خو آیا شپه او ورځ کړېږو نه چې د رایې کارت کې د چا سپینه خانه ډکه کړو؟؟؟

رایه مو خپله خو بل به وایي چې چا ته رایه؟

زورور ملا، یا زورور پوه او عالم یا زورور سړي ته ورځو، چې لاره را وښیي، دا چل را زده کړي.

غواړو هغوي زموږ د رایې ورکولو مسولیت واخلي. او موږ د دنیا او اخرت له شرمندګۍ او جنجاله خلاص کړي.

آیا دا بې مسوولیتي نه ده؟ له شخصي، فردي او خپل انساني حق او مسوولیت څخه تېښته نه ده؟

ما خو دا نتیجه اخستلې، چې دا نه عاجزي ده، نه انساني شرافت او نه ولس یا خدای یا اخرت ته خدمت کول دي!

دا مو څه حال دي، چې لا د خپلې خوښې، خپل زړه او د ځان کولو نه یاستو.

موږ شاوخوا په خبرو پړسولې، خو د ځان اورېدلو زړه نه لرو.

نغدې په جیبو کې لرو، سره په کورو کې ساتو،

ځمکې، ماڼې، ودانۍ، فابریکې، او شرکتونه راپسې قواله شوي،

خو زړونه مو د عصر فقر ځپلي.

په تنه، په سر او صورت دباندې ماړه، پړسېدلي، غوړې څېرې، شمله ور، برېتور، ږیرور، نومور؛ خو په ځان فقیر!

ځان را نه په دغه ډبل بدن او ډبل نوم کې ورک دی.

نوم مو تاریخ سور پور کړی. کیسې مو د دوزخ له تندرونو سوزنده سرې سرې او ګونګې ګونګې، د دنیا په بازار کې په بغارو دي؛ خو «ځان» را څخه هالته لېرې، د ماشومتوب په خرمستیو کې جلا پاتې دی.

زړه مو له وړکتوبه بیا تر دې دمه، ورځ تربلې وړوکی شوی.

اوس غټ ځان، غټه پټه تنه ګرځو راګرځو، غټ او پخوانی فکر مو په سر او دماغ کې ټینګ ساتلی… سربېره پر دې د ها پخوانی دود او فرهنګ، ها تر ټول اصیل او سوچه باور، ها د اخرې زمانې اخلاق، ها لرغونی تمدن، ها بختور نسل، او ها اصیل رنګ نژاد او ژبې وارثان هم موږ یاستو؛

خو زړونه مو د مرغیو دي؛

انتخاب مو ډارن دی،

او ددې زړه نه شو کولای، چې د ځان او د ځان په شان یوه یوه افغان انسان لپاره، دغې جنتي جغرافیه کې- چې زموږ د «قدرت او شهرت» هوس ناسور زخم ګرځولې- د یو آرامه، هوسا، باورمن، مینه ناک، خپلواک، او هر فرد لپاره آزاد سباوون لپاره خپله رایه آزادانه وکاروو!!

دې باندې به لږ سر ګریوانه ته کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *