ملي مبارز مشر او د پښتنو رښتینی خواخوږی ملک امان الله کاسي تېره اونۍ د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځې په مناسبت جوړ شوي علمي – څېړنیز سیمینار او جشن ته له سهیلي پښتونخوا څخه راغلی وو، خو په خواشینۍ سره چې دغه مبارز مشر نن (پنجشنبه) په پلازمېنه کابل کې د ور پېښې ناروغۍ له امله ومړ.
انا لله و انا الیه راجعون
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ملک امان الله کاسي مړینه لویه ملي ضایعه بولي، ځکه نوموړی د پښتنو او بلوڅو د یووالي پلوی وو، د همدې او د پښتنو او بلوڅو د حقونو لپاره یې ټول عمر عملي مبارزه وکړه. په دې برخه کې د نوموړي هلې ځلې او سرښندنې له هیچا څخه هم پټې نه دي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو، ملګرو، خواخوږو او ټولو پښتنو ته د دغه رښتیني او مېړني مبارز ارواښاد کاسي د مړینې او ویر له امله د ډاډ ګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوي.
ارواښاد امان الله کاسي د فخر افغان باچا خان او شهید خان عبدالصمد خان له نږدې او لومړنیو مبارزو ملګرو څخه یو وو. نوموړي د ۱۳۹۳ کال د سنبلې په نهمه نېټه د پښتنو او بلوڅو پیوستون په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د باچاخان د لومړنیو دولسو مبارزو ملګرو څخه یوازې همدی (ملک امان الله کاسي ) ژوندی دی، خو په خواشینۍ سره چې ارواښاد امان الله کاسي نور زموږ په منځ کې نشته. اروا یې ښاده او یاد یې تاند.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ارواښاد امان الله کاسي ته له ستر څښتن تعالی څخه د فردوس جنت دعا کوي، کورنۍ ته یې د دغه لوی غم د زغم دعا کوي. او له ټولو هېوادوالو څخه هیله کوي چې د ارواښاد امان الله کاسي او د ده د نورو مبارزو ملګرو د ملي ارمانونو د پوره کولو او پاللو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
ډاکټر محمداکرم خپلواک
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر
