حشمت الله عتید

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند اخري شېبې وې، د ژوند اخري کار یې حجت الوداع و چې ورپسې د قران کریم دغه آیتونه نازل شول: الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتي ورضیت لکم الاسلام دینا.الله تعالی فرمایي: ما ستاسو دین پوره کړ په تاسې مې نعمت پوره کړ او ســــتاسو له پاره مو اسلام دین غوره کړ. د دې ایت په اوریدلو سره حضرت ابو بکر صدیق رضي الله عنه وژړل، یو چا ترې وپوښتل، چي څه شی دي ژړوي ای ابو بکره؟ دا ایت هم د نورو ایتونو په څیر یوایت دی چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې نازلیږي! نو ابو بکر صدیق رضي الله عنه وفرمایل: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات خبر دی.

اسلام یو مکمل نظام دی چې ټول انسانیت ته د ارامه او هوسا ژوند کولو لاره ښیې. اسلام نه یوازې د مسلمانانو په مذهبي کړو وړو پورې تړلی بلکې یو الهی دین دی چی احکام یې د ژوندانه په هر اړخ پورې تړاو لري. کله چې اسلام د انساني ژوند عادي چارو له پاره هم لارښوونې او کړنلارې لري؛ نو د اقتصاد په څېر د ژوند حیاتي اړخ به ولې پاتې کېږي.

باید په یاد ولرو چې کامیابي یوازې د اسلام د اقتصادي نظام په پلې کولو نه تر لاسه کیږي؛ ځکه چې اقتصاد زموږ د ژوندانه د مجموعي نظام صرف یوه برخه ګڼلی شي، مسلمان تر هغې نشي کامیابیدلی ترڅوچې د خپل ژوند په ټولو برخو کې اسلامي احکام پلي نه کړي. اسلام هم لکه یو جوړښت باید بشپـړ پلی شي. الله تعالی فرمايي: ياايهاالذين آمنوا ادخلو فی السلم کافة… «ژباړه: ای هغو کسانو چې تاسو ايمان راوړی، تاسو ټول يو ځای په بشپړه ټوګه په سلم يعني اسلام کې ورګډ شی.» مذهبي ژوند، اجتماعی ژوند، سیاسي ژوند، اخلاق، فکر او ټول کړه وړه د یو مسلمان باید د اسلام داصولو په رڼا کې پرمخ ولاړ شي ترڅو وکولي شي کامیابي ترلاسه کړي، نو ځکه مسلمانانو ته لازمه ده چې باید د وخت د ضرورتونو مطابق یو پرمختللی اقتصادې نظام ولري.

1په نړیواله کچه تر ننه ټولټال درې نظامونه وجود لري: لومړی پانګه وال نظام چې په انګلیسي ژبه کې ورته کـپیـټـلیزم وایې؛

دوهم اشتراکي نظام چې انګلیسي کې یې سوشـلیزیم بولي؛

او درېیم داسلام اقتصادي نظام دی.

مخکې له دې چې نړیوال اقتصادي نظامونه وپیـژنو لومړی پر دې خبره ښايي پوه شو، چې خپله اقتصاد څه ته وایې؟ اقتصاد له Economicsڅخه اخیستل شوی او اکنامکسبیا د یوناني ژبې له oikonomiaڅخه اخیستل شوی چې oikos د کور او nomosد دود، رسم او قوانینو معنا لري، چې په انګلیسي کې ورته (Management of a Household) په عربې کې علم تدبیرالمنزل، دري یا فارسي کې مدیریت خانه داري او په پښتو کې ورته د کور د اړتیاوو مدیریت ویلی شو.

او په اصطلاح کې اقتصادهغه علم دی، چې موږ ته له کمو سرچینو (منابعو) څخه د زیاتو غوښتنو د پوره کولو هنر راښيي. داپه دې معناچې د یو انسان سره د شته وسایلو کارول په داسې توګه چې ضروري اړتیاوې یې پوره کړای شي، دې ته د اقتصاد علم ویل کیږي.د اقتصاد په ټولو نظامونو کې دا یو منل شوی حقیقت دی چې تل د انسان اړتیاوې او غوښتنې له هغه سره دشته وسایلو په پرتله زیاتې وې، پوښتنه پیدا کیږي چې دغه نه تمامیدونکې اړتیاوې او غوښتنې په څه ډول د کمو او د ګوتو په شمار وسایلو پوره کړای شي؟ د اقتصاد علم د همدې پوښتنې د ځوابونې هڅه کوي.

پانګه وال نظام (Capitalism)

پانګه وال نظام د لوېدیځ د لیبرال ډیموکراسي اقتصادي مفکوره ده. د لوېدیځ سیاسي او ټولنیز نظام د لیبرالیزم او ډیموکراسۍ پر بنسټ ولاړ دی، چې اقتصاد یې بیا د کاپټالیزم له لارې چلول کېږي.

پانګه وال اقتصادي نظام هغه سیستم دی په کوم کې چې د یوه ملک فابریکې او د سوداګرۍ راکړه ورکړه د دولت پر ځای د عامو وګړو شخصي ملکیت ګڼل کیږي او ټول خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي. داسې چې هر انسان دې په اقتصادې منډو ترړو کې ازاد او خپلواک پریښودل شي او کومه لار چې د ګټې د ترلاسه کولو لپاره غوره وبولي هغه دې ورته پرانیستی پريښودل شي؛ ځکه چې له خپلواکۍ وروسته هر انسان په دې لټه کې وي چې تر هرچا زیات عواید ترلاسه کړي او تر ټولو زیات کار وکړي، دغه نظام انسانانو ته دومره خپلواکي ورکړې چې حتا یو انسان د زیاتو ګټو او عوایدو د ترلاسه کولو لپاره په ناروا او حرامو کارونو هم لاس پورې کولی شي لکه د شرابو خرڅول، د خنزیر غوښه او همدا راز لوڅ فلمونه خرڅول او حتا یو پانګه وال دا هم کولای شي چې په ټول بازار ولکه یا انحصار ټینګ کړي بلکې په ټول بازار باندې خیټه اچول خپل اذلي حق ګڼي، داسې چې بازار ته د یوه توکي واردول تر یوه کس او یا هم یوه ټولي پورې ځانکړي کړای شي، چې له هغوی پرته به یې بل څوک بازار ته وارد نشي کړای او د دې ولکې یا اجاره دارۍ یو رښتینې بده پایله به دا هم وي چې عام وګړي به اړ وي چې د اړتیا وړ توکي له ټیکه لرونکو څخه د هغوی په ټاکل شوې بیه واخلي ولو که د بازار د اصلي ارزښت څخه ډیر اوچت هم وي،چې په انګلیسي ژپه کې دغه انحصار ته (Monopoly) ویل کیږي.

دلته یوه خبره د پام وړ ده، چې لوېدیځ کې اوس یو بشپړ سیکولر سیسم واک چلوي. دغه سیکولر سیستم د فرانسې له ستر انقلابه (۱۷۷۹) وروسته په لوېدیځ کې یو منل شوی نظام دی. لوېدیځ د دین له راجه ځان خلاص کړی، هلته د انسان او د انسان د عقل حاکمیت دی. هر څه چې د انسان ذهن ته ښه ورځي هماغه پلي کېږي، هلته بشپړ عقلانیت (Rationalism) واکمن دی، چې د قانون او نظام د بنسټ ډبره ګڼله کېږي. اقتصادي نظام یې هم پر همدې انددود تکیه لري.

په پانګه وال نظام کې هرڅه د رسولو او غوښتلو دقانون (Law of Supply and Demand) له مخې تر سره کیږي، د نړۍ دغه دوه خدایي ځواکونه رسول (Supply) د سوداګرو هغو مالونو ته وایي، چې دوی یې بازارونو ته د پلورلو یا خرڅولو لپاره راوړي او غوښتل (Demand) د پیریدلو یا اخیستلو هغه نیت او غوښتنې ته وایي چې په پایله کې یې دغه توکي یا مالونه له بازاره به بیه اخلي یا رانیسي.

دا چې یو توکی په څومره پیمانه او کوم وخت کې تولید شي؟ (یعنې بازار ته د دغه توکې رسول یا (Supply) په کومه پیمانه وشي) د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره به د مارکیټ حالت ته کتل کیږی، چې په بازار کې د نوموړي توکي غوښتنه یا (Demand) څومره دی؟ په همدې شکل ټول تولیدات به د بازار د غوښتنې مطابق وي.

د رسولو او غوښتلو د قانون بشپړه پیژندنه د اسلامي بانکدارۍ مخکښ عالم محمد تقي عثماني داسې کړې ده: «د کوم توکي رسونه چې د غوښتنې په پرتله بازار کې زیاته شي په دې سره یې بیه هم رالوېیږي، دغه راز چې غوښتنه یې له رسونې زیاته شي بیه یې لوړیږي، د بیلګې په ډول: کله چې په اوړي کې د تودوخې درجه لوړیږي ورسره په بازار کې د واورې پلورنه هم زیاتیږي، اوس که چیرته د بازار ټوله واوره د غوښتنې په پرتله کمه وي بیه به یې خامخا لوړیږي، هو! که چیرته یې په واردولو کې د غوښتنې په اندازه زیاتوالی راشي، بیا یې بیه نه لوړیږي، بل لور ته څرنګه چې په ژمي کې د واورې خرڅلاو کمیږي ورسره د واورې بیه هم لویږي. اوس که چیرته د بازار ټوله واوره د هغې د غوښتنې په پرتله زیاته وي بیه به یې هم کمه وي، د اقتصاد په اصطلاح کې دغه طبیعي قانون د غوښتلو او رسولو په نامه یادیږي چې په پانګه وال نظام کې هرڅه د همدغه قانون له مخې ترسره کیږي؛ خو د غوښتلو او رسولو دغه قانون د اقتصاد په ډګرونو کې یو والی او انډول یوازې هغه وخت راوستلای شي کله چې په بازار کې ازاد رقابت (Free Competition) روان وي او که چیري ټول بازار باندې د یوڅو محدودو کسانو ولکه وي نو بیا به په بازار کې انډول او د بیو برابروالی په هیڅ صورت شونی نه وي.

په دې وروستيو کې په ځانګړې ډول د کمونیزم له ړنګیدو وروسته پانګه وال  نظام  په نړۍ کى ډير په چټکۍ سره وده وکړه، چې زياتره اسلامي هيوادونه  يې هم تر خپل اغېز لاندې راوستل او حتا اوس يې ريښې په افغانستان  کې هم په خوريدودي اودځينو له خوايې تودهرکلى کيږي؛ خوکه چيرې موږددغه نظام اصل او بنسټ په دقيق ډول مطالعه کړو نو پایلې به یې وېروونکې وي.

یاد نظام دغريب غربت دهغه خپله نااهلي اوازلي ويش ګڼي او له بله پلوه دژوند دوسايلودتوليدپه ذريعو اودهغوي په مارکيټونوباندى خيټه اچول اوانحصارخپل دایمي حق ګڼي اوبيا له دغولارو څخه لاسته راوړى ثروت يا خو زيرمه کوي او يا هم داسراف او تبذير په طريقه یې داسې لګوي چى هيڅ اقتصادي قاموس يې روانشي ګڼلى، دبيلګې په توګه که چيرې د دغه نظام پيروان يوازى دخپلې ساتيرۍ،ځان ښودنې اومشغولاپه لاروکې مصرف کوونکی ثروت په هغه لار ولګوي چى اسلام ټاکلى دى په ټوله بشري نړۍ کى به يو غريب هم پاتې نه شي، په داسى حال کې چى همدا اوس په جنوبي افريقا کې هر کال په زرګونو خلک، انسانان دغربت په اورکى سوځي، مګر دوى چى په درواغو باندې دبشردوستۍ لاپې وهي په خوارانو هيڅ زړه سوى نه کوي اونه پرې خواشيني کيږي اوبياهم د انسانیت دعوې داران دي. دوي خو ددې پرځاى چې فقر ختم کړي، وږي انسانان ماړه کړي د دغه نظام دا قاروني مجنونان دهمدردۍ اوبشردوستۍپه نوم دخپلومنافعولپاره غربت ته نوره هم وده ورکوي؛ ځکه چې دوى دبشردوستۍ اوهمدردۍ حقيقي معنا پريښې ده اوهغه داچې د نورو ګټه دځان ګټه اودنورو تاوان دځان تاوان وګڼي. حتا دانسانانودختمولو لپاره په ملياردونو ډالره لګوي، جنګي وسايل تقويه کوي خپله بوديجه دبشري نړۍد نظام دفسادپه لاره کې لګوي نه دسمون په لاره کې.

لکه څرنګه چې پانګه وال نظام غربت د غریبانو خپله بیکاري او نا اهلي ګڼي همدا راز د مکې په مخورو مشرکینو کې هم دغه ذهنیت ډیر عام ؤ، الله پاک په قران کې فرمایې:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ. (سورت یسین ۴۷ ایت)

ژباړه: او کله چې وویل شي دوی ته چې نفقه ورکړئ یا کوئ (عاجزانو ته) له ځینو هغو مالونو چې رزق روزي درکړې ده تاسې ته الله نو وایي هغه کسان چې کافران شوي دي (له جهته د استهزا) هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی ایا طعام ورکړو موږ هغه چاته که اراده فرمایلې وی الله نو طعام به یې ورکړی و هغه ته، نه یئ تاسې مګر په ګمراهی ښکاره کې.

اشتراکې نظام (Socialism)

دغه نظام په حقیقت کې د پانګه وال نظام د غبرګون په توګه منځ ته راغی. لکه څرنګه چې کمونیزم د لويدیځ انفرادیت نقدوي او پر ځای یې پر ټولنیزو ګټو باوري دی، دغسې یې په اقتصادي اړخ کې هم د فرد پر ځای د ټولنې د ګټې په لټه کې دی. په دې نظام کې د پانګه والو هغه مفکوره چې هر انسان دې د ګټې د لاسته راوړلو لپاره خپلواک پریښودل شي او د اقتصاد هره ستونزه دې د غوښتلو او رسولو د قانون پر بنسټ اواره کړای شي، په اشتراکي نظام کې دوی دغه نظریه بلکل ردوي او وایې که چیرې هر انسان خپلواک پريښودل شي نو ټول به د ځاني ګټلو لپاره کار کوي او د بشري یا اجتماعي ګټو احساس به له یوې مخې ختم شي.

اشتراکې نظام څلور اساسي اصول لري:

لومړی دا چې د عوایدو وسایل لکه ځمکه، فابریکې او داسې نور د هیچا شخصي ملکیت نه بلکې ټول به ټولنیز ملکیت ګڼل کیږي او د حکومت تر څارنې لاندې به کار کوي.

دوهم دا چې ټولې اقتصادي پریکړې به د خلکو پرځای د حکومت له طرفه وي، دا چې کوم وسایل د کوم توکي په تولید وګومارل شي او کوم توکي دې په څومره اندازه تولید کړای شي دا ټولې پریکړې به د حکومت له جوړ شوي پلان سره سم تر سره کیږي.

درېیم دا چې اشتراکي نظام د پانګه وال نظام برعکس د شخصي ګټو پر ځای په ټولنیزو ګټو ټینګار کوي، دغه نظام دعوه کوي چې د پانګه وال نظام ټولې اقتصادي لارې چارې یوازې د وګړو د شخصي ګټو تر څنډې څرخیږي راڅرخیږي خو په اشتراکي نظام کې ټول پلانونه د ټولنیزو ګټو پر بنسټ ولاړ وي.

څلورم دا چې په اشتراکې نظام کې له تولیداتو څخه لاسته راغلې عواید باید د خلکو ترمنځ په عادلانه ډول وویشل شي، د یوه غریب او مالدار ترمنځ باید په لاسته راوړنو کې هیڅ توپیر نه وي.

د دې نظام بدې اغیزې به دا وي که چیرې د ټول هیواد د تولید وسایل د انسانانو یوه ټولي یعنې په حکومت کې د واک په ګدۍ ناستو کسانو ته وسپارل شي؛ نو دهغوی په نیتونو او ارادو کې د خرابۍ د راتلو له امله به ټول هیواد د دې کار د بدو پایلو سزاګانۍ ګالي. بله دا چې د اشتراکي نظام د پلانونو پلي کول د یوه زورور او ظالم حکومت له واکمنۍ پرته شونې نه دي؛ ځکه د ټولو خلکو په دې خبره باندې را یوځای کول چې هر سړی دې د خپلې خوښې پرځای د حکومت له خوښې او پلان سره سم کار وکړي یوه ځواک ته اړتیا لري او هم به د خلکو هر ډول خپلواکۍ وځپي.

درییم دا چې په اشتراکې نظام کې د شخصي ګټو محرک بیخي له منځه ځې چې له منځه وړنه یې د خلکو په سوداګریزو او ورځنیو چارو ډیره بده اغیزه کوي، هغه داسې چې هر انسان به فکر کوي چې که چیرې زه لږ کار وکړم یا ډیر کار وکړم په دواړو حالاتو کې به مې لاسته راړنې یوشان وي. نو په دې توګه د ښه کار کولو جذبه ځپل کیږي او له منځه ځې، د مکافاتو او مجازاتو اصل له پامه غورځول کېږي، د شخصي ګټو محرک د انسان ویده صلاحیتونه راویښوي او د نویو مصنوعاتو جوړولو ته یې هڅوي، که څه هم دغې فطري جذبې ته د یوې ولکې اړتیا خامخا شته مګر د هغه له یو مخ له ځپلو سره ډیر صلاحیتونه له منځه ځي د اشتراکي نظام دغه نیمګړتیاوې یوازې موږ په نظري ډول نه وړاندې کوو، بلکې د اشتراکي نظام لومړنیو تجربو دغه ټولې خبرې هغه وخت د عمل په میدان کې وښودلې کله چې د ازمایښت به لومړي ډګر (روسیه) کې دغه نظام پلي کړای شو چې بیا له ناکامیدو وروسته د مخکني شوروي اتحاد د ړنګیدو پر مهال د روسیې ولس مشر یلسن داسې اعتراف وکړ: «کاشکې د اشتراکیت د لامکان د نظریې دغه تجربه د دې پرځای چې د شوروي په څیر په یوه لوی هیواد کې و ازمویل شوه که د افریقې په یوه وړوکې سیمه کې ترسره شوي وای نو له ناخوالو څخه به یې د خلاصون په لار کې ۷۴ کاله نه لګیدل». [نیوزویک ورځ پاڼه]

د اسلام اقتصادي نظام

په نړیواله کچه د دوو مهمو اقتصادي نظامونو له بحث او شننې وروسته چې د اسلام پر اقتصادي نظام بحث کېږي، منصف څېړونکي دې ته اړباسي، چې د دواړو پورتنیو نظامونو کمي دلته جبران شوي او نواقص یې رد شوي دي.

اسلامی شریعت دټولو اقتصادي اوسوداګریزو روابطواومعاملاتو دپایدارۍ،استحکام اوسلامتیا لپاره خپل خاص قواعد اواحکام وضع کړي او اسلامي بانکداري یې د پراخ اسلامي اقتصاد یوه کوچنۍ برخه جوړوي چې د بنسټ ډبره یې بلاسوده بانکداري ده. د دې ځانګړي سیستم اصلي سرچینه قرانکریم او نبوي احادیث دي، چې هلته سود په کلکه رد شوی؛ موږ د مسلمانانو په توګه دا هر څه منلي؛ خو اوس نړیوال اقتصادي ځمکني حقایق هم دا ثابتوي، چې سود بشري نړۍ ته له بې عدالتۍ پرته نور څه نه لري. قران کریم کې الله تعالی فرمايي:

«يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِىَ مِنَ ٱلرِّبَوٰٓاْ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ(۲۷۸)
فان لَّمۡ تَفۡعَلُواْ فَأۡذَنُواْ بِحَرۡبٍ۬ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ‌ۖ وَإِن تُبۡتُمۡ فَلَڪُمۡ رُءُوسُ أَمۡوَٲلِڪُمۡ لَا تَظۡلِمُونَ وَلَا تُظۡلَمُونَ (» سوره بقره (۲۷۸ـ۲۷۹)

ژباړه: اې مؤمنانو! وويريږئ دالله (جل جلاله)څخه، او پريږدئ دسود هغه ګټې چې تاسو ته پاتې کیږې ( وروسته له دې چې له خلکو څخه دخپلو پورنو په مقابل کې سود واخلی)، که چيرې یاستی تاسو حقیقي مسلمانان، او كه چيري مو پرينښودې دغه ګټې یعنې سود اخیستل؛ نو بیا د الله او دهغه له رسول (ص) سره د جنګ لپاره ځانونه تیار کړئ، او كه غواړئ توبه وباسئ دسود اخیستلو څخه نو ستاسو لپاره رأس المال ستاسوخپل حق شته، مه په چا ظلم کوئ او مه بل چاته اجازه ورکوئ په تاسو ظلم وکړي.

د اسلام په اقتصادي نظام کې ټول اصول په يو ديني او اخلاقي بنياد ولاړ دی چې معيار پکې حلال او حرام دي،اسلام د مال تر لاسه کولو او مصرفولو دواړو لپاره خپل اصول اوقوانين وضع کړي، تر څو نه څوک په غلطو طريقو سره مال تر لاسه کړي او نه یې په غلطواو بې رقمو لارو مصرف کړي. د دې ترڅنګ اسلام یو څه نور قیودات لکه قمار، احتکار، انحصاري بازار، اسراف او دې ته ورته نور قيودات هم وضع کړي ترڅو په یوه ټولنه کې د هر وګړي حق خوندي وساتل شي او بلاخره ټولنه له ظلم او تباهۍ څخه وژغورل شي.

لکه چې الله تعالی په قرانکریم کې فرمایلي:

« يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ » (سوره النساء ۲۹).

ژباړه: اې هغه کسانو چې تاسو ایمان راړی یعنې اې مؤمنانو! مه خورئ تاسی مالونه د یو بل په منځونو خپلو کې په ناروا سرهمګر هغه وخت یې و خورئ کله چې وي ستاسو تر مینځ ستاسو د خوښې او رضاعیت دوه اړخیزه سوداګري.

همدا راز د لګښت په هکله الله تعالی فرمایلي:

كُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ.(اعراف سورت ۳۱).

ژباړه: وخورئ او وڅښۍ خو اسراف مه کوئ بيشکه الله تعالى اسراف کونکى نه خوښوي.

د قمار په هکله الله تعالی فرمایلي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. » (مایده سورت ۹۰)

ژباړه: ای مومنانو بېشکه شراب، قمار ،او بتان همدارنګه هغه غشي چې تاسې پرې نېک او بد پال نيسئ دغه ډېر بد دي او د شيطان عملونه دي پس تاسې لۀ دې نه ډه ډه وکړئ او پۀ دې کار سره به تاسې بريالي شئ .

همدا راز، عبدالله بن عمر وايي چې رسول الله (ص) فرمايلي دي :

هيڅکله به جنت ته داخل نۀ شي هغه څوک چې د مور او پلار نافرماني کوي يا قمار وهي يا نيکي هيروي او يا همېشه شراب خوري .

سربېره پر دې، د ۲۰۰۸م کال نړیوال اقتصادي بحران ښيي، چې د کړکېچ اصلي لامل سود و. هغه بحران نړیوال و، ټولې مالي ادارې یې له امله زیانمنې شوې، مګر یوازې اسلامي بانکونو د زیان پر ځای ګټه کړې وه. دې بحران د اسلامي بانکونو ادعاوې کره ثابتې کړې.

د اسلام سپيڅلی دين موږ ته يو داسې اقتصادي نظام وړاندې کوي چې د پانګه وال او اشتراکي نظام تر منځ يو معتدل نظام دی. دغه نظام له کمونېزم سره د فردي ملکيت له منځه وړل نه مني، دپانګي دمساوي ويش پرځاى عادلانه ويش غواړي او له کپېټلېزم سره مطلقه فردي آزادي نه مني، بلکې د دوی دواړو تر منځ يو درېيم نظر دى چې د بشر په فطرت برابر او د یو ښه ټولنيز عدالت رامنځ ته کوونکى دی. د ټولنې هر غړي ته فطري، شخصي او طبيعي حقوق هم ورکوي او تر څنګ يې په ټولنه کې د عوايدو د وېش توازن هم برابروي، يو طرف هر چا ته په خپل شخصي ملکيت کې د تصرف حق ورکوي او بل طرف ته يو ډول پابندي هم لګوي، تر څو دغه مال په يو ځای کې جمع نه شي او په عادلانه ډول د وګړو ترمنځ انتقال ومومي او هر غړي ته خپله برخه ورورسيږي، تر څو په ټولنه کې هر غړی په ارامۍ او سوکالۍ سره ژوند وکړي.

دغه نظام کوښښ کوي چې د ټولنې د غړو اړين حاجتونه پوره کړي او د مادي اطمينان سره سره انسان ته روحي اطمينان هم وبښي. په داسې حال کې چې د انسان پواسطه جوړ شوي اقتصادي نظامونه یوازې مادي اطمينان بښي، د اسلام په اقتصادي نظام کې د عوایدو لاسته راوړل په داسې طریقې سره وي چې نورو خلکو ته پکې زيان ونه رسوي، د شخصي ګټې او ټولنيزې ګټې تر مینځ انډول بايد موجود وي، په ګټه کې د غريبو او فقيرو حق بايدورکړي.

د اسلام په اقتصادي نظام کې زکات يوه مهمه وجيبه ده چې د ټکس تر څنګ ورکول کېږي، چې د اسلامي اقتصاد د عوایدو یوه اساسي منبع یا سرچینه ګڼل کیږي. همدار راز له زکات پرته، عشر ورکول، کفاره ورکول، خیرات او صدقه ورکول، بې وزلو سره مرسته کول، دا ټولې هغه وجیبې او الهي اوامر دی، چې د یوې ټولنې د عوایدو په ویش کې ډیر مهم رول لوبوی، ترڅو عواید په عادلانه ډول د وګړو ترمنځ انتقال ومومي او د ټولنې هیڅ وګړی وږی پاته نشي.

لکه چې الله تعالی په قرانکریم کې فرمایلي:

لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا ۖ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ. (بقره ۱۷۷)

ژباړه: نه ده نیکي یواځې دا چې وګرځوئ مخونه خپل په لمانځه کې په لور د مشرق او مغرب، لیکن غوره نیکي د هاغه چا ده چې ایمان یې راوړی وي په الله پاک او ایمان یې راوړی وي په ورځې اخری او په ټولو پرښتو او په ټولو کتابونو او ایمان یې راوړی وي په واړو انبیاؤ او ورکوي خپل مال په محبت د الله فقیرانو خپلوانو ته او ورکوي خپل ما په محبت د الله فقیرانو یتیمانو او مسکینانو ته او ورکوي خپل مال په محبت د الله مسافرو او ناداره سوالګرو ته او په ازادولو د غلامانو کې او سم په ترتیب ادا کوي لمونځ خپل او ورکوي زکات او وفا کونکي دې په وعدو خپلو کله چې دوی وعده کوي له خپل خالق او مخلوق سره او صفت کوو د صبر کونکو په سختیو او په رنځو کې او په وخت د جنګ په لاره د الله کې، دغه ستایلي شوي هغه خلک دې چې صدقات یې کړي دي او دغه کسان هم دوی دې پرهیزګاران ځان ساتونکې له ناوړه او بدو اعمالو څخه.

پورتني ټول ذکر شوي هدايات دپانګي دارتکازمخنيوى کوي چي د هغې په نتيجه کي پانګه په ګرده ټولنه کى ګردش او دوران کوي  اودټولني ټول وګړي تري استفاده کوي چي همداداسلام د اقتصادي نظام غوښتنه ده.

که چېرته د اسلام دغه په فطرت برابرې لارښوونې عملي شي، د انسانانو اقتصادي حالت به دومره لوړ شي چې يو فقير به د نړۍ پر سر ونه موندل شي. د دې نظام ښې بېلګې د عمر بن عبدالعیزیز د خلافت دورهده چې هغه مهال اسلامي اقتصاد پلى کېده، ، داسې څوک به نه پیدا کیدل چې خلک خپل زکات هغه ته ورکړي، دزکات ټول عواید به په بیت المال کې راټولیدل، هلته هېڅ قرضدار نه تر سترګو کېده، د بنی ادم له پیدایښته تر ننه پورې اسلام یوازینی اقتصادي نظام دی چې فقر له منځه وړلی شي خو که چېرته د اسلام دغه په فطرت برابرې لارښوونې عملي شي.

…………

د لیکوال په اړه:

حشمت الله عتید، د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د ماسټرۍ د دورې تیزیس لیکونکې.

3 thoughts on “نړیوالو اقتصادي نظامونو ته یوه ځغلنده کتنه/ حشمت الله عتید”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *