د معاصرې ( نوې) څېړنې د ټولو اړینو ځانګړنو او خصوصیاتو په نظر کې نیولو سره مستحق څېړونکی سر محقق زلمی هیوادمل د پښتو ژبې په تحقیقاتو کې د سر سړی دی. که دې ته د پښتو ژبې د دریمې دورې د تحقیق پلار ووایو، مبالغه به نه وي.

زما په پوهه د القابو په ورکولو کې باید له احتیاطه کار واخیستل شي، خو زه په زغرده وایم، تر نن ورځې پورې دې د څېړنې په برخه کې د ټولو لیکوالانو او محقیقینو په سر کې ځای لري.

پخواني مشران لیکوالان او محققین مو د قدر وړ دي او په خپلو لږو امکاناتو یې د ځینو لومړنیو څېړنو بیسټ کېښود، خو سر محقق زلمی هیوادمل بیا د پر مختللي میتود په رڼا کې داسې نوې نوې څېړنې او تحقیقات وکړه چې د خپل وخت نوې او لومړني کارونه دي.

د ساینس او تکنالوژي ننني انکشافات د نویواو پرمختللوڅېړنو او تحقیقاتو برکت دی، څېړنه د ساینسي او اجتماعي علومود ټولو برخو لپاره مهمه ده.

ځینې خلک تحقیق نه تخلیقي کارونو ته زیات اهمیت ورکوي، خو دوی په اصل او حقیقت کې له څېړنیزو اثارو څخه د هغو اثارو تعبیر کوي، چې لیکوال د کتاب پرپوخ دځان لپاره (څېړونکی) لیکلی وی، خو دا کتاب به ژباره او یا راټولونه وي.

ډېر لیکوالان دي د لیکوال، مولف او څېړونکي تر منځ توپیر نه شي کولای.

یوه ورځ د ننګرهار د دارالمعلین د یو استاد په کتاب مې ولیده، چې ژباړه او څېړنه یې پرې لیکلې وه او د پوهنتون د استادانولقب (پوهیالی) یې د ځان لپاره لیکلی و. په حقیقت کې دې کتاب ژباړلی و.

رښتیا چې له داسې اثارو نه تخلیقې اثار بهتره دي. حقیقت دادی په یوه ژبه کې لیکوالان او شاعران ډېر وي، خو څېړونکي پکې د ګوتو په شمار وي، معنا دا چې هر څېړونکی د څېړنې د کمال تر څنګه لیکوال هم دی، خو هر لیکوال څېړونکی نه دی.

زما په نظر د څېړنې کار ډېر دروند کار دی اوڅېړونکی باید د محترم استادهیوادمل صاحب په شان  ډېره لویه حوصله ولري.

د پوهنتونونو ډېر مشرانو استادان د څېړنې په نامه اثار لیکي، خو د څېړنې میتودولوژي د اصولو په نظر کې نیولو سره یوازې د څېړنې جولېز جوړښت مراعت کوي او د اثر په محتوا کې یې د څېړنې څرک نه ښکاري، چې مثالونه یې ډېر زیات دي.

د تحقیق په دنیا کې دوه ډوله محقیقین لرو، یو هغه محقیقن او څېړونکي دي، چې په تحقیق کې له دقته کار اخلي، په پښتونخوا کې لوی خوشحال پوه استاد دوست محمد کامل مومنداو افغانستان کې مشر استاد پوهاندعبدالحی حبیبي، پوهاند صاحب عبدالشکور رشاد اوپه ژوندیوکې سرمحقق زلمی هیوادمل  یادولای شو.

بل ډول هغه محقیقین دی، چې په تحقیق کې له سرعته کار اخلي، چې په پښتونخوا کې همیش خلیل صاحب یادولای شو.

سرمحقق زلمي هیوادمل دمعاصرې نوې څېړنې په برخه کې د قدر وړ کارونه وکړه او د پوهاند ډاکټر محمد رحیم الهام خبره که د دې په څېړنېزو اثارو د ستاینې قصیدې ولیکل شي، هم د دې حق نه ادا کېږي.

د استاد د ادبي خدمتونو او هڅو که هر څومره ستاینه وکړم، کمه به وي او د دې پر ادبي هلو ځلو که د ډاکټري  phdتیسیس ولیکل شي، نود دې حق به مو ادا کړی وي.

په منځنیو پیړیو کې ارسطو دومره شهرت ګټلی و، چې اکثرې مناقشې به دده د نظریاتو په وسیله حل کیدې. د رنسانس تر دورې پورې د ارسطو نظریې د کاڼي د کرښې په شان ګڼل کیدې. نامتو انګلیسي فیلسوف برتراندرسل لیکي: د ارسطو په عقیده د ښځو غاښونه د سړو تر غاښونو کم دي که څه هم ده دوه واره  واده کړي وه، مګر ده هیڅکله زیار ونه  ایسته چې دغه  دعوا د خپلو ښځو د غاښونو په ګڼلو سره ثابته کړي.

هیوادمل صاحب په پټو سترګو هر څه نه منې او په تحقیق کې حقیقت ته د رسېدلو لپاره هر ډول ستونزې ګالي او ډېر دقت کوي.

د استاد د څېړنې میتودولوژي د تیورۍ اهمیت تر عنوان لاندې  د جامع الازهر استاد دوکتور احمد شلبي په حواله په دې مورد مفصلې خبرې کړي دي، چې زه یې لنډیز را اخلم: څېړونکی چې هر څه لولي، هغه باید په خلاصو سترګو ولولي، هغه نظریات او اراوې چې اسلافو وړاندې کړي، هغو ته کاملا تسلیم نه شي، په هغه کې غور وکړي.

زلمي هیوادمل چې د څېړنې میتودولوژي کې د لیکوالانو لپاره کومې لارښوونې کړي دي،اول یې پرځان عملي کړي دي.

د دې د تحقیق د کار طرز او طریقه د منطقې په سطحه د ستایلو وړ دی او د فارسي، اردو، هندي او داسې نورو ژبو د ښه محقیقینو په قطار کې یې یادولای شو.

څېړنپوهان په دې نظر دي، چې یو ښه محقق باید شکاک وي، هرې نظریې، هرې خبرې او هر سند ته باید د شک په سترګو وګوري، له ښه شکاک څخه یو ښه محقق جوړیدای شي، هیوادمل صاحب کې لوړه ځانګړنه شته.

ځینې وخت  دی په نورو لیکوالانو انتقاد کوي، خو دې انتقاد نه یې خپل ځان هم  نه دی ژغورلی او کله کله پر ځان هم نیوکه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *