د کابل په روشنګرۍ پروګرام کې د ارواښاد ملک امان کاسي روح ته د دعا تر څنګ مختلفو نظر څښتنانو او د هغه نژدې ملګرو د نوموړي د مبارزې، افکارو، احساس او مقدسي مبارزې په باب ویناوې واورولې.

محمدیار- یار چې له مرحوم کاسي سره نژدې پاته شوی، د ده د بېساري سپیڅلو احساساتو او لویي سیاسي مبارزې په باب یې څرګندونې وکړې او هغه یې د لوی افغان وطن مجنون وباله، ده وویل:

« ملک امان کاسی داسې يو څوک و، چې د لر و بر پر ویش معتقد نه و، هغه ته به پر دې سخته غوصه ورتله چې کله به یې له چا څخه د لر و بر اصطلاح واورېده.

ده ویل چې افغان یو افغان دی، لر و بر پکښې نشته، ده ویل چې دا یوه استعماري اصطلاح ده چې زموږ په ذهنونو کې تقسیم تداعي کوي، په داسې حال کې چې موږ یو وجود یو او تقسیم نه یو.

جالبه دا ده چې تصادفاً نن د روشنګرۍ د لکچر موضوع هم ( سیاسي جغرافیه) ده.»

محمدیار وویل چې د ملک صاحب پر فکر و ارمانو به ډېر پروګرامونه جوړېږي، ځکه له خپلو خلکو او خاورې سره د ده مینه او جنون د تاریخ یو خاص فصل دی.

ملک امان کاسي د سنبلې پر ۸ – مه افغانستان ته د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې لمانځنې لپاره رابلل شوی و، محمدیار وویل چې دوه ځله یې ورسره ولیدل، په دوهم وار لیدنه کې چې ملک صاحب مریض و، په رېږدېدلي آواز یې ورته ویلي ول چې:

« محمدیار لالا! که مړ شوم، ته به مې پر قبر د افغانستان جنډۍ دروې.»

وروسته امان الله هوسا د خپلو تاثراتو څرګندولو تر څنګ وویل چې:

«تېره پنجشنبه ما په خوشال فکري بهیر کې خپل لکچر(خوشال او لیډرشیب) نیمې ته رسولی و، چې ملک صاحب راغی، هغه زما په خبرو ډېر احساساتي شو او زما څخه یې د یوې څلوریځي اجازه وغوښته هغه د الفت صاحب دا څلوریځه وویله:

پتنګ نه دی پر سره اور چې ستی نه شي

بلبل نه دی چې پر ګل فریادي نه شي

زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی

په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

ښاغلي هوسا زیاته کړه چې،« زما ټول لکچر یوې خوا ته او د ده دا څلوریځه بلې خوا ته وه، زه پوه شوم چې د ده په زړه کې څرنګه اور دی.

دی له کومه ځایه راځي، دی څنګه زموږ په شاعرانو کې هغه ښه شاعر انتخابوي؟

ما ته یې وویل چې ته باید په تلوېزیون کې لکچر ورکړې، دلته دیرش کسه درته ناست دي، هلته به دېرش میلیونه درته ناست وي، بیا یې ما ته وویل چې کوټي ته به راځې، زه خلک درته راغواړم، دغسې لکچر به ورکوي، بیا یې موږ ته د خپلې مبارزې په باب وویل چې، زه خدای د موره پیداکړی یم د پښتنو او بلوڅو سره ولاړ وم، ولاړم یم او ولاړ به اوسم، ځکه پر دغو قومونو د پنجابیانو سخت ظلمونه روان دی او موږ به یې په مقابل کې ولاړ یو»

بیا نبي ساحل د هغه جرئت وستایه او ویې ویل، چې یو وخت دی په پېښور کې په دانش کتابخانه کې ناست و، چې ملک صاحب راغی او د پاکستان پر ضد یې هغسې سپینې خبرې وکړې، چې آن دوی یې وډارول، ساحل زیاته کړه، چې بیا ده له دانش څخه وپوښتل چې ملک صاحب څنګه دغسې خبرې کولای شي، نو دانش صاحب ورته ویلې ول چې ملک صاحب د مرګ هېڅ پروا نه لري، ځکه د هغه خوله د بندېدو نه ده.

په اخیر کې د هغه روح ته دعا وشوه.

د یادونې وړ ده چې مرحوم ملک امان کاسي نن ماپښین شاوخوا دوې بجې مهال په کابل کې خپل پاک روح حق ته وسپاره او جنازه به یې سبا د سهیلي پښتونخوا مرکز کوټي ښار ته وړل کېږي.

راپور: عصمت بهیر

0 thoughts on “په کابل کې د ملک امان کاسي کارنامې وستایل شوې”
  1. داواقعي ملی اتل دی الله دی وبخشی دکاسی صاحب ويناوی او ليکنی بايد په نشر ورسيږی او تری لکچرونه جوړشی دازموږ دوطن لويه ضايعه ده، د خدايي بخشلی کاسی صاحب داولادی څخه هيله ده چي دخپل پلار تاريخ په خپلو کړوکي ژوندی وساتی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *