ډاکټر کمال مرجان –

«دولة اسلامية في العراق و الشام» (په عراق او سوریه کې اسلامي دولت) یا «داعش» تېر جون میاشت کې د رسنیو سرټکی وګرځېد. جون میاشت کې داعش د اسلامي خلافت اعلان وکړ او خپل مشر ابوبکر البغدادي يې د مسلمانانو خلیفه وباله.

دغې ډلې پخوا د القاعدې نړیوالې ډلې داخل کې فعالیت کاوه. د دوی د کار ساحه عراق وه. په ۲۰۰۶م کال کې دغې ډلې ته د اسامه بن لادن له خوا د عراق د اسلامي دولت د اعلان اجازه ورکړل شوه. د اسامه بن لادن له شهادت وروسته د دې ډلې اړیکي د القاعده له پاتې مشرتابه سره مخ پر سړېدو شوې. ابوبکر البغدادي د کار ساحه له عراق څخه سوریې ته پراخه کړه. هلته یې هم د بشار اسد د رژيم پر ضد فعالیت پیل کړ. په سوریه کې د القاعدې څانګه «جبهة النصرة» فعاله وه. د عراق اسلامي دولت او جبهة النصره ترمنځ خبره تر مخامخ جګړو پورې ورسېده. کله چې درې میاشتې مخکې داعش اسلامي خلافت اعلان کړ، نو له هغې وروسته یې خپله ډله حق وبلله او نور یې مجبور وبلل، چې باید له دوی سره بیعت وکړي. د خلافت اعلان معنا همدا وه، چې دوی د خپل ځان په شتون کې بل حرکت نه مني.

په هر صورت، دلته زموږ د بحث محور دا نه دی، چې داعش څه مشکلات لري. دغه حرکت هم نوی دی، ډېرې ستونزې لري، خصوصا ډېرې اسلامي ډلې په جزوي مسایلو تر کفره رسوي. دوی چې څومره له محاربو کفارو سره مخالف دي، په هماغه کچه په عراق کې له شیعه وو او هغو سره چې د دوی خلافت نه مني مخالفت ښيي او د خپل مخالف وژنه ورته ډېره ساده چاره برېښي.

داعش د خپلو وژنو په لړۍ کې تر اوسه درې امریکايي خبریالان وژلي. د یوه په مقابل کې خو یې د پاکستانۍ ساینسپوهې ډاکټرې عافيې صدیقي د خوشې کولو غوښتنه هم وکړه. دې کار امریکایان ډېر اندېښمن کړل. له بلې خوا داعش په عراق و سوریه کې په ډېره بيړه سیمې تر خپلې ولکې راوستې، چې دې کار یې وکولای شوای، په نژدې راتلونکې کې د امریکا ایتلافي سیمه ییز هېوادونه له ګواښونو سره مخامخ کړي او په پای کې په سیمه کې د امریکا ګټې چېلنج کړي. پرون بارک اوباما اعلان وکړ چې نور نو داعش سره په جګړه کې واقع دي. دوی د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف په لټه دي. جنرال جان الن یې د دې جګړې د قومندان په توګه هم ګومارلی.

داعش او اخوان، توندلاري او منځلاري

د داعش د فعالیتونو زیاته برخي نظامی ده. که څه هم د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې خیریه چارې هم ترسره کوي. سړکونه یې جوړ کړي او بې وزلو ته یې زکاة هم وېشلی. مګر هدف ته د رسېدو لپاره یې پر جګړه ییزې تګلارې تکیه ده. پر جګړه ییزې تګلارې تکیه هم نه د تاریخ په اوږدو کې او نه هم په ۲۱مه پېړۍ کې کومه نوې خبره نه ده. موږ په تېره پېړۍ کې دوه وژونکې نړیوالې جګړې لیدلي، بیا سړې جګړې بشریت وځاپه. نن امریکا د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره له ګڼو اړخونو سره په مختلفو ځایونو کې جنګېږي. په اکراین کې د امریکا او روس روابط جګړې ته نژدې کېدونکي دي. داعش هم دغسې د خپلې خوښې نظام جوړولو لپاره پر نظامي حل ټینګار کوي. امریکایان اوس داسې پروپاګند کوي، چې داعش افراطي ډله ده، نو باید وځپل شي. دوی داسې تبلیغات کوي چې ګواکي داعش د ټولې نړۍ لپاره خطر دی. حال دا چې داسې نه ده. داعش هم د خدمت او د عدالت پر اساس نظام غواړي. د دوی عقیده دا ده، چې اسلام تر بلې هرې فلسفې د حکومتدارۍ ښې لارښوونې لري.

په ۲۰۱۲م کال کې مصر کې ټاکنې وشوې. په پارلماني ټاکنو کې د ازادۍ او عدالت ګوند (د اخوان المسلمین سیاسي څانګه) د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټلې. ولسمشري هم دوی وګټله، ډاکټر محمد مرسي د مصر لومړنی منتخب ولسمشر وګڼل شو. د مرسي حکومت د غرب په ژبه «افراطي» نه و. اسراییلو سره چې د مصر پخوانیو حکومتونو کوم تړونونه کړی وو، مرسي ډاډ ورکړ چې هغو ته به ژمن وي. حدود یې عملي نه کړل (چې د اسلامي نظام له مهمو غوښتنو څخه دي). لېبرالانو ته یې ښه ازاده ورکړه، چې څنګه غواړي، هغسې ژوند وکړي او سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي. خو امریکا دغه ډول نظام هم ونه شو زغملای. د مرسي حکومت پر ضد امریکا، اسراییل او سعودي لاسونه یو کړل او د مصر دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي یې کودتا ته وهڅاوه. د ۲۰۱۳م کال د جون میاشت کې پوځي کودتا وشوه او منتخب ولسمشر د زندان مېلمه شو. ولس د دې کودتا پر ضد پاڅون وکړ، پاڅون هم بشپړ ولسي او سوله ییز و. خو نظام ډېر ژر ولسي ټول وژنه پیل کړه او تر دوو زرو ولسي خلک یې ووژل او لاریونونه یې وپاشل. په دغو ټولو جنایتونو امریکايي حکومت او بشري ادارو د سکوت روژه نیولې وه.

په ۲۰۰۶م کال کې حماس فلسطین کې ټاکنو کې برخه واخیسته. د پارلمان اکثریت څوکۍ یې وګټلې. خو حکومت یې چا په رسمیت ونه پېژاند. حتا ملګرو ملتونو کې يې څوکۍ په واک کې ورنه کړل شوه. سره له دې چې ولس حماس ته رایه ورکړه، ډیموکراتیکې ټاکنې وشو، خو هېڅ اړخ د حماس حکومت منلو ته تیار نه شو. حتا اوس چې فتح او حماس مشترک حکومت لري، د اسراییلو یوه نیوکه دا وه، چې باید فتح له حماسه خپل لار جلا کړي!

ما دوه مثالونه وړاندې کړل. لومړی د داعش چې ريښه يې له القاعدې یا د غرب په اصطلاح له «جګړه مار» اسلامه خړوبېږي او بل اخوان او حماس و، چې د دیموکراتیکو ټاکنو له لارې يې واک ترلاسه کړ. خو بیا هم چا په رسمیت ونه پېژندل. رسمیت پېژندل هم پر خپل ځای، چې مصر کې يې پر ضد دسیسې پیل کړې تر هغو چې حکومت سقوط وکړ او فلسطین کې يې پر ضد وسله واله جګړه پیل کړه. همدغه حالت نن پر داعش هم راغلی. د داعش پر ضد دوی نړیول ایتلاف جوړوي، د دوی پر ضد جګړه شروع کېږي. داعش هم جګړې ته تیاره ده. لا له جګړې وړاندې يې ورته خبریالان وژلي. شاید زموږ ځینې اسلامپالي هم له دې کار سره مخالف وي، چې داعش امریکايي خبریالان ووژل. زموږ او د غرب ترمنځ اوس خبره دې حالت ته رسېدلې ده، چې د ملکي او نظامي اهدافو تفکیک ډېر ستونزمن شوی دی. داعش هغه امریکايي خبریالان وژلي، چې هماغه خبري ادارې د داعش پر ضد تبلیغات کوي. همدا خبریال د غربي ولسونو افکار دې ته تیاروي، چې باید د داعش او القاعده پر ضد جګړه وشي، ځکه دوی «افراطیان» دي. دغسې حالت کې نو دا ډول خبریالان او خبري ادارې د جګړې برخه دي. دوی هم عملاً جګړه کې واقع دي. چې جګړه کې واقع دي، نو تلفات به یې هم زغمي.

زموږ بحث پر «سوله ییز اسلام» او «جګړه مار اسلام» دی. غرب له دې دواړو سره په جګړه کې دی. «سوله ییز اسلام» يې هم وټکاوه او «جګړه مار» سره خو هسې هم په جګړه کې ښکېل شوی.

اوس پوښتنه دا ده، که داعش امریکايي خبریال نه وای وژلی، د خلافت اعلان یې نه وای کړی، د اخوان په څېر یې یوازې په عراق کې د اسلام په نامه حکومت راوستلای، یا یې له دې نامه هم تېر شوی وای، صرف د عراق په نامه حکومت یې قایم کړی وای، خو په دومره تفاوت چې خپلې پرېکړې به یې په خپله کولې، ایا له دې جګړې به خلاص شوی وای؟ که طالبانو اسامه بن لادن امریکایانو ته سپارلی وای نو له جګړې به خلاص وای؟ هېڅکله هم نه خلاصېدل، نو ښه دا شوه، چې دوی له خپلو ازمیښتونو بریالي راووتل.

غرب د اسلامي سیاست له ارمانجنو سره په جګړه کې ده. هغه چې دوی یې «سیاسي اسلام» بولي. هر څوک، هره ډله او هر شخص چې غواړي چې حکومت ترلاسه کړي او بیا د حکومت سیاستونه د اسلام له لارښوونو سره سم عیار کړي، غرب ته د منلو وړ نه دي. غرب صوفي اسلام غواړي، هغه اسلاي چې یوازې د جومات په څلورو دیوالونو کې کلابند وي. له ټولنې، سیاست او اقتصاد سره یې څه کار نه وي.

د دې بحث نچوړ دا دی، چې که داعش یا القاعدې یا بلې دغسې اسلامي ډلې خپل سیاستونه بدل کړي هم وای، نو جګړه به پرې راغلې وای. غرب ته القاعده، داعش، اخوان، حماس…دا ټول یو ډول دي. غرب له هر هغه مسلمانه وېره لري، چې د اسلامي نظام ارمان پالي او ورته کار کوي، نو نن که داعش پر خپلو کړنو پښېمانه هم شي، له جګړې نه شي خلاصېدای، یا یې که دغسې کارونه کړی هم نه وای، نو له غربه نه خلاصېدل. د اسلام او غرب ترمنځ جګړه حتمي ځکه ده، چې اسلامي نظام د دوی ګټې چېلنج کوي، دوی تر خپلې وسې له خپلو ګټو دفاع کوي.

2 thoughts on “که داعش افراطي نه وای…؟ د اســــلام او غرب بل ټـــکر”
  1. وه ډاکټر کمال مرجانه د امریکا له کومې اډې څه دغه مبارک لیک خپروې؟ ولې موږ کاڼه ړانده درته ښکارېږؤ؟
    ستا هغه ورور ډاکټر ګل مرجان هم دغسي ویل
    دغه ټولي ډلې امریکا او ناټو جوړیکړې دي دا ټول د دوئ د سیاست برخه دي

  2. په ژبه او قلم دی برکت شه ټوله لیکنه دی له حقیقت څخه ډکه ده الله پاک دی ستاسو په شان ریښتونی وینه کونکی شخصیتونه زمونږ په امت کی ډیر کړی
    د یو اسلامی خلافت په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *