تر زیږون وورسته په شیدو ورکونکیو غواګانو کې د پریوان (Placenta) پاتې کېدل عام دي. پریوان باید تر اتو ساعتو وروسته له غوا راووځي. که له ۸ تر ۱۲ ساعتو ډېر پاتې شي؛ نو وپتېیلې یا وانګېرﺉ چې غېرعادي اکر یا حالت رامنځته شوی لکه:

  • سقط جنین
  • Hydrops
  • د زیلانځ راتاویدل
  • دوه ځاني
  • Dystocia
  • Hypocalcemia (د کلسیم کمښت)
  • د جنین سقط ته د هارمونونو بې ځایه کارونه
  • ککړ چاپېریال
  • بدخوري یا سوتغذیه

هغه غواګانې چې زېرمه شوي خواړه خوري او یا هم د ویټامین A ، E او سلینیم عنصر کموالی ولري؛ نو ډېری یې د پریوان پاتې کېدنې پر ناروغۍ اخته کېږي، ځکه خواړه، چې زېرمه   کېږي؛نو ځینې خوراک توکي په خوړو کې له منځه ځي او ځینې یې په ډېره لږه اندازه پاتې کېږي. د مثال په ډول د سلینیم ، ویټامین E او D په کمښت به نه یوازې څاروی په نوموړی ناروغۍ اخته شي؛ بلکی په نورو ناروغیو هم اخته کېږي، لکه د تیونو التهاب, mastitis  د Abomasum بې ځایه کېدنه او د تخمدانو سیستونه، ځکه پورته ویل شوي خوراک توکي د معافیتي غونډال په ځواکمنۍ کې مهمه ونډه لري او په کمښت یې معافیتي غونډال کمزوری کېږي.

کلینکي نښې او نومېرنه – تشخیص:

د څاروي له زیږونه ۸- ۱۲ ساعته اوښتي، پریوان له Valva څخه ښکته خوا ته ځانګي، چې دا وخت پریوان په زیلانځ

پوهنیار توحی د علی عظیمی د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی استاد
پوهنیار توحی د علی عظیمی
د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی استاد

او یا cervix کې نښتی وي او که څاروی د پریوان له نښتیدو سره تبې هم نیولی وي؛ نو انګېرنه مو باید د metritis (د زیلانځ د میټریم عضلې التهاب) پلو ته شي،چې په دې ډول نورې نښی لکه tachycardia (د زړه د درزا یا ضربان زیاتېدل) او د valve له لارې د بوی ناکه (Pus) راوتل دي.

که د څاروي درملنه ونشي؛ نو له ۳ تر ۱۲ ورځو پخپله لوېږي؛ خو زیاتره وخت پریوان په زیلانځ کې دننه پاتې کېږي؛ ځکه Cervix بندېږي او په دې ډول پریوان تری بیا نشي وتلای. چې څاروی غویمه شي؛ نو د پریوان پاتې برخه ترې راوځي، که دا مهال پریوان په لاس یا میخانیکي ډول کش کړای شي؛ نو د زیلانځ عضله (Endometrium) به زیانمنه کړی. د پریوان له راکشولو ډډه وکړﺉ.

د پریوان په پاتې کېدو څاروی تر نظر لاندې ونیسی؛ ځکه د لوهې یا اشتها په کموالي څاروي په میتابولکي ناروغیو او یا هم د ابومیسم په ېی ځایه کېدو اخته کېدای شي.

درملنه:

  1. هیڅ مه کوئ: تر کومه چې څاروی صحتمند وي او لا هم تر ۱۲ ساعتو وخت لری، په تمه شی؛ ځکه د کم ځانو غواګانو پریوان پریوتنه وخت نیسي.
  2. د انټي بیوټیکو کارونه: په درملنه کې کې انتي بیوتیک هغه وخت کارولېږي، چې پریوان له ۱۲ تر ۲۴ ساعتونو ونه لوېږي، انتی بیوتیک باید له ۳ تر ۷ ورځو جاري وساتل شي.
  3. (Intra utrine Thraphy) د زیلانځ دننه درملنه: زیاتره وخت په زیلانځ کې دننه پنسلین او تتراسکلین زرقېږي، چې کتیتر ننباسی؛ نو لومړی valve باید پاکه شي او هم ولیدل شی چې cervix (عنق زیلانځ ) ازاد دی او کنه؟
  4. دهارمونونو کارونه: په ټولیز ډول oxytocin کارولی شی، چې له ۲تر ۴ ساعتو وروسته یې په بیا ځلي یا تکراری ډول زرق کړﺉ؛ خو که په دې هارمون بیا هم پریوان پرې نه وځي بیا د Prostaglandin هارمون کارونه اړینه ده؛ ځکه oxytocin یوازې د ښویو عضلاتو د تقبض لامل ګرځي؛ خو Prostaglandin د Myometrium (چې د زیلانځ عضله ده) د تقبض لامل ګرځي، چې له امله یې د زیلانځ له Caruncles څخه Cotoyledone جلا کېږي او پریوان پرېوځي. ځینې وخت د پروسټاګلانډین په کارونې هم پریوان نه پرېوځی، چې دې حالت کې پریوان له زیلانځه راوتې وي او د cervix د بندېدو له کبله پریوان د زیلانځ او سرویکس ترمنځ پاتۍ شوی وي، دا وخت اړینه ده، چې استروجن هارمون زرق کړل شي، چې سرویکس ازاد کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *