د افغانانو د ملي مبارز او رښتینې خواخوږې ارواښاد ملک امان الله کاسي د جنازې د انتقال په اړه نن د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د کابل د شهید دواد خان په روغتون کې ځانګړې مراسم جوړ شوې وه، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د وزارت معینانو او سلاکارانو، د ولسمشر سلاکار وزیر اسدالله وفا، د ملي شورا یو شمېر غړو، د قومي، مدني او فرهنګي ټولنو ګڼ شمېر استازو،قومي مشرانو، لیکوالانو او د اروښاد کاسي خواخوږو پکې ګډون کړی وو.
د جنازې د انتقال په مراسمو کې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت او د ارواښاد ملک امان الله کاسي روح ته تر دعا وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک خبرې وکړې او ويې ویل،چې نن افغان ولس یو بل رښتینې ملي مبازر او سیاستوال له لاسه ورکړ،چې خپل ټول ژوند يې د افغان ولس د یووالي، جوړښت او بادې لپاره وقف کړی ؤ .
ښاغلی خپلواک وايې د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او ټول�� افغانان د ملک امان الله کاسي مړینه لویه ملي ضایعه بولي، ځکه نوموړی د پښتنو او بلوڅو د یووالي او لوی افغانستان پلوی وو.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو، ملګرو، خواخوږو او ټولو پښتنو ته د دغه رښتیني او مېړني مبارز ارواښاد کاسي د مړینې او ویر له امله د ډاډ ګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وویل،چې ارواښاد امان الله کاسي د فخر افغان باچا خان او شهید خان عبدالصمد خان له نږدې او لومړنیو مبارزو ملګرو څخه یو وو، چې له تنکې ځوانې څخه يې د افغانانو له دې ملي مبارزینو سره يو ځای د افغانانو د یووالي او لوی افغاانستان لپاره مبارزه وکړه .
ده زیاته کړه ارواښاد ملک امان الله کاسی هیڅ ډول فشار، تهدید او ستونزو له خپل هوډ څخه وا نه ړاوه او تل يې مبارزه کول،چې خپل لوی افغان قوم په یوه واحده جغرافیه کې ووینې او تر پایه خپل دې هوډ ته وفاداره پاته شو.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک وايې، چې ارواښاد کاسي ما ته وویل، چې د لر او بر افغانانو د ستونزو د حل لپاره لویه جرګه را وغواړو تر څو د لوی افغانستان ټول افغانان په خپله خپلو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي، چې موږ به هم د خپلو مشرانو په مرسته د ده دا ارمانونه پوره کړو .
ښاغلی خپلواک وايې، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ارواښاد امان الله کاسي ته له ستر څښتن تعالی څخه د فردوس جنت دعا کوي، کورنۍ ته یې د دغه لوی غم د زغم دعا کوي. او له ټولو هېوادوالو څخه هیله کوي چې د ارواښاد امان الله کاسي او د ده د نورو مبارزو ملګرو د ملي ارمانونو د پوره کولو او پاللو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
وروسته د هېواد فرهنګي شخصیت عبدالله بختاني، د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي، قومي مشر ډاکټر صافي، د ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس زرین انځور او یو شمېر نورو سیاسي او فرهنګي شخصیتونو د لوی افغانستان د ستر مبارز او ملي مشر ملک امان الله کاسي د شخصیت او ملي مبارزو په اړه هراړخېزې خبرې وکړې او د ارواښاد مړینه یې د ټولو لر او بر افغانانو لپاره لویه ضایعه وبلل .
وروسته د ارواښاد ملکي امان الله کاسي جنازه په داسې حال کې چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلوک او د جنارې ټولو ګډون کوونکو يې ملتیا کول د شهید داود خان له روغتون څخه د کابل نړیوال هوايې ډګر ته انتقال شوه.
د افغانانو د ملي مبارز ارواښاد ملک امان الله کاسي جنازه د کابل په نړیوال هوايې ډګر کې په ځانګړو مراسمو سره د افغان جیټ الوتکې په وسیله، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا ورته چارتر شوې وه په داسې حال کې، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین محمد یعقوب احمدزی،د وزارت فرهنکي سلاکار ډاکټر خوشحال روهي، د سېمیزو مطالعاتو د مرکز مشر څېړندوی عبدالغفور لیوال او یوشمېر نورو قومي، سیاسي او فرهنګي شخیصتونو يې ملتیا کول له کابل څخه د کوټي ښار ته انتقال شوه . چې جنازه به يې نن د جمعې تر لمانځه وروسته تر سره کېږي او مړى به يې په کوټه کې په خپل پلارني کلي «چشمه اچوزۍ» کې خاورو ته سپارل کېږي.
ارواښاد ملک امان الله کاسى په ١٩٤٧م کال کې د کوټې ښارشمال لوېديځ لور ته په «چشمه اچوزۍ» کلي کې زوکړى وو، چې د خپل ژوند زياته برخه يې په ملتپال سياست کې تېره کړه.
ملک امان کاسىي له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو درلود، خو په پاکستان کې د پارلماني سياست مخالف او د پښتنو د ملي يووالي پلوى وو او د خدايي خدمتګار تحريک له مشر او د عدم تشدد د سياست له ستر مبارز له فخر افغان خان باچا خان سره د پښتنو پر کليو او ښارونو وګرځېد او له ملتپال پښتون سياستوال خان عبدالصمدخان اڅکزي سره يې هم د پښتنو د ملي يووالي لپاره سياسي مبارزه وکړه.
په ١٩٧٥م کال کې چې؛ پرنېشنل عوامي ګوند بنديز ولګېد او پر مشرانو يې د بېلا بېل تورونه پورې شول، نو ارواښاد ملک امان کاسی هم له بلوڅو او پښتنو ملتپالو سره یو ځای څه موده په زندان کې تېره کړه.
ارواښاد کاسى يو له هغو سياستوالو څخه وو، چې د سياست په هر ډګر او په هره غونډه، هر سېمينار کې يې د ډيورنډ کرښې په خلاف کلک دريځ درلود او د لرو او برو افغانانو د يووالي لپاره يې مبارزه کوله.
ده د پښتنو او بلوڅو د پارلماني سياست مخالفت کاوه او ويل به يې چې دغه دوه قومونه که د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه ونه کړي، نو تل به غلامان وي.
ملي مبارز مشر او د پښتنو رښتینی خواخوږی ملک امان الله کاسي تېره اونۍ د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځې په مناسبت جوړ شوي علمي – څېړنیز سیمینار او جشن ته له سهیلي پښتونخوا څخه راغلی وو، خو په خواشینۍ سره چې دغه مبارز مشرد پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې د ور پېښې ناروغۍ له امله ومړ.
روح دی ښاد او یاد دی وي .