هیواد والو !
ولي موږ چي داهرڅه رغولي دي
مرګ به یې فناکړي
او زموږ الفاظ به
په هواکي تحلیل سي
او زموږاعمال به په تیاروکی ډوب سي ؟
نوڅه هم دا ژوند دی
څه زموږ په زړونوکي پراته حسرتونه
او زموږ روح ځورونکي شیان
ټول در ټوله به فناسي ؟
……………
اې زماملګرو!خپلي اوښکي پاکي کړی
او خپل لاسونه دا ډول پورته کړی
لکه سهار وختي چي ګلان غوړیږي
او وګورو دمرګ مرغه به درڼاپرتمبه ناست وي
زمادبستراودخلاترمنځ
……………….
ماته ،خپله ماته
زماځلېدونکې توره او سپر
داستاپه سترګو کي وځلیدل
تخت ته رسېدل دمرییتوب نخښه ده
……………
فطرت لره مرګ نسته
نه یې کوم قبرسته
دسپرلي موسم خوتېرسي
دمسرت ډالۍ یې موجودپاته وي
…………….
زماهیوادوالو !تاسولماڅه غواړی
څه تاسوپه پېشوبازۍ مطمین کړم
یاکه دخپل ځان دخوشالولو په خاطر دزمري په څېر وغړمبېږم ؟
ماستاسو په خاطر سندري وبوللې
لاکن تاسو ورته ونه نڅېدل است
ماستاسو په وړاندي وژړل
لاکن تاسو چوپ پاته واست !