تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیرې نن په کابل کې د هند د سفارت لپاره نوې ودانۍ پرانسته.
په دې ودانۍ، چې د کابل ښار په زړه کې جوړه شوې او پرمختللی امنیتي سیستم لري، څلوېښت ملیون ډالره لګښت شوی دی.
د هند نوی سفارت په شل جریبه مځکه کې جوړ شوی. د سفارت ودانۍ په ۸ زره درې سوه متر مربع مځکه کې جوړه شوې ده.
دا ودانۍ د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه جوړه شوې ده.
په کابل کې د هند د نوي سفارت د ودانۍ د بنسټ ډبره د دغه هیواد پخواني صدراعظم من موهن سینګ په ۲۰۰۵ میلادي کال ایښې وه خو پر ودانۍ رسمي کار په ۲۰۰۹ کال پیل شو.
دا ودانۍ مدرن امنیتي سیستم لري چې د هند الیکترانیکس کاروپورېشن لمیټیډ پکې نصب کړی دی.
د هند د نوي سفارت د پرانستنې په مراسمو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني او یو شمېر دیپلوماتانو ګډون کړی و.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د سفارت په افتتاحیه غونډه کې وویل:«دا د افغانستان لپاره د انتقال ډېره حساسه لسیزه ده. هند به تل د افغانستان لومړنی ستراتیژیک شریک وي او تل به د یو موټي، سوکاله، خپلواک او غښتلي افغانستان لپاره، چې ډېرو افغانانو د د هغه په خاطر ځانونه قربان کړي دي، د افغانانو ترڅنګ وي.»
دې وویل چې هند د دغه هدف لپاره هر څه چې په وس ول له افغانستان سره کړي دي.
د هند د باندنیو چارو وزیرې زیاته کړه:«غواړم له افغانانو مننه وکړم چې پر له پسې یې په افغانستان کې زموږ کارونه ستایلي دي. دا تل زموږ د تشویق او روحیې سبب شوي دي.»
هند په افغانستان کې د بیارغونې په پروژو تر دوه ملیارد ډالره زیات لګولي دي.
په کابل کې د هند پر سفارت تراوسه پوري دوه ځلي تروریستي حملې شوي دي. لومړۍ حمله په ۲۰۰۸ میلادي کال وشوه، ورپسې په ۲۰۰۹ میلادي کال برید وشو چې ۷۵ تنه پکې ووژل شول.