تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پخوانی عمومي قومندان جنرال جان الن په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد د جګړې د نړیوالو هلوځلو همږغوونکی وټاکه.

جان الن په سیمه کې او د سیمې له مشرانو سره د کار اوږده تجربه لري.

امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ د دې اعلان ترڅنګ وویل چې جان الن به په سیمه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد د نړیوال ايتلاف لپاره د ولسمشر بارک اوباما ځانګړی استازی هم ونومول شي.

الن د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸کلونو ترمنځ په بغداد کې د امریکا د سمندري ځواکونو د فرقې قومندان و. ده په انبار ولایت کې خدمت کړی او د القاعده پرضد یې د سني قبایلو د بېدارۍ د غورځنګ په فعالولو کې مهمه ونډه لرلې چې په نتیجه کې یې القاعده په عراق کې ماتې وخوړه.

الن له عراقه وروسته د امریکا د قواوو مرکزي قومندان شو او وروسته د ۲۰۱۱ میلادي کال له جولای څخه د ۲۰۱۳ کال تر فبرورۍ پوري په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان پاتې شو.

د ډېرو په نظر الن په افغانستان کې ډېر بریالی و. ده د نړیوالو ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو شمېر زیات راکم کړ او که به په کوم ځای کې ملکیانو ته تلفات واوښتل فوراً به یې بخښنه وغوښته او د پېښې په اړه به یې تحقیقات پیل کړل. له همدې کبله یې له ولسمشر حامد کرزي سره ښې اړیکې لرلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *