تاند- اپل شرکت نن /سې شنبه/ سپټمبر۹مه/ آی فون شپږ ( iPhone 6) او آی فون شپږ پلس (iPhone 6 Plus) راوایستل.

د اپل یوه مسوول ټیم کوک د کلیفورنیا ایالت په کپرتینو ښار کې ګڼ شمېر نندارچیانو ته وویل:«نن موږ خوشاله شوو چې په آی فون کې یو لوی پرمختګ اعلانوو.»

د آی فون ۶ سکرین یا شیشه ۴ اعشاریه ۷ اینچه ده. د آی فوم ۶ پلس شیشه ۵ اعشاریه ۵ اینچه ده. دواړه ریتینا ایچ ډي (Retina HD) دي.

1دا تر ټولو نري آی فونونه دي چې تراوسه جوړ شوي. پلنوالی یې ۶ او ۶ اعشاریه ۹ ملي متره دی.

په پیل کې د هرې وسیلې بیه لوړه وي خو ورو ورو کمېږي مګر بیا به هم ډېر خلک د آی فون پر پلورنځیو رامات وي چې دا نوې وسیله رانیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *