له تهذيبي پلوه که ادبيات د بنيادي رسالت له زاويې ګورو نو د جګړې کلمه ورسره په معنوي لحظ سخته متضاده رويه خپلوي، ځکه ادب د بشرد هر اړخيز دايمي ثبات خبره کوي او جګړه په هر حواله د بشر د فردي او اجتماعي ضايعې سبب کيدلى شي خو ولې ادبيات او جګړه د خپلو تيوري اساساتو په بنا اختلاف څرګندوي،ادبيات تهذيب خوروي د انسانې ذهن په جوړونه کې هغه موضوعات د انساني خير، ښيګړې په هدف د ځان لپاره سماجي منصب بولي چې د جګړې په مواردو کې يې تخليق کوي او جګړه د مقدسې جګړې په نامه خپل استدلال وايي،
جګړه چې څومره کرکه ترې کيږي، په همدومره کچه يې خلک قرباني هم دي، د ژوند په اوږدو کې خامخه لکه د انساني سرشت برخه چې وي، د ژونديو انسانانو ترمنځ واقع کيږي، په داسې يو حالت کې ادبيات خپل ټولنيز رسالت دا ګڼي چې د سولې او جګړې د عواملو اوعواقبو په تړاو خپل موضوعات د ليک او تخليق برخه وګرځوي،
همدا ځاى دى چې د ادبياتو تيوري د دوو مشهورو تمايلاتو د بحث وړ موضوع وګرځي، يوه ډله ادب د ژوند لپاره او بله يې ادب د ادب لپاره پرې تاکيد کوي، تر څنګ يې دريمه ډله د دې دواړو لارو د پالنې لپاره د امتزاج لاره غوره ګڼي چې ډير کله همدا د امتزاج لاره د هنر او افقيت لاره بلل شوې ده ځکه چې دريمه لاره د فن او موضوع د امتزاج لاره ده، تجربو ثابته کړې چې د همدې فني پيرايې له سوبه د پرويګنډې او د ذهني عياشى هغه سوليدلي اصطلاحات خو بيخي پردې امتزاجي پنځونو نه تطبيق کيږي چې اکثر يې هنري افاده له همدې پيرايې څخه سرچينه اخلي، بيلګه يې د ډاکټر درمل او سايل صاحب په دې دوو شعرونو کې موندلى شو،
خدايه سپينه سوله خو په تورو جنګي سترګو کې
لږه د سپيڅلي انقلاب غوندې راوړوه
( ډاکتر احسان الله درمل)
هر څوک چې وي دا به زمونږ د وطن ښکلي نه وي
چې يې په نيمه خندا شونډې وينې وينې نه شي ،
(رحمت شا سايل)
د جنګي موضوعاتو په پيرايه کې دا حتمي وي چې پنځونکى له يو ډول شدت،کشمکش او نسبتا ناارمه نفسياتي عمل سره مخامخ وي، خو هغه چې توازن ساتلى شي،! نو پداسې يو حالت کې خپل دا عمل نورمال حالت ته راولي او په خورا هنري زاويې خپلو تخليقاتو ته د تخليق جامه وراغوندي او په اصل معنا دا ډول پيرايې بيا تر ډيره د معيار په ارزښت برابرې وي او د استدلال او منطيق پر بنياد يې هيڅ کومه تيوري پر افراط او تبليع نه ثورنه وي، چې پورته دواړه شعرونه يې ښه بيلګه بللى شو، او يا هم د طايرځلاند دا بيت يې په اړه ښه مثال کيدلى شي،
ورکومه ګلابونه د ازغو په بدله،
زه نه کوم له وخته سره جنګ د ستا په رنګ
( طايرځلاند )
تر کومه حده چې د پيرايې خبره ده نو دا يوازې په فن پورې هم محدوده نه ده، زما په فکر ښه ده چې دلته يې د نورو ژانرونو لپاره د تخليقي رويې په اصطلاح ونوموو، يعنې له تخليقي رويې دلته زمونږ منظور د موضوع اهميت دى، د جنګ په حالات کې عموما د شاعر او اديب د تخليقي پنځونو موضوعي محور ( تخليقي رويه ) پر دوه ډوله څرخي چې يو يې له جګړې کرکه او دوهم يې د سولې او ثبات په ستاينه او ارمان تمرکز لري، خو دا دواړه رويې وس مهال د ځينو کره کتونکو په اند مسولانه ندي، يوازې په بيړنيو حالاتو کې همدومره څه د سماجي منصب په بهانه کافي نه بولي بلکې غوره يې ګڼي چې پداسې يو حساس وضعيت کې شاعراو اديب د خپل ټول دانشوارنه فهم پر بنسټ د حل لاره هم قام او اولس ته پکې وپنځوي، خو دا پدې معنا نه وايې چې ګواکې له ادبه دې د ورځپاڼو او يا دې د سياسي تهنګ ټينګ ادارو کار واخستل شي، بلکې د پورته فني پيرايې او تخليقي رويې پر بنسټ يې امکان څرګندوي،
که څه هم ورستى خبره په تخليقي حواله يوازې د تاريخ حصه جوړيدى شي، خو د لويو شاعرانو د تجربو کمال دا دى چې د حل لارو چارو ته مستقا ګوتې نه وروړي بلکې د هنر له لارې تر دې هم په لوړمسوليت دا رسالت تر سره کوي،
درويش دراني په پښتو شاعرانو کې يوازنى هغه شاعر دى چې د شعر دا برخه يې خورا په زړه پورې هنري معقوليت لري
چې بيا نه توره پورته شي، نه سر په وينو رنګ شي ،
با داره! دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي ،
چې زړونه سره يو کړو، او لاسونه سره ورکړو ،
دا کاڼي به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي ، ( درويش دراني )
د څو لسيزو په جګړو کې زمونږ د پښتو ادبياتو يوه لويه اشتباه دا وه چې تر ډيره د تخليقي رويو په مواردو کې هم پر يو ګډ هنر او تيوري نه وو سره يوه خوله، کنه ويل کيږي د ټولنيز احساس له مخې د ټولنيزسرنوشت په ټاکلو کې تيوري او هنر هم داوړه د شهکارونو تضمين کيدلى شي، لامل دا وو چې د جنګي وضعيت ټولنيزو نفسياتو مو هر څه په خپله لاسه په لويه پيمانه هيڅ کړل، هغه څه چې انسان ورسره د نشت په حال کې وي ډير ډير يې يادوي کم و زيات څلورلسيزې پرته له جنګ مونږ سره هيڅ نه وو مګر زمونږ تخليقي رويه دا وه چې اکثريت يې د جنګي موضوعاتو په تصوير کښنې او مستقما په ستاينه او غندنه بوخت وو ګوايا تخليق واقعي سياست وو!!؟