نوي بربنډ شوي معلومات په ډاګه کوي، چې دشمالي ټلوالې دریو مشرانو غوښتل د عبدالله عبدالله له اجازې پرته د سنبلې په اتلسمه اړودوړ جوړ کړي، خو په امنیتي ارګانونو کې د شمالي ټلوالې مشرانو له همپالنې سره له همکارۍ انکار دغه توطیه شنډه کړه.
معلومات څرګندوي چې عبدالله هم د اړودوړ مخالف وو.په معلوماتو کې راغلي چې امریکا سفارت د غونډې په سهار عبدالله او د شمالي ټلوالې دریو مشرانو ته ګوتڅنډنه کړې ده.
د وضعیت له نورمال کېدو سره سره عطا محمد نور په شمال کې د ګډوډۍ هڅې کوي. د همپالنې یوه منبع وايي، دوی به د ټاکنو پایلې ومني، خو د ملګرو خواره واره اعتراضونه او مخالفت به یې تر یو وخته دوام وکړي او دا د پلان برخه ده .
د ملګرو ملتونو او امریکا استازو همدا پرون هم د ملي وحدت حکومت پرسر له دواړو انتخاباتي ډلو سره ناسته درلوده او د دواړو ډلو ترمنځ د لومړنۍ لاسلیک شوې پرېکړې په اساس د ملي وحدت حکومت جوړولو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته دی.
خو د همپالنې ټیم په مشرتابه کې رامنځته شوي درزونه او د عطا محمد وروستۍ څرګندونې ددې لپاره دي چې له خپلې ماتې تېښتې ته لار جوړه کړي.
شنونکي وایي، همپالنې ټیم ځکه په ښکاره د پایلو له منلو انکار کوي، چې حد اقل پدې ډول د خپلو پلویانو له انتقادونو ځان وژغوري او له انتقادونو سره سره به د راتلونکي حکومت یوه برخه وي او یا به همداسې مرور پاتې شي او سیاسي مزاحمتونو ته به دوام ورکړي.
امان الله ګذر او امرالله صالح ته د امریکا سفارت لخوا تر ګواښ ورکولو وروسته هغوی غلي دي، خو د ښاغلي نور څرګندونې هم یوازې تر خبرو محدودې بلل شوې دي.
د تحول لخوا د همپالنې له ټولو غوښتنو منلو وروسته عام خلک هم د همپالنې نورې غوښتنې د قانون خلاف بولي او د دوی لخوا د بحران جوړولو سره موافق ندي. دوی د درې میلیوني مدني اعتراض ګواښ کړی و، خو پرون یې په ملاتړ په کابل کې ایله شپږ سوه کسان راټول شوي وو.
د ملګرو ملتونو لخوا په تازه خپره شوې اعلامیه کې سل په سلو د رایو تر تفتیش وروسته افغان ټاکنې د نړۍ په سطحه اعتباري بلل شوې دي او دا ښیي چې نړیواله ټولنه هم نور دوی ته د بحران جوړولو اجازه نه ورکوي.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال وایي، د ملګرو ملتونو اعلامیه د همپالنې ټیم هغو ادعاوو ته د رد ځواب دی چې په نړیواله سطحه یې د افغان ټاکنو سلامت ته زیان اړولی وو: ((په کور دننه او نړیواله سطحه دغه اعلامیه ډېره مهمه ده: په نړیواله سطحه د راتلونکي حکومت مشروعیت تضمینوي او په کور دننه به هغو منتقدینو ته ځواب وي چې د یو منتخب حکومت په اړه یې لري.))
ښاغلی لېوال زیاتوي، چې په همپالنې ټیم کې شته دوه ستونزې د روان حالت باعث شوې دي: ددې ډلې یو شمېر ناراضي ملګري هڅه کوي د ملي وحدت حکومت پر سر رامنځته شوی جوړجاړی سبوتاژ کړي او بله ډله بیا په هر صورت بحران د ځان په ګټه بولي، څو ملي او شخصي شتمنۍ لوټ او تالان کړي.
محور ورځپاڼې معلومات ترلاسه کړي، چې د سنبلې د اتلسمې په سهار امریکا سفارت عبدالله او د شمالي ټلوالې دریو مشرانو ته ګوتڅنډنه وکړه، چې د بحران جوړولو هڅه ونکړي.
د بحران جوړونکو په ډله کې عطا محمد نور یوازې پاتې شوی دی او له هغو امنیتي ارګانونو هم مایوسه شوي دي چې دوی پرې زیات حساب کاوه.
دفاع وزارت ویلي، پوځ به هېڅکله هم په سیاسي مسایلو کې ورګډ نکړي، د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت دریځ هم د دوی د غوښتنو خلاف دی. د همدې مایوسۍ له وجې ورو، ورو په شا کېږي.
De thalwaley mekhalifatuna pe khpel manz key haqiqi ne di aw de ganhkapano drama da, ter tso ham pe hekumat key dheyrey chawkei ter lasa krhi aw ham opposition de doi wi.