د معمول سره سم په بېلابېلو هېوادونو کې په خپل وار سره د ملي او دیني ارزښتنو د درناوي په ویاړ د وخت د غوښتنو سره سم یو لړ ځانګړي مراسم تر سره کیږی او دا چې په څه د پاسه درې لسیزو کې افغان بې وزله ولس د بېلابېلو ناتارونو او غمیزو د حلاجۍ په لړونو کې وزبېښل شو ، د هغه هېوادوالو په یادچې ځانونه یې د هېوادنۍ میني په سمندر کې د یو مقدس ارمان لپاره لاهو کړل او له منځه ولاړل . میندې یې بوري ، مېرمنې یې کونډې اولادونه یې یتیمان او خپلوان یې د غم په ټغر ناچاره پاتې شول ، د شهید په نامه د یوې ورځې یاد کوم بد کار نه دی.دا د هر ځوان حق دی تر څو پوه شي چې ددوی د پلارونو د میړانې په ترڅ کې شوروي ځواک په افغانستان کې ماتې وخوړه او ددوی پلارونو د هیواد د بچیانو لپاره خپل ځانونه قربان کړل. نو همدغې ورځو ته د احترام او د شهید سپیڅلې وینې او قربانۍ ته د درناوي په خاطر د افغانستان ولسمشرۍ د سنبلې (وږي) د میاشتې له ۱۸ــ۲۴ پورې د اونۍ د شهید په نامه ونوموله. تیره ورځ هم همدغه ورځ ولمانځل شوه، په دې مراسمو کې د هیواود ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو تر څنګ د هیواد سترو جهادي شخصیتونو او مخورو مشرانو ګډون کړی و.
په غونډه کې ولسمشر کرزي د تیرو څو لسیزو شهیدانو د قربانیو ستاینه وکړه او په ضمن کې یې د اوسنیو ترینګلو حالاتو څخه د ولس د خلاصي په خاطر د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې ��ر تر ژره سره یوې موافقې ته ورسیږي. ورپسې جهادي مشر او د ولسمشرۍ لومړي پړاو ټاکنو نوماند استاد عبدالرب رسول سیاف هم خبرې وکړي. د استاد له خبرو وروسته بل ستر جهادي مشر او د افغانستان پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي ته د خبرو کولو بلنه ورکړل شوه.
خو په هېواد کې وروستۍ سیاسي او انتخاباتي ستونزې دومره جدي شوي؛ چې د شهید اونۍ او د جهادي قومندان احمدشا مسعود د وژل کېدو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې یې د جهادي مشر مجددي صیب د خبرو مخه ونیوله.
ددغه نېټې درناوی هغه وخت په سپکاوي واووښت کله چې ستر جهادی شخصیت او د افغانستان پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د خبرو کولو لپاره د دریځ سر ته د خبرو کولو لپاره اوچت شو. او یو شمیر مغرضو اشخاصو یې د خبرو کولو مخنیوی وکړ.
په رښتیا همدمایوسۍ خبره او د تاسف ځای دی چې د شهیدانو د اونۍ د لماځلو په غونډه کې داسې سپکعمل تر سره کیږي ، دا نه یوازې د مایوسۍ خبره ده بلکې دا د شهیدانو سپګاوی دی ، حضرت صاحب د هیواد یو روحاني سپین ږیری مشر دی ، خبرو ته د حضرت صاحب نه پریښودل ټولو جهادي مشرانو او په ټوله کې ټول افغان مجاهد ملت تهیو توهین ګڼل کیږي.
دا نه یوازې د حضرت صیب سپکاوی دی بلکه د هیواد د هغه ځوان سرښندنې او میړانې ته سپکاوی دی چې ځان یې د هېوادنۍ میني په سمندر کې د یو مقدس ارمان لپاره لاهو کړ، میندې یې بوري ، مېرمنې یې کونډې اولادونه یې یتیمان او خپلوان یې د غم په ټغر پاته شول.
اصلا په داسې ملي ورځ کې د حضرت صیب سپکاوی یو له مخکې نه پلان شوي کار و، ځکه د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې مجددي صیب له یو شمیر جهادي مشرانو سره په ګډه له ښاغلي اشرف غني څخه ملاتړ کړی و. مجددي صیب ویلي و چې ما استخاره کړې ده او د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ لپاره وړ شخص نه دی. نو هاغه و چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم، د ښاغلي مجددي څخه د غچ اخیستلو لپاره، له دې څخه بله ښه موقع نه لیدله.
په تیرو دريو لسیزو جنګ جګړو کې چې کله هم د ګلبدین پاچاهي وه، کله د سیاف او کله هم د رباني ، د هیواد حالات مو ډیر خراب و، هره خوا ګډوډۍ وې ډېر خلک شهیدان شول، د پوښتنې یې څوک نه و، کونډې رنډې او یتیمان مو په وچ میدان پاتې شول. اوس چې د هیواد هر یمیم، هره کونډه، هره بوره مور او هر کړیدلی پلار دا غواړي چې د دوي په تیرو زخمونو پټۍ کیښودلی شي، هر ځوان مو غواړي تر څو پوه شي چې ددوی د پلارونو د میړانې په ترڅ کې شوروي ځواک په افغانستان کې ماتې وخوړه او ددوی پلارونو د هیواد د بچیانو لپاره خپل ځانونه قربان کړل، نو اوس چې یې څوک ددغه ارمان د پوره کیدو مخنیوی کوي او ملي ورځې د خپلو سیاسې اهدافو د ترلاسه کولو قرباني کوي هغوي باید د دغي سپکاوي ځواب ووایي.
په پاي کې یوه پوښتنه د اوسنیو د واک پر سر جنګیدونوکو ښاغلو څخه لرم چې تاسو چې هر سهار له خپلې ماڼۍ څخه وځۍ او د ماڼیو په څنګ کې مو د هېواد د سپېڅلي جهاد د شهیدانو یتیمان او کونډې خیراتونه غواړي ایا کله مو په خولۍ او پلو کې کومه روپۍ ور غورځولې ده؟
نه هیڅکله هم نه!