تاند- د ولسي جرګې یو غړی نن سهار په کابل ښار کې د چاودنې په نتیجه کې ټپي شو.

علي اکبر قاسمي په دشت برچي سیمه کې، چې د ښار شپږمه ناحیه ده، ژوبل شو.

د چاودنې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي او امنیتي چارواکو هم تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د دولت وسله وال مخالفان عموماً له هزاره مېشتو سیمو سره کار نه لري.

تر دې پخوا په دشت برچي کې کومه چاودنه نه ده شوې.

ځواب دلته پرېږدئ