د جانکری مرکه ناکامه وخته… پرون قاضي محمد امين ملتيار ثم وقاد د خپلې جرګې ټټر واهه… ښاغلي کرزي هم په دې اړه پر خلکو غږ وکړ… نورو هم خپل خدمتونه او نسخې وړاندې کړې، د مفتو يا وړیا مشورو بازار تود دی.
يو اواری له ما سره دی… که څه هم څوک مې خروار لېټۍ کې نه غواړي، خو ما مه شمېره در ګډ يم، چې نور مې ټک زړه چوي… دغه اواری پر يوه پخواني اصل یا افغاني دیموکراسۍ ولاړ دی… مانا دا چې باز والوزوو، که د ډاکتر عبدالله پر اوږه کېناست، که د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، پاچا دی…
د باز هغه لکه حل و عقد داسې ده چې استاد سياف عقد او حل بلله… ده لويه جرګه او انتخابات ځکه مردود ګڼل چې ارذال هم ورته مخه موندای شي، خو عقد او حل ته يوازې شريف او په نېکو صفتونو متصف شخصيتونه ورتللی شي… دلته هم باز ته چې اصيل او شريف دی د انتخاب دنده سپارل شوې، کارغه او ټپوس ته نه…
…خو دا به څوک نه وایی، باز غلط شو، له سره يې والوزوئ… که نه بيا به د باز پر ځای ټپوس خوشې کېږي، چې د هر چا پر سر يې غول وکړل د کابل تخت دې پرې مبارک وي… چې له ټپوس له دې بله توقع نه شي کېدای… د استاد سياف په خبره له ارذالو څخه دی….
په دې اړه يوه بله کيسه هم شته چې محمد حسن ولسمل غالباً خپل کتاب زوړ حمام کې را اخېستې….
… وايي کله به چې د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسېده، لده به يې ښی لاس پرې او د خلکو يا نوماندانو منځ کې پورته وغورځاوه، چې چا به رانيو پاچا و…
يو وار داسې شوه چې مخکني پاچا خپل پرې کړی ښی لاس په کيڼ رانيو، ځکه خو يې د دويم وار لپاره پر تخت کېناوه…
ولسمل صاحب دا کيسه نوره نه ده غزولې…. خو ما چې په دې اړه تحقيق وکړ د «انتخاب السلاطين» حاشيه کې زبدۃ المحققين، شمس المصنفين حضرت مولانا قاضي غلامشاه کښلی چې د دويمې دورې په پای ته رسېدو یې چې کله د دغه پاچا کيڼ لاس پورته وغورځاوه، په خوله يې رانيو… هغه و چې د درېيمې دورې لپاره يې پاچاهي په پچه ورسېده…
په تاريخ غلامشاهي کې راغلی: …. دغه دود نور متروک شو…. پاچا دومره چالاک وخوت، چې شونې وه، ما ته کړې زامه يې د څلورم وار لپاره په بل څه رانیولی وای…
اوس د ښاغلو خوښه، باز الوزوي، که ټپوس ته يې زړه دی او که لاس پرې کولو ته يې ډډه لګېږي…؟