استاد احمل ښکلی

له زياترو زلمو نه اورم، چې خبرې راسره شته؛ خو د ليکنې پيل راته سخت دى.

يو د نه ليکلو کمى وي، بل پر ځان دا فشار چې والله زه خو څه نه شم ليکلاى. لومړى کمى به سړى پوره کړي؛ خو دويم- چې اروايي دى- کنټرول يې هوډ غواړي، ځکه نو دا رواني فشار پر ځان سپرول نه دي پکار چې څنګه يې وليکم، زه خو ليکل نه شم کولاى.

دا احساس که کابو نه شي، ښايي لوى شي او پر ځان د سړي باور ووژني يا ورته د کمترۍ احساس پيدا کړي. د کابو کولو يواځنۍ لار يې ليکل دي.

که هر څنګه وي، ليکل پکار دي. دې احساس ته لار مه ورکوئ، چې زما ليکل خام دي يا په ويلو نه ارزي، بلکې ځان ته ډاډ ورکړئ، چې زما ليکل به ډېر خلک اغېزمن کړي.

ضرور نه ده، چې له پيله ليکنه وکړئ. خير دى، نن مو چې څه ليدلي، هغه وليکئ، خپله يوه خاطره وليکئ، پر حالاتو خپل نظر وليکئ، د ملګرو خبرې وليکئ؛ خو يو څه وليکئ، چې قلم مو وچلېږي.

پر لومړۍ ورځ د پخو ليکلو هيله مه کوئ. د ليکلو په کار کې بيړه نه ښايي، چې ملا صاحب، کډه مې روانه ده، زوى مې راملا کړه، چې زه دې همدا نن نوميالى شاعر يا ليکوال شم. حوصله پکار ده. که ليکل مو پرله پسې وو، ورو ورو به ښه شئ.

په ليکلو کې مطالعه هم ضرور ده، ځکه يو خو مو معلومات زياتېږي، فکر مو ورسره پخېږي او لويه خبره دا چې له مطالعې نه د ليکلو چل او املا زده کوئ، چې ليکوال دا خبره څنګه کړې. کوم ظرافتونه او څنګه هنري ژبه يې کارولې ده.

دا خبره سمه نه ده، چې يو ځل مطالعه پکار ده، بيا ليکل. مطالعه او ليکل هممهاله روان وي، ځکه مطالعه که پخوالى غواړي، ليکل يې هم غواړي. ډېر کسان شته، چې ښه مطالعه لري؛ خو د ليکلو توفيق لا خداى نه دى ورنصيب کړى.

خبره د ليکنې پر پيل وه. د ليکنې پيل يا رسمي وي يا نارسمي.

رسمي دا چې ليکنه د موضوع له پيله شروع شي او پر پاى يې ختمه شي. مثلا: پر (هنري منطق) ليکنه کوئ. رسمي پيل به يې د هنري منطق پر تعريف وي، چې هنري منطق دې ته وايي. بيا به ورو ورو د هنري منطق ځانګړنو، کمالونو او قوت ته راځئ او داسې به مو ليکنه پاى ته ورنېژدې کېږي او بشپړېږي.

دې ته ځکه رسمي پيل وايو، چې عموما په څېړنيزو مقالو، مونوګرافونو، تېزسونو او نورو کې کارېږي. په دې هم رسمي وي، چې خبرې يې رسمي وي.

د ليکنې دا پيل په دوديز پيل کې راځي، چې له ډېر پخوا نه په ليکنو کې دود دى او په اسانه پرې ليکوال ليکنې ته ورداخلېداى شي.

نارسمي پيل بيا زياتره له نارسمي، په تېره کيسه ييز ادبه متاثره وي. د ازادو ليکنو پيل نارسمي هم کېداى شي.

نارسمي پيل ناعادي او نادوديز پيل وي، ځکه چې د ليکنو له عادي يا عام پيله پکې انحراف وينو، ځکه نو دا پيل ادبي ارزښت لري او په ليکنه کې له نوښت سره سره خوند پيدا کوي.

نارسمي پيل، بيا په څو ډوله دى:

يو: ليکوال خپله ليکنه په خپله يوه خاطره پيلوي. مثلا: وايي، چې تېر کال مې په کابل کې په يوه سيمينار کې ګډون کړى و، هلته د هنري منطق خبره راياده شوه. پوهانو پرې خبرې وکړې؛ خو ډېرې موثقې نه وې.

دوه: ليکوال په يوه پېښه ليکنه پيل کړي. مثلا: پرون مې له بريالي غمجن سره پر هنري منطق بحث و. هغه په هنر کې د منظق خبره نه منله او يواځې علمي منطق ته يې غاړه ايښوده.

درې: ښايي ليکنه د يوه لوستي اثر په يوه جمله پيل کړو؛ مثلا: فرانسوى ليکوال….وايي، چې په کوم شعر کې چې منطق نه وي، زړونو ته خو به کوز شي، خو ماغزه به يې وانخلي.

داسې هم کېداى شي، چې د ليکوال نوم يې ګرد سره وانخلئ، خبره يې په وړو لينديو کې وليکئ او نوم يې په لمنليک کې ياد کړئ.

څلورم: ليکنه د کيسې غوندې د منځ يا پاى له يوې خبرې يا جملې هم پيلولاى شو؛ مثلا: د شعر منطق د کيسې له منطق سره توپير لري. يا د پاى جمله: منطق چې په نظم و نثر دواړو کې نه وي، خلک يې نه لولي.

پيل په پاسنيو مواردو کې په هر يوه پيلولاى شئ؛ خو په دې شرط چې له نورې ليکنې سره منطقي تړاو ولري. که له لاندې ليکنې سره د پيل هنري تړاو نه وي، هغې ته د هغې ليکنې پيل نه وايي.

د نارسمي پيل ګټه دا ده، چې پر لوستونکي يې د څېړنيزې ليکنې د لوست هومره فشار نه وي او مخاطب داسې انګېري، لکه ليکوال چې ورته په خوله لګيا وي يا چې ورته د خپل شخصي ژوند کيسه کوي. خوند هم ترې اخلي او پند هم.

تر پيل وروسته چې کومې خبرې په ليکنه کې راځي، هغه ټولې له يو بل سره منطقي تړاو لري او پرله پېيلې(مسنجمې) وي. ليکوال پرې فکر کړى وي، چې زما په ذهن کې کومې خبرې دي، هغه په ليکنه کې کومه مخکې کړم، کومه وروسته؟ ليکوال تر ليکلو مخکې په ذهن کې د خپلې ليکنې خاکه جوړه کړې وي. که دا خاکه يا جوړښت نه وي، ښايي خبرې يا ليکنه رانه ګډوډه شي.

که د ليکنې پيل مو خوندور وي، په لوستونکي کې دې پاتې ليکنې د لوست شيمه پيدا کېږي او که په يوه فرسوده جمله پيل وي؛ نو ښه ليکنه به هم څوک ونه لولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *