تاند- د امریکا د کانګریس تحقیقاتي مرکز په یوه راپور کې د پاکستان په اړه ویلي، که د دغه هیواد روان حالات د دې سبب شي چې پوځ نوازشریف له کاره لېري کړي، امریکا به پر پاکستان بندیزونه ولګوي.
په دې راپور کې، چې د امریکا د څېړونکو فدرېشن په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی دی، ویل شوي:«که د پاکستان پوځ په روان کړکېچ کې مداخله وکړي او صدراعظم له خپل پوځي قوت څخه په کار اخیستلو له کاره لېري کړي، امریکا به پر پاکستان بندیزونه ولګوي او له پاکستان سره به د واشنګټن په شمول د نورو هیوادونو د مرستو مخه ونیسي.»
په راپور کې دغه راز راغلي، په پاکستان کې حکومت ضد مظاهرې سبب شوې چې د ولسواک نظام د ټینګېدو لور ته د روانو هلوځلو مخه ډب شي.
د پاکستان په تاریخ کې ډېر لږ داسی شوي چې یو منتخب حکومت دې خپله قانوني دوره بشپړه کړي. د نوازشریف اوسنی حکومت وروسته له دې واک ته ورسېد چې د اصف علي زرداري په مشرۍ د پیپلز ګوند حکومت خپله قانوني دوره بشپړه کړه. دې مسلې په پاکستان کې د دیموکراسۍ او جمهوري سیستم د پخېدو لپاره هیلې وغوړولې خو د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ وروستیو مظاهرو، چې ویل کېږي د پوځ په ټونګ شوي، یو وار بیا د جمهوري سیستم د تداوم په اړه شکونه وپارول.
د امریکا د کانګریس د تحقیقاتي مرکز په راپور کې له نورو هیوادونو سره پر اړیکو او د پاکستان پر بهرني سیاست د دغه هیواد د روانو تحولاتو د اغېز په اړه ویل شوي:«د پاکستان روانې ناکرارۍ او پر سیاست د پوځ د اغېز د زیاتېدا احتمال، امکان لري چې د هند او پاکستان اړیکې، چې هسي هم خونده نه لري، نورې اغېزمنې کړي او حتي ښايي د افغانستان په اړه د پاکستان د پالیسۍ د بدلون سبب شي چې دا مسله ټوله سیمه اغېزمنولی شي.»