دافغانستان محلي پولیس وايي، اړشوي چې ددولت د نه تمویل له امله یې ډېری ملګري له طالبانو سره یوځای شي او یا سیمې خوشي کړي. ددوی اکثرو ته خواړه نه رسېږي او له کلیو وچه ډوډۍ په سوال ټولوي.
ځايي خلک وايي، محليپولیس د مجبوریت له کبله خپلې وسلې پلوري او ځينې یې له طالبانو سره د خپلو نورو ملګرو پرسر پټې معاملې کوي، چې ځان ته نجات ورکړي
د سيمه ييزو پوليسو مسوولين وايي، له تېرو شپږو میاشتو محلي پوليسو ته تنخواګانې او اعاشه نده رسېدلې.
د سيمه ييزو پوليس مسوولين وايي، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې ورته معاش او اعاشه نه ورکول کېږي او اړ دي، د خوراک لپاره ډوډۍ له کليو او کورونو په سوال ټوله کړي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار د خاکريز ولسوالۍ په اروغ سيمه کې شپږ سيمه ييز پوليس له خپلو وسلو او دوو رېنجر موټرو سره د وسله والو طالبانو په ليکو ورګډ شول.
ځايي خلک او چارواکي وايي، دولت دغه امنيتي ځواک د جګړې په يوه سخت بريد درولی، نه يواځې دا چې د سيمې ساتنه نشي کولای، د دوی لپاره د خپل سر ساتنه هم اوس ستونزمنه شوې ده.
په کندهار کې يو قومي مشر امير محمد وايي، د سيمه ييزو پوليسو هر يوه ته له وړاندې د طالبانو په ځانګړې توګه د کويټې شورا له لوري ګوتڅنډنه او د مرګ اخطارونه ورکړل شوي وو، خو اوس چې د دولت له لوري مرسته پرې بنده شوې، دوی اړ دي، چې يا له طالبانو سره يو ځای شي او يا هم خپلې سيمې پرېږدي: ((محليپولیس د مجبوریت له کبله خپلې وسلې پلوري او ځينې یې له طالبانو سره د خپلو نورو ملګرو پرسر پټې معاملې کوي، چې ځان ته نجات ورکړي.))
د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې ۳۵ زره سيمه ييز پوليس ګومارل شوي، چې د هر يوه مياشتنی معاش تر ۹۰۰۰ افغانيو پورې رسېږي او په ډېری سيمو کې د دوی موجوديت د طالبانو په ځپلو کې ګټور تمام شوی دی.
په کندهار کې يو آزاد خبريال وايي، په ټول کندهار کې ۲۵۰۰ سيمه ييز پوليس ګومارل شوي، چې د معاش او اعاشې د نه ورکړې له امله د طالبانو په څېر دوی هم خلکو ته لاس اوږدوي، له کليو ډوډۍ راټولوي او خپلې ګېډې مړوي.
سرچينې وايي، په روان کال کې تر ۱۲۰ ډېر محلي پوليس په کندهار کې وژل شوي دي.
بلخوا همدا چاره په نورو ولايتونو کې هم روانه ده، چې محلي پوليس د طالبانو ليکو ته ور اوړي او وسلې پلوري. يوه ځايي سرچينه وايي، د وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې په تېره يوه مياشت کې شپږ محلي پوليس د طالبانو ليکو ته ور اوښتي او خپلې وسلې يې يوه برخه پلورلې او يوه يې له ځانونو سره ور وړې دي.
په غزني کې ۱۳۵۰ سيمه ييز پوليس په اوو ولسواليو کې ځای پر ځای شوي دي.
په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د پروژې مشر خليل الله هوتک وايي، له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د ياد ولايت سيمه ييزو پوليسو ته معاش او اعاشه نه ده ورکړل شوې. دی وايي، پوليس اړ دي، چې له کليو په ټوک ډوډۍ راټوله کړي او خپله ګېډه مړه کړي.
د ښاغلي هوتک په خبره، سيمه ييز پوليس وسلې او مهمات هم نلري، دوی نه يوازې دا چې د سيمو ساتنه نشي کولای، د سر ساتنه هم ورته ستونزمنه ده: ((که دا حال لږ نور هم دوام وکړي، نو فکر کېږي، چې ټولې هغه سيمې به د طالب اورپکو په لاس پرېوځي، چې اوس د محلي پوليسو په ولکه کې دي.))
په ډېری ولايتونو کې د سيمه ييزو پوليسو په تړاو اندېښنې موجودې وې، چې ګويا دوی خلک ځوروي او په شخصي بديو کې ښکېل دي. د دوی په اړه دا نيوکې ځکه جدي وې، چې په ډېری سيمو او ولايتونو کې دغه امنيتي ځواک په پخوانيو ملېشو او زورواکو پورې تړلی بلل کېده، خو په يو شمېر نورو سيمو کې د دوی فعاليت بيا د طالب اورپکو د ماتولو په برخه کې تر ډېره ګټور بلل شوی دی.
کورنيو چارو وزارت په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.